د ( افغانستان او کره سر شمېرنه ) سيمينار ګزارش

 پنجشنبه دثور په 26 نېټه  ، چې دروان کال دمی  له 15 نېټې سره سمون خوري ، کانټيننتل هوټل د( افغانستان او کره سرشمېرنه ) په نامه د علمي سيمينار کوربه و . په دغه سيمينار کې ، چې د افغان کلتوري ټولنو او يوشمېر ټولنيزو سازمانونو په  نوښت جوړ شوی ، يو زيات شمېر استادانو ، ليکوالو ، د ملي شورا استازو ، قومي مشرانو او رون اندو ګډون کړی وو . سيمينار د قاري مسعود لخوا  د قران کريم دڅو مبارکو اياتونو پر تلاوت پيل شو،   د سټېج چارې ښاغلي غوث الدين فروتن سمبالولې . تر ښه راغلاست او د سيمينار پر اهدافو تر لنډې رڼا وروسته ، استاد لطف الله ساپی د رييسه هيأت د مشر په توګه ،   په ولسي جرګه  کې د پکتيا دخلکو استازې شريفه زرمتۍ د مرستيالې په توګه او  ښاغلی حفيظ الله غښتلی دمنشي په توګه خپلو ځايونو ته راوبلل شول .
دسيمينار لومړنی ويناوال  پوهاندمحمد بشير دوديال و.  نوموړي  د سرشمېرنې په اړه د سيمينار ګډونوالو ته  د پاورپاينټ له لارې  عالمانه ليکچر وړاندې  کړ،   پوهاند دوديال  دسرشمېرنې په تاريخي شاليد وغږيده په  پاورپوينټ کې راغلي و ، چې سرشمېرنه  له ميلاده  درې زره اويا کاله وړاندې  پيل شوې وه  ،په چين ، انګلستان ، سويډن او فرانسه کې د پام وړ شاليد لري . په اسيا کې هندوستان لومړنی هېواد دی ، چې سرشمېرنه په کې تر سره شوې ده .په افغانستان  وروستۍ سرشمېرنه په  1358 ل کې د چنګاښ پر 26 پای ته ورسيده ، چې شل ورځې يې وخت  ونيوه او 13 زره کسانو په کې ونډه  اخيستې وه . تر دې دمخه نورو سرشمېرنې هم په لاندې نېټو کې  تر سره شوي ، خو يوه يې هم بشپړه نه وه :
د١٣١٥ شمسى کال اټکلى ارقامودافغانستان نفوس لس ميليونه نهه لکه اودوه اويازره تنه ښودلى و.
دپلان دوزارت داحصايي رياست هم دى ته ورته ارقام ښودلى و.
په ١٣٣١شمسى کال دتذکرى ويش شروع شوخويوشميرستونزې پکى وى .
په ١٣٥٢ کال داحصايى مرکزى اداره جوړه شوه
په ١٣٥٤کال ديوې بشپړى وګړشميرنى پروژه په نظرکى ونيول شوه
د١٣٥٨شمسى کال دجوزاپه ٢٥ مه دغه پروژه تطبيق شوه  .
د دوديال صيب تر مقالې وروسته  د کابل پوهنتون دځمکپوهنې پوهنځي استاد ښاغلي لطف الله صافي د سرشمېرنې د اهدافو ، اصولو ، شرايطو ، او معيارونو په اړه خپله علمي مقاله د پاور پاينټ په بڼه وړاندې کړه او بيا د دغو اهدافو او شرايطو په رڼا کې يې د راتلونکې سرشمېرنې د کېدو امکانات او کره توب و څېړلو .    له استاد صافي وروسته په  ملي شورا کې د ولس استازو د سرشمېرنې په اړه هر اړخيزې وينا ګانې وکړې .
په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازی  نادرخان کټوازی راتلونکې سرشمېرنه يو نيمګړې اوناکامه اقدام وباله او د هغې تر شا يې د بهرنۍ دسيسې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه .
