ترهګر او ترهګرۍ په يوويشتمه پېړۍ کې (يوولسمه برخه)


  احمدشاه ابدالي جرګه
انګېزې او انګېرنې
 
ليک: غلام محمد زرملوال 
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
 
پاکستان: "شرير دولت، يا، ناکام دولت"
 
ترهګري د "برتانوي پاکستان" له زېږونې سره غبرګه زيږول شوې
 
ناټو او انډيوالان يې بايد د خپلو وسلو خولې په لاهور اوراولپينډۍ کې د ترهګرۍ روزونکو، ځالو او خپرونکيو پر لور واړوي
 
 
 
 
 
يوولسمه برخه:
 
د سي آى اې غبرګون:
 
په پاکستان او بيا ورپسې په سودان کې د ټولواکې کورنۍ پرضد د فعاليتونو له کبله، له بن لادن څخه د سعودي حکومت له خوا د هغه هيواد تابعيت واخستل شو.  ابو خليل ليکي چې د سودان مشر، حسن التُرابي، چې په اکسفورد او سُربُن پوهنتونونو کې يې زده کړه کړې وه، د اسلامي او لوېديزو قوانينو دواړو پياوړى کارپوه؛ په عربي، انګريزي او فرانسوي ژبو يې بشپړه ولکه لرله؛ او د "نړۍ په اوږدو کې د بنسټپالو لارښود" و.  له همدې کبله وو چې بن لادن او تُرابي له يوه بل سره نږدې شول.  د سودان له ولسمشر سره د نږدېکت له خاطره، اُسامه بن لادن اوس د سعودي او امريکا يواځې يو کوچنى مخالف نه، بلکې د نړيوال نوم خاوند شوى و.
 
د واشنګټن لپاره د نوموړي ورځ پر ورځ زياتېدونکى شهرت د زغم وړ نه و.  سي آى اې تصميم لاره چې د بن لادن پرخلاف جدي ګامونه پورته کړي.  له دې کبله يې د سودان پر حکومت زور اچولى و چې هغه پرلاس ورکړي.  د امريکا او سودان د حکومت ترمنځ د پلاويو تګ راتګ او خبرو بن لادن شکمن کړ، او د لومړي ځل لپاره يې د خرطوم په خپل کور کې يوه امريکايي خبريال ته د مرکې موکه ورکړه.  په خپله مرکه کې بن لادن وايي چې: ".. وګړي تر هغه پورې چې ګنهګار نه وي ثابت شوي، بېګناه دي ... خو د افغان جنګيالو په اړه پر دې خبره سترګې پټېږي.  هغوى د نړۍ ترهګر بلل کېږي. دېوال ته د هغوى درول به د ترهګرۍ له ډېرېدو پرته بل څه پايله ونلري."  سټيو کُول: "د پېرېانو جګړې"، پښتو ژباړه - غلام محمد زرملوال-٤٦٨ مخ
 
سټيو کُول ليکي چې څو کاله وروسته دا مسئله چې ګوندې د سودان حکومت امريکا ته وړانديز کړى و که چېرې د بن لادن په هکله شواهد ولري، هغه به امريکا ته وسپاري ـ ناندرييزه شوې وه.  امريکايي مامورينو ويل چې سودان داسې وړانديز نه و ورمخ ته کړى.  خو د سوداني چارواکو پر وينا ".. امريکا ته مو وويل چې موږ به نوموړى، که پرضد يې قانوني دسيه موجوده وي، وروسپارو ... ورته ومو ويل که قانوني دسيه ولري ، بيولاى يې شئ." هماغه ځاى.
 
په ١٩٩٤ کال کې، کله چې ورڅخه د سعودي تابعيت واخستل شو نو ورسره د بن لادن ټولې شتمنۍ هم کنګل کړ شوې وې.  ويل کېږي چې د هغه کال  په فبرورۍ کې سعودي استخباراتو د نوموړي د وژلو يو ناکام تکل وکړ.  پر دې موخه د "تکفير والهجره" په نوم د يوه سازمان غړى د هغه د وژلو په نيت د هغه کور ته روان و، د پوليسو له خوا پرې ډزې وشوې ـ مخه يې ونيول شوه. بن لادن هغه مهال په خپل کور کې نه و، خو کور ته يې پرې د ډزو له کبله تاوان اوښتى و. روهان ګنارتنا – ٣٤ مخ
 
