مطبوعاتي کنفرانس: دمدني ټولنو دهمغږۍ جرګه

نېټه: ۳۰/زمری/ ۱۳۹۰ کال دمطبوعاتي کنفرانس ګزارش
وخت:10:00am
ځای:سپین زر هوټل
ګډونوال:دمدني ټولنو استازو،قومي شوراګانومشرانو او اتحاديو استازو ګډون کړی و.
۱:دغونډې په پیل کې استاد حبیب الله رفثع ټولو ګډونوالوته ښه راغلاست وویل او پرملت یې غږ وکړ چې هیواد یو ځل بیا دجګړو حالت ته ولویده اوخپل سرنوشت پخپله وټاکئ.
۲:ستارسعادت دمدني ټولنو دهمغږۍ جرګه دمیډیا له لارې معرفي او د دې ټولنې موجودیت يې اعلان کړاوهم یې دهغه۴۹ ټولنو نومونه اعلان کړل دکومو ټولنو چې دهمغږۍ جرګه استازیتوب کوي.
۳:ساهرې شریف دبن کنفرانس څخه دمدني ټولنو غوښتنې او اندیښنې اعلان کړې چې متن يې په لاندې ډول دی
له څو میاشتو راهیسې دافغانستان لپاره دالمان هیوادپه اهتمام په بن کې دیوې غونډې دجوړیدو خبرې په سیاسي او رسنیزومحفلونو کې تودې دي چې اوس يې د دوهم بن کنفرانس شهرت موندلی دی.
ددې کنفرانس په اړه افغان ولس په تیر په هغو ټولو وطندوستو کړیو کې اندیښنې راپیداشوې چې دهیواد دبرخلیک په اړه مسوولانه فکر کوي.
ددې اندیښنو لاملونه یو د دوهم بن کنفرانس په اړه افغان حکومت او نړیوالو داجنډاو په منځ کې توپیرونه دي،چې د دواړه لوریو لخوا تر اوسه پورې په دې اړه په څرګندونو کې رابرالا شو ي دي.دوهم ټکی يې دنړیوالې ټولنې او یو شمیر افغاني ورپورې تړلیو کړیو حاشیوي هڅې او دځینو اجنډاو عنوانول دي چې ګواکي په بن کې به یې مطرح کوي.دبیلګې په توګه داوسني نظام پر ځای دفدرالي نظام خبره چې په ځینو کړیو اورسنیو کې پرې خبرې کیږي.
دبن د دوهم کنفرانس په اړه دځینو مدني ټولنو په نامه هڅې کیږي،چې دافغان ولس پرعام ذهنیت اغیزه غورځوياو دبن دراتلونکي کنفرانس په اړه یو لړ اندیښنې راپورته کړي،ځکه خو دمدني ټولنو دهمغږۍ جرګه ،چې دهیواد دبېلابېلو ټولنو متحده جرګه او نړیوالې ده له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه دبن دوهم کنفرانس په اړه په ډیر ټینګار غوښتنه کوي چې:
۱ـ دبن کنفرانس دې تعریف شي چې دڅه لپاره جوړيږي او په کوم ترکیب.
۲ـ دبن کنفرانس مشخصه اجنډه باید شفافه مطرح شی او هغه ابهامات چې په دې اړه داندیښنو سبب شوي دي باید لرې شي.
۳ـ بن د دوهم کنفرانس ګډونوال به څوک وي او کوم اړخ به یې دګډون کوونکو دغوراوي او اجنډا ټاکلو واک لري.
پردې سربیره (دهمغږۍ جرګه)له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غواړي چې دبن کنفرانس په اړه دحاشیوي هڅو او څرګندونو مخنیوی وکړي چې د اذهانو دبې لارې کولو سبب نشی.
دمدني ټولنو جرګه افغان حکومت اونړیوالې ټولنې ته په زغرده خبرداری ورکوي چې دناقص ترکیب او ناقصې او یا مغرضانه اجنډا کنفرانس به چې دافغان ولس د ډیری وګړو غوښتنې پکې له پامه لویدلې وي ډېرې بدې پایلې ولري،بحران به ژور کړي او ددې پړه به بیا دهمدوی پر غاړه وي .
او په اخر کې ددې دریواړو له خوا لکه رفیع صیب،سعادت صیب او ساهره شریف دژورنالستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
درنښت
دمدني ټولنو دهمغږۍ جرګه