غزل

داسترګې دجانان دي که وږمو کې ګلابونه
خواږه خواږه کاته دې په کتو کې ګلابونه
درځم په نیمه شپه ستا دښایست ډېوه ښکاریږي
ډېوه ډېوه  ښکلادې  په   نغمو کې ګلابونه
انځوردې رانه یو وړ دهجران شمال یتیم شوم
کرمه  ستا  دپلونو  په   خاپو    کې  ګلابونه
دمینې په آسمان کې سپین زرین ستوری یې ګرانې
نغمه  نغمه  رباب  یې  په  سپېدو کې ګلابونه
قسم خورم چې په زړه کې مې ستا نوم لیکلی ساتم
چاپیر  به ترې  نه تاوکړم  په زخمو کې  ګلابونه
موده  وشوه  جانانه  چې کمال   غزل غزل دی
ته  میره  شه  دمینې  په شعرو کې   ګلابونه
کابل اراکوزیا راډيو