د بريتانيا پر کونسلګرۍ د بريد تر شا د امريکايانو ﻻسونه وو

له انګريزانو نه د افغانستان د خپلواکۍ د تر ﻻسه کولو د 92مې کليزې په ورځ، د کابل په پروان مېنه کې د بريتانيا پر کونسلګری  بريد وشو.
په افغانستان کې ځينې امنيتي سرچينې وايي، چې د دغه بريد تر شا د امريکا ﻻس و. داسې خبرونه خو له ډېر پخوا نه خپاره شوي، چې د امريکا او بريتانيا تر منځ په افغانستان کې پټه سيالي روانه ده. دغه سيالي په هلمند کې د يورانيمو د تر ﻻسه کولو پر سر هم روانه وه.