
نن د اګست په ۱۹ نیټه د اوکراین جمهوریت د ادیسی په ښار کی د ادیسی ادبی ټولنی له خوا د افغانستان د خپلواکی ورځ د یوی ادبی ناستی په تر څ کی ولمانځل شوه.
پدی ننی غونډه کښی دادیسی د ادبی ټولنی ځوانانو د افغانستان د خپلواکی د ورځی په مناسبت خپل شعرونه ، مقالی او ادبی ټوټی ولوستلی .
او دا ورځ یی د افغانستان په تاریخ کی د مهمو ورځو څخه یوه ورځ وبلله .
او په اخیر کی د ادیسی د ادبی ټولنی ځوانانو دا غونډه د یوی مقالی په ترتیب سره پای ته ورسوله
د افغانستان د خپلواکی ورځ او شاه غازی امان الله خان
غازی امان الله خان د امیر حبیب الله خان ځوی په ۱۸۹۲ د جون په اوله نیټه دی کابل په ښار په کی دی نړی ته سترګی غړلولی دی .
غازی امان الله خان د افغانستان د خپلواکی د ورځی بنسټګر شخصیت بلل کیږی او د دغی ورځی افتخار د غازی امان الله د پاچاهی په دوره کی له نن څخه ۹۲ کاله د مخه د ګران افغانستان په برخه شوی دی .
غازی امان الله خان د خپل پلار له مرګه وروسته په لومړی ځل خپل ځان پاچاه اعلان کړ .
غازی امان الله دغه وخت یو ځوان و خو د ده هدفمندی ارادی ، لوړی حوصلی او وطن پرستی عقیدی دای د افغانستان د خلکو ملاتړ وګرځاوو او دغه لار کښی یي له دیر جد او جهد وروسته ګران افغانستان یو خپلواک هیواد اعلان کړ .
غازی امان الله خان د خپلواکی په ورځ ځپله یوه لنډه اعلامیه خپلو خلکو ته داسی واوروله .
زه ځان او خپل هیواد له کورنی او بهرنی نظره په تمامه معنی خپلواک ، مستقل او خودمختاره اعلانوم .
زما هیواد به وروسته له دی د نړی د نورو قدرتونو او هیوادونو په څیر خپلواک وی ، هیڅ خارجی قدرت ته به یی د سر د یوه وښته په اندازه اجازه ورنکړای شی چی زموږ په داخلی او خارجی مسایلو کی لاسوهنه وکړی ، که څوک وغواړی پدی کار لاس پوری کړی ( توره یي پورته ) په دی توره به يي سر پری کړو .حاضرینو ناری کړی
الله اکبر و نصر من الله و فتح قریب
تل د وی افغانستان ژوندی د وی امان الله غازی
شاه غازی امان الله خان یو ډیر عادل ، وطن پرست او افغان پرست شخصیت و
ځکه چی ده خپل وطن پرسته او خپلواک پرسته ارمانونه هغه وخت خپلو خلکو ته په ثبوت ورسول چی افغانستان یي د اسد په اتویشته خپلواک اعلان کړ .
نو اوس د افغانستان اولس او دولت ته دا په کار دی چی د دی ورځی د لمنځلو په ارزښت په عملی ډګر کی ځانونه پوه کړی .
ځکه چی موږ له ننه دوه نوی کاله پخوا د یوه ځوان غازی د مشر په توګه د لوی افغانستان خپلواکی ترلاسه کړی وه ، مګر اوس د لسګونو ، سلګونو ، حتی زرګونو غازیانو ، فدایانو ، شهیدانو ، علمانو او سیاست پوهانو په شتون کی بیا هم خپلواک نشو .
نو دا د دی معنی ورکوی چی زموږ هدفونه شوم او ځان غوښتونکی یو .
وطن پرستی ، پاکی عقیدی ، عدل او انصاف نشته دی . بل خوا بی پر وایی او د غفلت خوبونه دی چی پښه او څپلی مو نه سره برابریږی .
خو لا هم وختی ده چی له دغی ورځی په عملی ډګر کی د یون الهام واخلو او خپل وطن په سالمو ، وطن پرستو عقیدو او نظریو سره تل ازاد او خپلواک وساتو .
د ادیسی د ادبی ټولنی د مشرتابه شورا