د ليبيا اوسنيو حالاتو په کتو اسلامي هېوادونه ولې چوپ پاتې دي؟

 دا چې د لیبیا د حکومت یانې د قذافي راپرځېدو ته ورځې او شپې ګوتې په شمار دي، اسلامي هېوادونه د هېڅ مسؤلیت احساس نه کوي، په داسې حال کې په همدې هېواد کې ټول سیاسي ابرقدرتونو له خپلو موخو سره سم سیاست مخ ته بیایي او دا لړۍ یې روانه ده.
په وروستیو څو ورځو کې په لیبیا کې د قذافي مخالفینو ډېر پرمختګ کړی، آن تردې چې د طرابلس ځینې برخې د قذافي د مخالفینو لاسته ورغلې، چې ددې رژیم پایتخت دی په ورته شکل د رژیم مخالفینو هم د زاویې ښار د نیولو ادعا کړې چې قذافي ته له ډېرو نېږدو ساحو او هغه سیمو څخه شمېرل کیږي، چې د قذافي پوره واکې ورباندې چلېدې.
 همدارنګه له قذافي سره شته مالي سرچینې هم په خلاصېدو دي، د تیلو او نفتو سرچینې یې هم له لاسه وتلې چې د قذافي د مصارفو لویه برخه یې جوړوله په ورته ډول د قذافي تر ولکې لاندې سیمو په بانکونو کې هم پیسې نورې په خلاصېدو دي، له دې سره سره په پلویانو کې یې ورځ تر بلې کمښت راځي، دوی په دې باوري دي چې د قذافي د حکومت وروستۍ شېبې رارسېدلې، ځکه خو يې په پلویانو کې کمښت راځي او  مخالفین یې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي چې د رژیم رانسکورولو ته ورځې او شپې شماري.
  که له یو خوا ددې رژیم مخالفین له یوې رهبرۍ لاندې نه دي له بلې خوا دا هېواد او روان کړکېچ د لویو ابرقدرتونو د سیاست د لوبولو ډګر هم ترې جوړ شوی، چې دا پېښه به لانوره د جنګ لپاره لاره هواره کړي.
بیخي په ډاډ سره ویلی شم چې د حکومت په رانسکورېدو سره به په لیبیا کې امن نه بلکې داسې ناارامي رامنځ ته شي چې ارامول به یې له ډېرو امکاناتو سره سره هم شونې نه وي.
له پورته ذکر شویو خبرو سره سره د فرانسې او ځینو نورو هېوادونو په هېواد کې د پراخه وېشل شوو وسلو بیرته راټولول او د مخالفینو منسجمول له امکان څخه لیرې بریښي، او همدارنګه په دې هېواد کې شته ګوندونه او اقوام هم د خپلو موخو د لاسته راوړلو په هڅه کې دي، چې تر یو بیرغ لاندې راوستل یې اسانه کار نه دی.
نو که چېرته اسلامي هېوادونه د سیاسي ابرقدرتو سره په همغږۍ ددې هېواد په اوسنیو حالاتو کې مداخله ونکړي نه یوازې دا هېواد به د جګړې په میدان بدل شي، بلکې د جنګ دا میدان به په سیمه کې د ناسور د دانې په شکل رول ولوبوي چې شونې ده د یو پراخه جنګ د بنسټ اېښودو لپاره لاره هواره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ سیاسي ابرقدرتونو له پیله تر اوسه خپل اصلي رول لوبولی، او په منځني ختیځ کې دې هېواد ته نیږې ټول حکومتونه یوازې جنګ څاري او په اړه یې تراوسه کوم ګام نه دی پورته کړی، خو له شک پرته که دا هېوادونه د روان کړکېچ د سمون لپاره عملي ګام پورته کړي، کولای شي په لیبیا کې د امن راوستو سبب شي، او د یو مرکزي حکومت په جوړولو کې رول ولوبولی شي او که چېرته دا هېوادونه د لیبیا دې شرایطو ته په کتو عملي ګام پورته نکړي نو دوی دې هم د جګړې انتظار وباسي.
روح الله وفا