غزل

 سترګې  درپسې  دي  لږ  پر لارو پټوه مخ
تل په دې کوڅه  کې  له  مکارو  پټوه  مخ

شي به ګلابونه د سپرلي موسم کې مړاوي
تل دې ميکده کې له مۍ خوارو پټوه مخ

ګوره د ښکلا قېمت د کم نه کړې په خپله 
ځکه په دې ښار کې له بې شمارو پټوه مخ

چې کاڼي، کاڼې زړونه د مينو يې ټوټې کړل
نو پاتې به شي چېرې له هندارو پټوه مخ

کافر چې نه شو ګوره د شرابو رنګ به واخلي
له  بنګو  پټوه  مخ ، له  کوکنارو  پټوه مخ

ما زيار ته راکوه مينه او تل دې زيار ته خانده
چې نه وي ستا د در، له دې اغيارو پټوه مخ