خیښی چاپ شوه

دغه کتاب په ښکلي صحافت او د لوړ کیفیت لرونکي کاغذ پر مخ په کابل کې د بهیر طباعتي مطبعې له لوري د همدې مطبعې د مشر او فرهنګپال شخصیت ښاغلي شیرباز کمین زاده په مالي او تخنیکي همکارۍ چاپ شوی او د وردګو کلتوري یون یې خپرندویه موسسه ګڼل کیږي. د دې کتاب د پښتۍ پر مخ د زوم او ناوې د لاسونو انځور دی چې د لاسونو شاته یې د غاټول یو شمیر رنګین ګلان ښکاريږي او یوه لویه مانا له ځان سره لیږدوي.
 
د خېښۍ د کتاب یوه ځانګړنه داده چې ښاغلي احمدي د خپل کلي، کور او ولس د هغه نایابه فلکلور یوه برخه راټوله کړې چې د ټولنې د وګړو له ژوند سره په طبیعي توګه ژوند کوي او سینه په سینه له یوه کهول څخه بل نسل ته لیږدول کیږي چې ساری یې ډېر کم لیدل کیږي.
ـــ په دویم څپرکي کې ښاغلی احمدي د خیښۍ د لومړنیو ګامونو په هکله معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کړی دی  په دې توګه چې په وردګو که یو څوک خپل زوی ته له چا سره خیښي، دوستي یا خپلوي کوي نو باید کوم مراحل سر ته و رسوي؟
ـــ په دریم څپرکي کې ښاغلی احمدي صېب د وردګو د واده نورو اړخونو ته اشاره کړې ده .
ورپسې د پوښ یا جامو وړل دي، ایجاب او قبول، چغل بازي چې یو په زړه پورې دود دی، د زوم ناغه کول، د مبایل چغل بازي چې په سیمه کې د مبایل تیلفون د راتګ سره سم دود شوی، ټکری اچونه، خونی، پښه خلاصی یا بوله د اخترونو پوښ (جامې) او دې ته ورته نور مسایل هم شته چې ګران لوستونکي دا ټولې خبرې د ښاغلي احمدي صېب په تازه چاپ شوي اثر کې لوستلی شی.
لومړی د جوړښت په نامه یو کلیمه ده چې د واده په مسایلو د داړو لوریو هوکړې یا تړون ته ویل کیږي. په دې مرحله کې د زوم او ناوې کورنۍ یو د بل سره باید د واده جوړښت وکړی، د زوم د کور چمتوالی او د ناوې د کور چمتوالی، ناوې ته خپلې پلرګنی له خوا د کور اخیستل، بلنه، د مېلمنو بهیر، خوړه او داسې نور چې د واده په مراسمو کې په زړه پورې دودونه ګڼل کیږي.
ځینې شوقي کورنۍ بیا پسه او غویی ښه په ګلانو سینګاروي چې ښکلي مالوم شي، ټنګورې : هغه ښځینه پلاوی دی چې د پوښ یا جامو د وړلو سره یو ځای یوه ورځ مخکې له واده څخه د ناوې کور ته د زوم له کور څخه ورځي او په واده کې د زوم د کور ښځینه استازیتوب کوي، سندرې وایي، اتڼ کوي او د اړتیا پر مهال د همدې کورنیو د غوښتنو او اړوندو مسایلو په هکله له خپلو نارینه وو سره سلا مشوره کوي. همدارنګه د پوښ ښکاره کول، څېره او مېوه ، اچونه، طوی او دې ورته نور مهم ټکي هم شته چې د دې څپرکي برخه مهمې برخې دي.
د زوم او ناوې ټنډه، آڼکی: د ناوې هغې ځانګړې ژړا ته ویل کیږي کله چې د پلار له کوره د خپل خاوند د کور په لور نوی سفر پيلوي. همدارنګه دې ته ورته په لسګونو نور رواجونه دي چې د وردګو د واده په مراسمو کې ترسره کیږي او په خیښۍ کتاب کې یې لوستلی شی.

ــــ په شپږم څپرکي کې ښاغلي احمدي د وردګو د کلیو الي او ښاري ودونو تر منځ توپیرونه په پرتلیز ډول بیان کړي دي  او د دواړو رواجونو په ښیګڼو او نیمګړتیاوو یې بشپړې خبرې کړې.
ـــ په آتم څپرکي کې ښاغلي احمدي د وردګو د واده په هکله عمومي ټکو ته اشاره کړې ده، د بېلګې په توګه مخکې له کوزدې او واده څخه د واده په چارو کې د نجونو تمرین، په واده کې دکلي د ملا امام رول، په واده کې د کلي د ملک یا مشر رول، په واده کې د کلی د ډم (نایی) رول، سپینې او سرې پایڅې، بابیړی، د مشکل د پیښیدو پر مهال مرکه یا جرګه او دې ته ورته نور ډېر زړه راښکونکي مسایل دي چې ښاغلی احمدي د خپل کتاب په پاڼو کې په  پوره حوصله مندۍ تشریح کړي دي.
د بیلګې په توګه د دعا څخه مخکې سندره، د واده د زیري سندره، د دسمال راوړلو د وخت سندرې او په سلهاوو نورې سندرې شته چې زه به د نومړې ټولګې یوازې دوې سندرې را واخلم  او ستاسو خدمت ته به یې وړاندې کړم:
ناوکې تا به یوسي پسرلي ته))
وکه وکه دې لېورو ته دسمالونه))
د وړاندیز په توګه یې د دې کرښو ګرانو لوستونکو، لیکوالانو او کلتوري کړیو ته وایم چې که د هیواد هر لیکوال د خپل کلي، کور او سېمې په هکله ورته فلکوریک مالومات را ټول کړي نو زموږ د بډای فلکلور یوه لویه برخه به په لیکلې بڼه د هیواد د تاریخ غیږې ته په مصوون ډول انتقال شوي وي. دغه وړاندیز ښاغلي ګل آغا احمدي د خیښي کتاب په سریزه کې یاد کړی او د هیواد په لیکوالو یې غږ کړی دی چې دغه لویه پانګه د خپلو قلمونو پر مټ لیکلې بڼې ته راوړي. زه ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ ته د الله (ج) له دربار څخه د ډېر عمر او نورو ګټورو آثارو د لیکلو غوښتونکی یم.
ظهرالدین کمال