نړۍ داګسټ مياشتې پر19مه :

 

غازي امان الله خان
_ په کال 1888 زکې دلومړي ځل لپاره په نړۍ کې  دبلجيم په هېواد کې دښکلاسيالي ترسره شوه ؛
_ په 1919 ز کال کې افغانستان، د غازي امان الله خان په مشرۍ، له انګريزانو خپلواکي تر ﻻسه کړه.
_ په کال 1946 زکې دامريکاپخوانی جمهوررييس ((بيل کلينټن )) Bill Clinton زېږېدلی ؛
_ په کال 1960 زکې دلومړي ځل لپاره له نړۍ څخه ژوي بهرنۍ فضاته وړل کيږي . دغه ژوي د((بېلکه اوسترېلکه )) په نوم دوه سپي وو ، چې دپخواني شوروي اتحادپه ستورمزلي کې سفرکوي اوداګسټ په 21 مه نېټه بېرته ځمکې ته روغ رمټ راوړل کيږي ؛
_ په کال 1991 ز په روسيه کې دکمونستانوله خواد((ميخايل ګرباچوف ))Soviet President Mikhail Gorbachev پرضدديوې  کودتا August Coup هڅه وشوه ، چې موخه يې دشوروي پايښت و لېکن زيات يې دوام ونکړ .