بې خونده خبرې (۱۵): زمونږ انا چيرې؟(لومړی برخه)

 وسیم سجاد،کابل
اګست۲۰۱۱،۲۷
د عربو توپان د نړی ګوټ، ګوټ ته ځان ورساوه. ګواتیمالا، لندن، او بیا دلته هندوستان ټول یی د خپل تود شمال لاندی ونیول. له دی مالومیږي چی په نړی کی د ډیرو غم، درد، او زخم یو ده خو منزل جدا،جدا.
تونس او مصر کی چی له اوښتونه څومره توقع کیده د کامیابیو پوړیو ته نه دی رسیدلي خو هومره ناکام هم نه دي. د عربو په کچه لومړی دیکتاتور حُسنِی مُبارک د روان کال د همدی اګست په دریمه دمحکمی تر پولی کش شو. چی دا په خپل ذات کی په عامه توګه او دعربو په کچه په خاصه توګه یو بی شانه مثال وو چی مصر یی په ټینګولو کی لومړنی شو.
قضافي څخه خپله مږه جوړه ده. د ظالم بچی تښتیدلی؛ په سوړه ننوتلی او چیغی وهي چی نه مو پریږدم. دلته (په لیبیا) کی باغیانو په ډیرو قربانیو واک او ځواک خپل کړل. 
خو دلته په هندوستان کی د اوښتون لاری چاری تل جدا وي. له انګریز سره مونږ جنګ جګړی کولی او دوی په پسته کی وواهه. زه تل په دی فکر کی وم که د عربو توپان په خوریدا شو نو پاکستان او هندوستان او زمونږ شمالي ګاونډیان تری نشي بچ کیدای. خو هسی ونه شول. په هندوستان کی د رام لیلا میدان کی اوښتون هغه وخت پیل شو چی بابا رام(د یوګا مشهور استاد)  یو سهار د یوګا له پرکټسه وروسته د فساد خلاف د بهوک هړتال نیت وکړ. لنډه یی داچی حکومت په بابا رام دیو پسی ورغی؛ پیروان یی له میدانه وویستل. او بابا د سره مسجد د اِمام عبدالعزیز غوندی په بُرقه کی ګیر شو. د بابا د نیولو سره سیاستوالو ویل چی ابی مړه او شِلوار (شِروار) یی پری. 
خو داسی و نه شول. انا راووت. انا کوم مشهورسیاست وال نه دی. خو مشهور شو!!! ما مخکی هم لیکلي وو چی حالات له سړي رهبر جوړه وي. مجهول الهویته کس دی. دا نوم یی لږ په شد سره وایاست″انّا″.
دغه سړي په هندوستان کی د فساد د له منځه وړلو لپاره د نوو لارو چارو د موندلو غوښتونکی شو.  خو هندي لیکوال سهیل حلیم لیکي چی: په هندوستان کی له ترهګری نیولی تر عصمت دری پوری د هرڅه لپاره په سلګونو قوانین، قواعد او مقررات شتون لري خو بیا هم کُلِ عام یوه ښځه ریپ کیږي.
بله خوا پاکستانی لیکوال وسعت الله خان په خپل یو مضمون کی پوښتي: زمونږ د وطن (پاکستان) انّا چیری؟
دی مخکی ځي او لیکي: زمونږ هیواد د شِفافیت د نړیوالی اداری (ټرانسپرینسی انټرنیشنل) په فهرست کی له سریلانکا، بنګلادیش او هندوستان مخکی دی. خو بیا هم په پاکستان کی کوم بابو رام دیو پیدا نه شو چی دفساد خلاف غږ اوچت کړي. په پاکستان کی د ۲۴ ساعتونو دننه چی څومره کتبي پیغامونه (ایس.اِم. ایس) رد و بدل کیږي د هغوی ۳۳٪ د فساد په اړه ټوکی وي. تلویزونونه هم د فساد په اړه ژوندی خپرونی لري. بهارتیان او پاکستانیان د یو بل په امورو کی دلچسپی ښیی خو داچی د فساد په اړه پاکستانی سیاستوال چوپ دي شکونه پرځای دي.
په هندوستان کی  چی دفساد په اړه کوم فلم هِټ (کامیاب) شي په سبا یی په پاکستان کی هِټ کیږي. په هندوستان کی دفساد کمپاین حتی د یو مخابراتی شرکت لخوا په خپلو تبلیغاتو کی هم ځای موندلی دی″چو پتیا ماته کړی″.
عام پاکستانی له پولیسه نیولی، د سرک تر ټیکداره، د جعلي دوا تر پلورونکي، د بوری مافیایی ډلو پوری ټولو ته کنځاوی کوي؛ فحش ورته وایی. خو بیا هم کوم سیاستوال پیدا نه شو چی ددوی غږ واوري.
خو کیدای شي دوی هم خود غرضه وي. دوی هغه وخت چیغی وهي کله چی دوی د فساد ښکار شي او یایی کوم خپل د کومی پیښی قرباني شي. که په دی هیواد کی کوم انّا پیدا هم شي، مخکی له دی چی شهرت ومومي وبه نیول شي. د میښی د غلا په تور به جیل(زندان) ته واچول شي!!! پولیس به یی نظر بند کړي. یا به د لیوني خطاب ورته وکړي.
کوم سیاستوال څومره ټکس غلا کړی، کوم جنرال په کومه پروژه کی څومره وهلي، او کوم ژورنالیست د چا په روپیو حاجی شو او کوم قاضی صاحب(جج) ته څومره مراعات ورکړل شویدي دا د تلویزونونو هغه ضرب زباني دی چی ما یی دلته مُشت نمونی خروار مثال ورکړ. ددی دلیل دا نه ده چی دوی هم له ملت سره یکجهتي(یو والی) ښیی؛ دا ټول ددی لپاره دي چی دوی په دی طریقی سره ځان مشهوره وي ځکه چی اعلانات له شهرت سره تړلي دي. په پاکستان کی خلک له سیاستوالو د فساد په لری کولو کی تردی کچی رارسیدلي چی په خپله په فساد کی ګیر راغلي. سیی دی چی انّا تر اوسه نظام بدل نشو کړای خو په فساد یی بحث ته لاره هواره کړه. ده سیاستوالو ته دا پیغام هم ورکړ چی مونږ میښی نه یو، خره نه یو، روبوټ نه یو. انسانان یو او باید له انسان سره د انسان غوندی چلند وشي.
ګران لوستونکیه ته څه وایی؟
کله دی هم د فساد په اړه فکر کړی؟ کله دی هم په فیس بوک کی د فساد اړه کوم کمِنټ(نظر) ورکړی؟
 کله دی هم د فساد خلاف چیری غږ پورته کړی؟ په وطن کی د کوم انّا توقع لری؟ امیدوار یی چی په مُلک کی به نیکتایی دار د فساد خلاف کومه توره وکړي؟ د ثواب لپاره خپل نظر څرګند کړه او دا پیغام تر نورو ورساوه.
leekwal@yahoo.com