په ولسي جرګه کې د کابل استازی  نجيب الله کابلی د سرشمېرنې تر شا په څرګندو ټکو کې د ايران د اخوندي رژيم لاسوهنو ته  اشاره وکړه او په کلکه يې په اوس وخت کې د دغه پروسې د ځنډولو غوښتنه وکړه .هغه دا هم وويل ،چې د سرشمېرنې لپاره همدا اوس ايران دېرش ميليون ډالره ورکړي ، اويا تنه روزونکي يې را استولي او پوښتنليکونه او سافټ وايرونه ټول ايراني دي .
په مشرانو جرګه کې د کندهار استازی ښاغلی شېرزادبيا په جنوب لويديح زون کې د امنيت پر نشتوالي ټينګار وکړ او دايې وويل ، چې زما ولسوالۍ ته امنيتي ځواکونه  تر څو د څو ټانکونو بدرګه ورسره نه وي نه شي تللای ، نو هلته به د سرشمېرنې مامورين او نړيوال څارونکي څنګه لاړشي . تر شېرزاد صيب وروسته  دغو مشرانو په وار سره خبرې وکړې :
په ولسي جرګه کې د هرات استازی الحاج قاضي زاده
په ولسي جرګه کې د کندهار استازی خالد پښتون
د مشرانو جرګې دويم نايب او د ننګرهار استازی ډاکتر برهان الله شينواری
 په ولسي جرګه کې د کوچيانو ، مهاجرينو د کميسون رييس حاجي  ملاترخيل
په کابل کې د پکتيا د قومي شوراګانو مشر الحاج ميرا جان سحيقي
په مشرانو جرګه کې د کابل استازی انجينر افضل احمدزی
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی  مولوي شهزاده شاهد
په ولسي جرګه کې دارزګان استازې اغلې سونا نيلوفر
په ولسي جرګه کې د کندز استازی ښاغلی معين مرستيال
په ولسي جرګه کې د تخار استازی ښاغلی انجنيرراز محمد
په مشرانو جرګه کې د هلمند استازی حاجي محبوب خان
  په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ښاغلی فاروق ميړنی
په ولسي جرګه کې د کابل استازی ښاغلی ډاکتر کبير رنجبر
د عامې روغتيا وزارت  سلاکار ډاکتر پښتونيار
د کابل پوهنتون استاد پوهنمل محمد اسماعيل يون
او د کابل پوهنتون استاد نسيم ګل توتاخېل
دغو ټولو وينا والو د امنيت نشتوالی ، د احصايې د رياست ناملي ترکيب او بې پرېتوب ، د ايران لاسوهنې ، د عامه پوهاوي نشتوالی ، د سرشمېرنې د کارکوونکو ټيټ کاري ظرفيت ، د مهاجرينو په پام کې نه نيول د اساسي ستونزو په توګه ياد کړل او په اوسنيو شرايطو کې يې د سرشمېرنې د ځنډولو غوښتنه وکړه . وينا والو ټينګار وکړ ، چې دولت سر له اوسه بايد د پورتنيو ستونزو د اواري لپاره کوټلي ګامونه واخلي او د سرشمېرنې لپاره يو رېښتينی ملي کميسون جوړ کړي .
د يادولو وړ ده ،  کله چې ډاکتر کبير رنجبر وويل ،  په هغو سيمو کې چې امنيت ښه دی هلته دې سرشمېرنه تر سره شي ، د ټولو ګډون کوونکو له سخت غبرګون سره مخامخ شو . 
په پای کې ښاغلي عبدالجبار څپاند د سيمينا رمطبوعاتي خبرتيا او پرېکړه ليک ولوست ، چې د ټولو له خوا د رايو په اتفاق تصويب شو او ګډون کوونکو له پرېکړه ليک سره په مل فورمو کې د ملاتړ لپاره لاسليکونه وکړل .
په پرېکړه ليک کې د افغانسان له دولت ، ملګرو ملتونو او ټولو تمويلوونکو ادارو څخه غوښتنه شوې وه ، چې سرشمېرنه دې تر  2010 ز کال پورې وځنډول شي .