
نيټه: ٢٧\٥\١٣٩٠ - ١٨\٨\٢٠١١
کابل - افغانستان
آزاد پيــــدا يــــــو پـــــه هـــــيڅ وخـــت کــــــې اسارت نه منو
ســـــــــــــــــر او مــــــــــــال دواړه جـــــارؤ ژوند د ذلــــــــت نه منو
مـــــــــوږ خپــــلی ويــــنی تــــــويـــوؤ د ننګ ناموس په لارکې
پرپت مو مرګ هر آن دی خوښ، خو پست همت نه منو
استاد "خواخوږی"
د هـــر څـــه مخـــکی د انګـــريزانو څخــه د هــېواد د خپلــواکی د تــــرلاسه کولو ٩٢ کليـــــزه
د خواخوږی ادبـــــــی او کلتـــوری ټولنـــی مشرتابه او ټول غړو لخوا د افغانستـــــان اسلامـــی جمهوریت ولسمشـــر ښاغلـــی حـــامد کـــرزی، د دولت مشرتابه اوګرانو هېوادوالو ته د وطن دننه او د نړی په ګوټ ګوټ کې مبارکی وايو.
د اتلسمی پيړی په پای او نولسمی پيړی په پيل کې انګريزانو د سوند او انرژی موادو ترلاسه کولو په پلمه د هند نيمی وچی سيمه تر خپلی ولکی لاندی کړی او بيا ېی پر افغانستان هم يرغل وکړ چی افغان بيوزلی ولس د خپلی اسلامی جذبی او ملی احساساتو له مخی د دريو لويو جګړو سره مخامخ او د نړی لوی ښکيلاکګرو ته چی په توپ او د هغه وخت په مدرن وسلو سمبال وه ماته ورکړل او د لوی برطانيی ستره امپراطوری ېی د نړيدو سره مخامخ کړه.
د برطانيی د (١٨٧٩) کال د باندنيو چارو وزير لارد ليټن هغه خبره چی په هند کې و خپل وايسرای ته ليکی وه چي: "له دی وروسته افغانستان د يوه هېواد په توګه موجوديت نسی لرلی...د انګليسی قواوو لخوا پر افغانستان پوځی پرغل بايد دومره دوام وکړی چی افغان ملت د انګليس اطاعت سره عادت پيدا کړی او د انګريزی امپراتوری په زور پوه سی."، په اوبو کې لاهوسوه.
لارد ليټن په دی نه پوهيدی چی يو مظلوم ملت په وږی نس، تش لاسونو او لڅو پښو د لوړ همت او غيرت لرونکی او په اسلامی او ملی غرور سمبال هيڅ کله د مرئيتوب ژوند ته غاړه نده ايښی او نه ئی ايږدی.
په (١٩١٩) کال کې د هېواد ستر اتل اعلحضرت غازی امان الله خان د افغانستان خپلواکې رسماً اعلان او بيا د انګريزانو لخوا په رسميت وپيژندل سوه خو ښکيلاکګر د هغه ورځی څخه لا تر اوسته په آرامه ندی ناست، کله د روس ښکيلاک او کله د نړيوال تروريزم او ګاونډيانو لخوا په مختلفو نومونو او رنګونو د آزاد افغانانو په پاکی خاوری تيری سوی چی په اسلام او وطن مينو غازی مجاهدينو لخوا ورته خوله ماتونکی ځوابونه ورکړل سوی دی او په دغه وروستی لسيزه کې د تروريزم او ترهګرو سره د مبارزی لپاره د نيمی نړی هېوادونو پوځيان بيا افغانستان ته راغلي، د دی پر ځای چی د تروريستانو اصلی پټنځايونو او ځالو ته ولاړ سی زموږ د بی دفاع او غم ځپلی افغانانو په وژلو بوخت دی او د ځينو بهرنيو سياست والو او هېوادونو تمه دا ده چی په زموږ ګران هېواد افغانستان کی د فدرالی سیستم د رامنځته کولو سره افغانستان وويشی "تجزيه کړي" خو ارواښاد استاد بينوا څه ښه ويلی دي:
څــــو چـــی پــاتــی يـــو افغــان وی – تــل بــه دا افغانستان وي
تل د وی افغان ملت – تل دی وی افغان ملت ملی وحدت
هو!
ښکيلاکګر چی په هری پلمی او هيلی دغی پاکی خاوری ته راغلی دی بايد پوه سی چی د اتلسمی پيړی د لاردليټن او شلمی پيړی د بريژنيف غوندی د دوی خوبونه به هم لاهو سی. افغانان د هری پيښی په مخ کې يو دی او په ملی يووالی سره د بهرنيانو په مقابله کې ګډون کوی.
په وطن مينو افغانانو!
ښکيلاکګرو تل مدام د افغان ملت تر منځ د بی اتفاقی او تاوتريخوالی تخم کرلی دی خو ويښ افغانان بايد پوه سی چی زموږ شتون او بقا په ملی يووالی کې ده.
که تــه وای چی زه يـم، زه وايم چی زه يم - نه به ته ېی نه به زه يم
که ته وای چی ته ېي، زه وايم چی ته ېی – هم به زه يم هم به ته ېي
ګرانو هېوادوالو!
د تاريخ د دغه نازکو شيبو په دَرکولو سره بايد خپل ملی يووالی او هم ږغی ټينګه کړو، د خپلو نيکونو په شان خپله پاکه خاوره د ښکيلاکګرو څخه وساتو او مظلوم ولس د بی ځايه وژنو څخه وژغورو.
د ملی ولسواکي، خپلواکی او ملی يووالی د ساتنی په هيله.
تل دی وی خپلواکی اوملی يووالی
الحاج غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر