
ښځه دسړي له سره نه ده پيداشوې ، چې بيا به پرې ځان لوړ شميري او نه يې له پښې پيدا شوې ، چې بيا به يې سړی سپکه ګڼي . بلکې له پښتۍ يې پيدا شوې ، چې ويې ژغوري او تخرګ لاندې يې وي .
کله ، چې د ښځې فکر د شر لور ته ولاړ بيا يې هيڅ ډول دسيسه نه شي ناکامولی .
کله ، چې د سړي زړه د انديښنو په وريځو کې پټ شي ، د ښځی په ښکاره کيدو دوريځو پردې څيرې شي .
ښځه ، چې مينه شي د خپل زړه په پار ځان قربانوي او که له چا يې زړه بد شو بيا هغه قربانوي .
که چيرې ښايسته ښځه ښکلې مرغلره وي بيا نو فاضله ښځه خزانه ده .
که چيرې ښځه طبيعي عيب وي ، له شک پرته دا بيا د طبيعت تر ټولو ښه عيب دی .
ښځه مينه څلويښت کاله پټولای شي خو کرکه يوساعت هم نه شي پټولای .
تر ټولو ناپوهه ښځه هغه ده ، چې دا ومني ، چې مينه به په رښتيني ملګرتوب واوړي .
په کوم کور کې ، چې دښځې غږ د ميړه پر غږ لوړ شي هلته دنيکمرغۍ دروازه وتړل شي .
داسمان تر چتر لاندې ستر غل د ښځې په سترګو کې پټه ښکلا ده .
بې حيا ښځه لکه بې مالګې خواړه ، بې موسکا ښځه دستړيا لامل .
د سړيو ټوله فلسفه د ښځې له يوې عاطفې سره نه ده برابره .
سړی که د ښځې له زړه سره مقاومت کوي لکه د بحر څښلو ته ، چې اړ شوی وي .
د ښځې اوښکې داسې توپان دی ، چې تر ټولو غښتلی لامبوزن هم په کې ډوبيږي .
د ښځواوښکې له هر قانون څخه اغيزمنې دي .
ښځه د نورو د رازونو په پرتله خپل راز ښه ساتي .
ښځه ستره شتمني ده که ځان وپيژني .
ښکلې ښځه هغه ده ، چې دمينې خبرې يې پر شونډو ولړزيږي . ( شوبان)
ښځه په مينه کې خپل درناوی او په غيرت کې خپله مينه له ياده وباسي (بلزاک)
ښځه ستره کلاده ، که زړه يې پريوت دا هم پريوځي .
ښځه که هر څومره چغنه وي مينه ورته چوپتيا ورزده کوي ( روشبرن )
ښځه غوره نيمايې ده که ظالمه وي يا مظلومه .
کيدای شي ښځه له خيانته مخ واړوي خو هيروي يې نه .
کله ، چې ښځه وژاړي د سړي ځواک اوبه شي .
پوښتنه وشوه ، چې د غل او ښځې تر منځ پوپير څه دی ؟ ځواب يې ورکړ : غل به دې مال يا ژوند واخلي او ښځه دواړه .
ښځه د ژوند تر وروستۍ شيبې پورې شل کلنه وي .
ښځه پر خپلې موسکا اور بل کا بيا هسې عبث خواري کا ، چې پر اوښکو يي مړ کا .
که له ښځی هر څه واخلو دمورولې وياړ يې بس دی .
فيلسوف يوه ښځه وليده ،چې ځان يې په ونه کې راځوړند کړی و ، ويې ويل کاش ! چې ټولو ونو دغسې مېوې نيولې وای .
ژورنالېست له ښځې پوښتنه وکړه ، کله پوهيږو ، چې ښځه درواغ وايي ؟ ښځی ځواب ورکړ کله ، چې يې شونډې وخوځولې .
دنړۍ د تاريخ په بدلون کې له سړي څخه د ښځی رول ډير دی .
واده دمينې د قصيدې نثري ژباړه ده .
ساده سړی له ښځی غواړي ، چې ورسره مينه وکړي خو باتجربه يې مينې ته اړباسي .
ښکلا داده ، چې ښځه څرنګه چلند کوي نه دا ، چې څرنګه ځان ښايسته کوي .
د ښځی په ژوند کې درې ماشومان شته : هغه ، چې په ګيډه يې و ، هغه ، چې زيږولی يې و ، هغه چې واده يې ورسره وکړ .
کيدای شي سړی له واده سره نيکمرغه شي ، طبيعي ده چې دلور له واده سره (شارلز لوتون ) .
ښځه د لو په ورځ غوره کړه نه دنڅا په ورځ ( يوګوسلاوي متل )
په کوم کور کې ، چې چرګه کټيږي او چرګ غلی وي هغه ړنګ دی .
له مور سره دې د بحر غاړې ته او له ميرمن سره د بحر منځ ته ولاړ شه .
مينه له واده وروسته راځي .
ښځه له واده مخکې او سړی له واده وروسته ژاړي .
اکثره دواده لومړۍ ورځ د مينې وروستۍ ورځ وي .
ښځه يوازينی اړخ دی ، چې د واده له شرکته ګټه پورته کوي .
ښځه تر هغې دراتلونکي په غم کې وي ، چې واده وکړي او سړی له واده وروسته .
دښځی هېواد ميړه دی .
د سپوږمۍ رڼا ته ښځه مه غوره کوه .
ښځه په دوه ډوله ده : يوه دسړی لپاره کور جوړوي او بله دکور لپاره سړی ، چې ستره ښځه همدا ده .
کله ، چې د خپلې ميرمن پر وړاندې دبلې ښځی ستاينه کوﺉ دا کنځل دي .
ښه او روغه ښځه دسړي تر ټولو بډايه پانګه ده .
که سړي پوه شول ، چې ښځې يوازې وي څرنګه خپل وخت تيروي هيڅ واده به يې نه وکړی .
هغه ، چې ښکلې ، زيرکه او مخلصه ميرمن لري ټولې ښځې دده دي .
کور ډبره نه ده ، ښځه ده .
ترهغې ، چې دسړي ميرمن ژوندۍ وي سړی د واده په اړه د رښتيا ويلو وس نه لري .
که د لور واده دې کامياب شو زوی دې وګاټه او که ناکام شو نو لوردې له لاسه ورکړه .
کورنی ژوند شرکت دی ، ميړه له تدبيره کار اخلي او ښځه له تبذيره .
په نړۍ کې پيغله واده غواړي کله ، چې واده شي بيا هر څه غواړي .
کله ، چې ښځه له کوره ووځي سړی بيا د کور مشر شي .
که غواړی ، چې کورنۍ نيکمرغي دې پاتې شي نيوکه مه کوه .
د ښځې دښېګڼې تر ټولو غوره معيار دميړه روغتيا ده .
د کامياب واده لومړنۍ او وروستنۍ ستن مينه ده .
نيکمرغه کورونو کې شور نه وي .