پايله دا وه چې امريکا د بېلابېلو سياسي-اقتصادي زور اچونو له لارې، د سودان حکومت مجبور کړ چې بن لادن له خپل هيواد څخه وباسي.  هماغه و چې په ١٩٩٦ کال کې د آى اس آى په لارښودنه د برهان الدين ربانى د "اسلامى حکومت" په بلنه ـ چې څه لنډه موده وروسته د طالبانو د تحريک پرلاس له کابل څخه وشړل شو ـ  له خپل يوه ګڼ شمېر پلويانو سره افغانستان ته ولاړ. لارنس رايټ په خپل کتاب، "القاعده د ٩/١١ پرلور" کتاب کې ليکي چې حسن الترابي او بن لادن درۍ ورځې پرله پسې د شپې تر نيمايي پورې پدې اړه تودې خبرې وکړې. بن لادن ويل چې ده په سودان کې ډېره پانګه اچولې وه، د هغه هيواد حکومت حق نه درلود چې ويې شړي. ده د سودان پرخلاف کوم جرم نه و کړى، او په ټوله نړۍ کې داسې بل ځاى نه و چې چمتو و دى هلته ومني. ترابي ورته وويل چې بن لادن دوه بديلونه لرل: يو دا چې له هيواده يې ووزي او يا دا چې هلته پاتې، خو خوله پټه کړي. بن لادن ورته وويل چې ترهغه پورې چې ځوان اسلامپالان په سعودي عربستان کې په ناعادلانه توګه بندي کېږي، دى چُپ نه شي پاتې کېداى. هماغه و چې له سودان څخه وتلو ته چمتو شو. Al-Qaeda's Road to 9/11 – Lawrence Wright – p221
 
نو اساساً بن لادن د آى اس آى او د برهان الدين رباني د ستمي افغانستان د راتلونکو "جهادونو" لپاره ساتل شوى و.
***
 
 
(ګورئ څنګه د ترهګرۍ ټول پلونه په پاکستان کې پيل او پايلېږي)
 
پــايــله
 
ترهګري يو پيچلى مفهوم دى. په ١٩٤٧ زيږديزکال کې د "پاکستان" او په ١٩٤٨ کال د "اسرايلو" له زيږولوراهيسې، سهيلي اسيا او منځنى ختيځ د "دهشت او ناثباتۍ" سيمې پاتې شوې. په دې سيمو کې د ډيرو وينو بهيدلو او له هغه کبله نړيوالې سولې ته د بالقوه خطر له شتون سره- سره، د ترهګرۍ د ريښييزو لاملونو د موندلو لپاره خورا لږ کار شوى دى. پر ځاى يې د هغه پر زيږندو يا معلول فکري تمرکز شوى او پرې څيړنې شوې دي. تر همدې دمه پورې د قدرت خاوندانو د هغو لويو ناعدالتيو واقعيت نه دى منلى چې په سهيلي اسيا او منځني ختيځ کې په پرتو ولسونو روا کړل شوې؛ د پرديو له خوا يې ترې ځمکې او کورونه لاندې شوي؛ د وسلو په  زور له خپلو مينو شړل شوي، وژل کيږي او توکموژنه يې روانه ده.
 
پر دې نابنسټه ګروهو ولاړې هغه تيوري او څېړنې چې ګواکې په ترهګرۍ کې لاس لرونکي وګړي په ذهني لحاظ "کاواکه"، له اقتصادي لوري بيوزله او له پوهې او پوهنې څخه بې برخې دي، له واقعيتونو سره سمون نه لري. پر هغه سربيره دا هم يواځې پر تعصب اودوه-مخۍ ولاړه يوه مفکوره ده چې ګنې ترهګرۍ يو "اسلامي محصول" دى. دا تيوريګانې ځکه بې بنسټه ثابتې شوې چې ټول هغه ١٩ تنه چې د سپتامبر په ١١ تراژيدي کې يې ګډون درلود، د لوړو تحصيلاتو خاوندان، له اقتصادي پلوه سوکاله او د عربي نړۍ د هغو هيوادونو اتباع وو چې لويديځ پلويو استبداد ګرو پرې ولکه لرله. د ترهګرۍ بنسټيزلاملونه نو اساساً د اسلامي نړۍ په هر ګوټ کې له داسې استبداد ګرو رژيمونو څخه د لويديځ ملاتړ او د فلسطين-اسرايلو په نامساوي جګړه کې د صهيونستي دولت د نظريې او نارواو پلو نيول شامل دي. دا چې ترهګرۍ د "اسلام محصول" بلى شي، هم د لويديځ او انډيوالانو له خوا يې هغه عمدي تکل دى چې غواړي نړيوال اذهان پر بيلاريو روان کاندي. ترهګر په نړيواله کچه په ټولو ټولنو او د بيلابيلو مذهبونو په پالندويانو کې  وجود لري. د حماس ډلې يو  مشر، شيخ احمد البيتوي، وايي: "زموږ خلک شوبلې او الوتکې نه لري، يواځې انساني بمونه (ځان وژونکي) لرو. هغه کسان چې د شهادت دا لار غوره کوي، نهيلي او بيوزله وګړي نه دي، بلکې زموږ له نخبه کسانو، پوهيالي او بريالي، شخصيتونه دي. هغوى د لوړاستعداد خاوندان اود  اشغالګر غليم پرخلاف د جګړې له مودرنو تخنيکونو څخه ګټه اخلي."
 
د سپتامبر ١١ (٩/١١) او ورپسې بيا نورو زړه-بوږنوونکيو حوادثو د ترهګرۍ د "نوې" بڼې بالقوه ځواک د نړيوالو د مرکزي پام وړوګرځېد. پر نړۍ مسلطه نن-ورځنۍ ترهګرۍ د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم ځان عيار کړى له عصري تکنولوژۍ څخه اغيزمنه ګټه پورته کوي. نو له دې وېروونکې "نوې" پدېدې سره، چې د "زاړه" تروريزم تکاملي بڼه يې خپله کړې، د چالچلند په موخه څواړخيزه مقابله اړينه ده. پر دې خوا تر هرڅه لومړى دا ضروري ده دا ومنلى شي چې د نوې ترهګري ريښې د نړيوالوناعدالتيو په تاريخي ټولګو، سياسي ويجاړکاريو او ټولنيزو سپکاويو کې پرتې دي چې د نړۍ د سترځواکونو او انډيوالانو په لاس يې پر ولسونو روان او روا بلل کيږي. د ٢٠٠٩ زيږديزکال د سپتامبر پر ٢٩ نيټه د ملګرو ملتو عمومي اسامبلې ته د وينا په ترڅ کې، د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزير وايي چې له ترهګرۍ سره مقابله په نړيواله کچه خورا وېړ ائتلاف ته اړتيا لري. دا مقابله يواځې د وسلې په زور نا، بلکې د تمدنونو، کلتورونو او بيلابيلو ګروهو ترمنځ ديالوګ اوپوهاوي ته ضرورت لري ترڅو د کرکې او نفرت اچولو د سوداګرانو بازارونه وتړل کړى شي.
 
خو په واقعيت کې، له دې ټولو هڅو سره- سره، نړيواله ټولنه پدې نه ده بريالۍ شوې چې په نړيواله کچه د دې ګواښ اغيزمنه مخه ونيولاى شي. پدې اړه بُن-بست تر دې دمه دوام لري. د دې نابريا اساسي لامل پدې کې دى چې بيا هم د دې پديدې له ريښو سره د معاملې پرځاى، د هغې له زيږنده (معلول) سره پر مقابله زور اچول کيږي. ترهګرۍ به يواځې هغه وخت مغلوبه شي کله چې د هغې ريښييزو لاملونو، يانې له پرنګي امپيرياليزم څخه په اسيا او افريقا کې شاته پاته هغه اوږد- مهاله شخړو او جنجالونو ته د پاى ټکى کيښودل شي چې د ترهګرۍ ودې ته ملاتړ برابروي. د نړيوال زبرځواک، امريکا، لپاره اړينه ده پدې ځان پوه کاندي چې د يوې ارامې نړۍ د بيا-موندلو په تکل خپلې هڅې له واقعيتونو سره غبرګې کړي. که څه هم د بارک اوباما اداره هڅه کوي چې پدې اړه څه وکړاى شي، خو تر اوسه پدې نه ده توانېدلې چې اسرائيل دې ته مجبور کړاى شي چې د فلسطين د وجود حق ومني. او د افغان ملت په هکله يې په ځانګړې توګه بايد سر خلاص شي چې تر پنجابي اشغال لاندې د افغانانو ټوله خاوره تاريخي افغانستان ته له سپارلو پرته به له دې ويروونکي خطر څخه پاکه نړۍ يواځې خوب، خيال اود ځان غولونه وي.
 يا ربه توفيق!          غلام محمد زرملوال                      پاى