بی خونده خبری(۱۴): څلور نامشروع

وسیم سجاد،کابل
اګست۲۰۱۱،۲۴
پارلمان نامشروع(مقننه قوه)
محاکم نامشروع(عدلیه قوه)
کرزی نامشروع
وزیران نامشروع
دغه دوه وروستني یی په اجرایه قوه کی راوستلای شو. خو زما دعنوان کش ورسره کمیږي. ما څلور ویلي او په دی سره ۳ کیږي.
ټول نامشروعات= ډیموکراسي
د الله (ج) ځانګړی مداخله لازمي بولو.  الله (ج) دی ورحمیږي؛دلته خو ددیموکراسی ټولی پایی کږی دي. امریکا هم خوشحاله  دی چی افغانستان ته یی دیموکراسي راوستلی.  په لندن کی خو داسی نه وو!!!
حقوقي وکیلان فرمایی چی یو ملک بی له پارلمانه ژوند کولای شي خو بی له محکمی یی یوه ورځ هم تیره ول ناممکن!!!
خو دلته بیا ته د حاجی قدیر ځوی محکمی او څارانوالی پوری نشی کشولی. اول باید ورته دا سپینه کړی چی محکمه نامشروع نه دی!!!
کرزی چی داوسنی ډیموکراسی پلار بلل کیږي؛ هم د محاکمو او ورته شیانو دومره پلوي نه ده. له ټلوالی سره یی توپیر کم بولم.
ظل الله!!! ته که د معنوي خبره محک وه نو د دومره قاضیانو وخت یی ولی ضایع کړ؟ ملت یی ولی په دومره انتظار کی وساته؟ دومره بیرو بار یی ولی په لاره اچولی وو؟ بله خوا خو د دادګاه ویژه قاضیان هم دومره واړه کسان نه وو. هغه مشر یی د کابل داستیناف ریس. شاوخوا یی د ولایاتو د استیناف ریسان. قدم راوخله!
که د معنوي اوسنی پریکړه ومنو چی دغه ۹ کسان سپین بازان دي نو په اوایلو کی یی ولی پارلمان ته لار ورنه کړه؟ او که غیر قانوني وو نو اوس څنګه سپین بازان وختل؟؟؟
 سړی په دی خفه دی چی دکرزي مشاورین به خپلو ښځو ته څه وایي؟ استاد اصف صمیم وایی چی له لوږی څوک نه دي مړه شوي. ترڅو می جنډر بِلانس ساتلی وي نو د خپلی نیا خبره به هم وکړم. هغی فرمایل:چی له لوږی څخه د مړو شوو هدیره نشی موندلی.
 مونږ خو هسی هم کوم نظام او سیسټم نه لرو! د حقوقو شاګردانو او دانش پژهانو ملاوی د الله ور ماتی کړي چی هره ناروا ګوري خو چلینجوي یی نه!!!
هیڅوک هم پیدا نشول چی دمعنوي او کرزي پریکړی یی ننګولی وای. نو بیا د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته څه اړتیا؟؟؟
حالات رهبران زیږولای شي. همدا وخت دی چی یو څوک هم ځان مطرح کړي او هم نوم وګټي.
د محکمی د فیصلی د پریکړی عملي کول د حکومت لپاره سخت نه وو خو کرزی لکه شمالی ټلوالی په زنګویی(زانګو) کی ډار کړی وو. بس د الله (ج) ویش هم عجیبه دی!!! زه یی چی لایق پیدا کړی یم نو ولسمشر نه یم!!!؟؟؟
سعادت وکیل، ولسمشر ورغوښتی وو چی مشوره تری واخلي او ده ورته د پاراګراف په پای کی ویلي وو: د ملي امنیت مشر ته ووایه چی اعلان کړي چی ۲۰ خودکُش ښار ته راننوتي دي؛ نظامی حالت اعلان کړه. وکیلان خو هسی هم په ملت کی ځای نه لري. هغه کوم چی د کومی تمی او توقع لپاره راوځي هغوی هم چی د خودکُش غږ واوري نو مظاهره پری قران کړی. تری یوی میاشتی چی بیړني حالات نافذ شول؛ خلکو څخه بیا هر څه هیریږي. خلکو چی د کابل ۶۰،۰۰۰ شهیدان هیر کړل نو دغه ۶۵ وکیلان ورته څه دي؟
زه ورسره یتفق!!!
خو زما مشاورت هم بد نه دی. زه وایم چی دغه ۶۵ یا ۶۲ د محکمی ویژه  لخوا ناکام اعلان شوي وکیلان به دی نیولي وو. د پولِ چرخی زندان به دی تری ډک کړی وو. دری میاشتی وروسته به دی بیا ټولو ته یوه لویه میلمستیا کړی وه. بس معذرت به تری غوښتی وو چی څه وکړو د ملی ګټو لپاره می دا کار وکړ.یوه چپن او یوه لونګی به دی وو دی ټولو ته هدیه کړی وه خبره جوړه وه. له کوم یوه یی چی ډیر ډاریدی د کوم هیواد په سفارت به دی نازولی وو او یا به دی ورته کوم ناکام وزیر لکه جارو او یا هم دغه حزبي ارغندیوال به دی ورته ګوښه کړي وو. خبره جوړه. مُلا هم خوښ او خدای (ج) هم!!!
پاتی شوه د الُکو خبره چی هغه جناب به ښځی او ماشومانو ته څه وایی؟ کټر کندهاری هم دی!!! نا مشروع هم دی!!! ده یو وخت ټوکه کړی وه چی د محکمه ویژه فیصله د عید دلمونځ غوندی واجب التنفیذ دی!!! نو الُکو جانه دی ته کوم پرتوګ لری؟
خو یوه خبره په یاد  ولری که کرزی د ملي مشارکت د فارمول تطبیق همداسی جاری وساته نو د پښتنو ټغر ټول بولی. مور دی کیني او د معنوي غوندی حرامی(هغه حرامي می مطلب نه دی چی تاسی یی فکر کوی) دی زیږوي.
د بلا د بچي د وهم است؛ خیال است؛ جنون است خبره اوس په ټول هیواد کی د ژبو په سر دی. د بلا بچي ټول فسادات هم وکړل او هیرو هم شو. زمونږ هغه احمدزي خو وشرمولو. پُزه(پوزه) یی را پری کړه. الله دی په غضب ککړ کړه. الله دی د طالب په شر واړه وه.مور دی درباندی بوره شي!!!
leekwal@yahoo.com