
دخوست ولایت مقام ویاند مبارزمحمدځدراڼ د یوې مطبوعاتي ناستې پرمهال وویل چې، دتېر یو نیم کال په لړ کې ولایتي ادارې ۱۱۶۸۷جریبه غصب شوي ځمکه د زورواکو له ولکې ایستلي ده او دا لړ اوس هم دوام لري .
ځدراڼ وویل دغصب په پایله کې دخوست د پرمختګ مخه په بشپړه توګه نیول شوي ، همداشان دخلکو ترمنځ دخپلمنځي لانجو او د مرګ ژوبلو سبب ګرځېدلي دي .خو د دقیقو پلټنو په لړ کې جوته شوي ،چې د غصب په برخه کې زیات کارونه د غیرقانوني لارو او دناسمو مالوماتو په اساس شوي دي .باید وړاندې له دې چې د غاصبینو سره دولت مبارزه پیل کړي ،وار د مخه غاصبین ددې عمل څخه لاس واخلي .
دخوست د والي ویاند مبارزمحمدځدراڼ وویل ، دولت په دې لټه کې دی ، چې ټولې دولتي ځمکې د غاصبینو د پنجو څخه وباسي او په کې د ولسونو د سوکالۍ لپاره مهمې لویې او واړې بنسټيزې پروژې پلي کړي .
ده وویل په خوست کې ۶۶۷۴۶جریبه دولتي ځمکه ځينو کسانو په داسې بڼه نیولي ده ، چې هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري ، خو د شخصي ګټو په خاطر یې خلک غولوي او دولتي ځمکه یې بېرته په خلکو پلورلي ده .نو په کار ده، چې خلک هم د ځمکې اخېستلو پروخت دغې مسلې ته سمه پاملرنه وکړي، ترڅو په راتلونکي کې د زیاتو ستونزو وژغورل شي .
ځدراڼ د بېلګې په توګه د پکتیا ولایت اوسېدونکي ملک خیال بدالدین یادونه وکړه ، چې د بلخ ولایت څخه یې ۴۲۰جریبه ځمکه خوست ولایت ته د ځمکو د تبادلې د قانون د ۵۸مادې پرخلاف د رانقلولو هڅه کړي وه .خو د بل پلوه د زیاتو پلټنووروسته مالومه شوه،چې نوموړي دغه عمل د غیرقانوني لارو او ناسمو مالوماتو په اساس کړی دی او تر دې وخته دا هم نه ده،مالومه ، چې د ملک خیال بدالدین ځمکه په بلخ ولایت کې دکومې ادارې په غوښتنه او د کوم ضرورت په اساس استملاک شوي ده .
ده وویل ملک خیال بدالدین به ادعا کوله ،چې د ځمکې دتبادلې په اړه یې د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي فرمان اخېستی ،چې په کې د بلخ څخه خوست ولایت ته د ځمکې د تبادلې امر ورکړل شوی دی .خو د ولایتي ادارې د وروستیو دقیقو پلټنو په ترڅ کې مالومه کړه، چې دنوموړي سره شته اسناد ثبت او رجسترد نه لري او په دې اړه د ولسمشر فرمان رارسېدلی،چې هر هغه فرمان چې قانوني ثبت او رجسترد ونه لري ، بې اعتباره او د اجرااتو وړ نه دی .نو له دې ښکاره مالومیږ ي، چې په دې سره دنوموړي دوسیه لغوه اعلان شوي ، باید خلک په یاده شوي ځمکه ونه غولوي .
مبارز محمدځدراڼ د خبري رسنیو په وړاندې وویل ، دخوست ولایتي ادارې په دې ولایت کې د غصب د مخنیوي په خاطر لازم پلانونه جوړ کړي دي او ټولې دولتي ځمکې به له زورواکوخلاصې او بېرته به یې په دولتي املاکو پورې وتړي .
نوموړي د نړیوالو، سیمه ایزو اوملي رسنیو سره په خبرو کې وویل دخوست ولایتي ادارې د غصب د مخنیوي لپاره د پلان په چوکاټ کې دتورې دوسیې په نوم دوسیه برابره کړي، چې په هغې کې دهر زورواکي او غاصب ټول نوم، ځای ، دځمکې اندازه، حدود او نور اړین مالومات ځای شوي ، چې اوس پرې د رسمي دوسیې جوړولو کار روان دی، هرکله چې بشپړه شي، دخوست او پلازمېنه کابل په کچه عدلي او قضایي ارګانونو ته په واک کې ورکړي .ترڅو غاصبین د قانون منګولو ته وسپارل شي او په سزا ورسیږي .
د کنفرانس په ترڅ کې دوالي ویاند زیاته کړه ، چې د تېر یو نیم کال په جریان کې دخوست ولایتي ادارې مشرتابه ، ملکي اونظامي ارګانونو، دقومي ،مذهبي مخورو مشرانو او د ولسونو په ملاتړ د زورواکو له پنجو د وړکتون پنځه جریبه، دازادۍ مېنې ۱۲۹۷جریبه ، د بادام باغ ۶۷۳جریبه او د هوایي ډګر ۹۷۱۲جریبه غصب شوي ځمکه چې مجموعه (۱۱۶۸۷) یوولس زره ، شپږ سوه ،اوه اتیا جریبه ځمکه د غاصبینو څخه نیولي او رسماً یې په دولتي املاکو پورې تړلي ده ، چې دا وخت په کې د بیارغونې مهمې پروژو د پلي کولو لړ ۍ روانه ده .
ورځ :پنجشنبه
نېټه :۱۳۹/۶/۳
فدامحمدساحل