
د لکڼو د ایوب خېلو سیمې اوسېدونکی اسلام الدین وایي ، چې د ښاروالۍ کارکوونکو یې په ۱۲فامیلیو کې د پچې اچونې له لارې خپله کړي نمره اوس د بل چا نوم ته اړولي ده .
د اسلام الدین پلار معین الدین دخوست ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل چې ۵۲۷نمبر نمره یې د شفافې پچې اچونې په پایله کې د نوموړي معیوب زوی ته وتلي وه .خو د موقعیت د ښه والي او د لوړ قېمت د درلودلو له امله د ښاروالۍ مسوولینو اوس د شاجهان نوم ته اړولي ده .
نوموړی زیاتوي ، د خپلې نمرې لپاره یې دوه ځلې پنځوس ، پنځوس زره افغانۍ د خوست دولتي بانک ته تحویل کړي،اوېزونه یې په لاس لري .مګر کال وروسته بانک ته د دریم قسط پیسو د تحویلولو پر وخت د یادې ستونزې سره مخ شوی دی .
معین الدین وویل ۵۲۷نمبر نمره ( ځمکه ) د عمومي سړک سره جوخته پرته ده ، چې تر ۱۰۰لکو افغانیو پورې ارزښت لري .کېدای شي ، د ښاروالۍ له خوا په همدې خاطر د دوی په حق تېری شوی وي .
نوموړي د ښاروالۍ ریاست د ځمکو د توزېع کمیسیون پر غړو هم تور پورې کړ، چې د دوی حق یې د ښاروالۍ ریاست د پخواني مرستیال ورور ته د پیسو په مقابل کې ورکړی دی .
د معین لدین په وینا دغه نمره ځمکه یې زوی اسلام الدین ته د پچې اچونې په پایله کې وتلي وه ، زوی یې په دواړو پښو معیوب او په زده کړو بوخت دی اوتر دې وخته د دغې ستونزې له امله زیات دردېدلی او ستړی شوی دی .همداشان مقابل لوری یې بډایه او شتمن کس دی او د پیسو په زور یې دوی بې ځایه سرګردان کړي دي .
معین الدین او معیوب زوی اسلام الدین یې له دولت څخه غوښتنه کوله، چې د ښاروالۍ د رهبرۍ او د نورو کارکوونکو د کړنو سمه څارنه وکړي ، ترڅو په ناحقه توګه دخلکو د ځورولو مخه ونیول شي .
دا په داسې حال کې ده ، چې دوې ورځې وړاندې د خوست د ښاروالۍ مشرتابه له دندې څخه دناوړه ګټې اخېستلو په تور عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی .
د یادولو وړ ده ، چې نن دخوست په ښار کې د لاریون په پایله کې د هغه اقدام ملاتړ وشو، چې ځينې چارواکي له موقف څخه د ناوړه ګټه اخېستلو په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي د ي.
نېټه :۱۳۹۰/۵/۲۷
ورځ :شپږم ( پنج شنبه )