هیوادوالو د ناروغانو ژوند وژغورۍ!

د تیری چهارشنبي په ورځ سهار وختی له خپل کور څخه د دندي په لور روان وم د موټرو زیاتي ګڼی ګوڼی له کبله د کابل ډیری څلور لاري د ترافیکو پر مخ تړلي وي له یوه لوري ګرمي او له بل لوري دوړو او خاورو ساه اخستل لا ستونزمن کړي وو.
له هر لوری د موټرو هارننونه اوریدل کیدل، ځینی هارننونه خو دومره زړه بوږنونکی وو چی د غوږونو پردې یی په زورور اهتزاز راوستلی له دي ټولوسره سره می پدی وخت کی د امبولانس ډوله موټر کوکې تر غوږو شوي امبولانس موټر سره لدي چی خپل سور څراغ او هارن یی دواړه روښانه ول خو بیا هم پر سړک تلونکو موټرچلوونکو خپل غوږونه مړه اچولی ول او په هیڅ ډول یی لارنه ورکوله آن تردي چی په امبولانس موټر کی د چلوونکي تر څنګ ناست تن (چي د ناروغ تن د خپلوان ګمان پري کیده) په ژړه غونی غږ پر چلوونکو په وار وار سره د امبولانس موټر د لاسپیکر په مرسته د لار ورکولو غوښتنه کوله خو بیا هم سخت زړو چلوونکو لار نه ورکوله.
د دهمزنګ څلور لاری ته څیرمه امبولانس موټر زما له سترګو پناه شو پاک مولا شاهد دی چی ډیر خوشاله شوم او په زړه کی می وویل چی اوس به ناروغ تر روغتون پوري ورسیږي.
شاوخوا لس دقیقی وروسته کله چی زمونږ موټر د دهمزنګ د نو اباد سیمی ته را ورسید نو امبولانس موټر د سړک پر غاړه ولاړ او ورڅخه د ژړا غږ را پورته کیده د دي غږ په اوریدو زه هم د امبولانس موټر خوا ته ور نژدي شوم. نو را ته جوته شوه چي د لاري په اوږدو کی یی چي پر چلوونکو چغي وهلی هغه په امبولانس کی د ناروغی میرمن خاوند وه چی میرمن یی په اولاد ناروغه او مخکی تردي چی روغتون ته د درملنی لپاره ورسوی د لاری په اوږدو کی یی میرمن او د هغه د زړه ټوټی چي لا تراوسه یی نړی ته سترګی نه وی غړولی دواړو ژوند له لاسه ورکړ.( إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ).
خاوند یی په داسی حال کی چی د فریاد چغی یی له خولی څخه پورته کیدلي اوپه یوه خوله یی موټر چلوونکی او ترافیکان په یاده پیښه کی پړه بللل .پورته پیښی په رښتیا سره ډیره خواشینونکی وه دا خو یواځی زما د سترګو لیدلی حال وه خو هیوادوال د لسګونو دا شان پیښو شاهدان دي. سره له دي چی د هیواد په ټولو لویو ښارونو کی د ترافیکو د ګڼی ګوڼی له کبله اوسیدونکی له ستونزو سره مخ دي سړکونه کوچنی او د ګرځنده موټرو شمیر له حد څخه څو واری ډیر دی او د ترافیکو مدیریت او ښاروالي دواړه تر ډیري کچی ګرم دي خو تر څوپوري چي د ترافیکو مدیریت او ښاروالی د سړکونو د پراخوالی په اړه ګام پورته کوي نو یادی پیښی او دا شان نورو پیښو ته په کتو سره له ټولو هیوادوالو څخه زما یواځینی هیله داده چي:
۱- د امبولانس موټر د هارن په اوریدو سره مهربانی وکړی خپل موټر د سړک یوی خواته کړی او که امکان ولری نو خیر دی ودریږي، ستا سو دا یوه شیبه دریدا کیداشی چی د یوه ناروغ ژوند له مرګ څخه را وګرځوی، سره له دي چی شکر الحمد الله ټول مسلمانان په دي ټینګ باور لرو چی د ژوند ورکولو او ژوند اخیستلو واک له پاک الله سره دی خو انسانی هڅه پکارده.
شعردی(بدبختانه چي د شاعر نوم می له یاده وتلي) چی وایی:
که په تدبیر دي د کوټی سوري بند نه کړ
دا تقـــــدیر دی چی هغه کــوټه به څاڅي.
۲-لکه څرنګه چی ګورو په ځینو هیوادوالو کی انسانی مینه او همدردي له منځه تللی ده، نو که دامبولانس موټر د هارن د اوریدو په وخت کی داسی و انځورو چی الله دي نه کړي په امبولانس کی پروت ناروغ زموږ خپل ناروغ دی یا مو اولاد ،میرمن ،پلار،ورور،مورجانه...... نو زه باور لرم چی ترڅو مو په توان پوره وي نو یاد موټرته د لاری د ورکولو په برخه کی به مرسته ورسره وکړو.
همدارنګه د عامه روغتیا وزارت او له ټولو انځوریزو،غږیزو او چاپی رسنیو څخه هیله کوم چی د هیوادوالو ترمنځ یادی موضوع په دود کولو کی دي هر اړخیزه مرسته وکړی.
د هیوادوالو د سوکالتیا په هیله