بې خونده خبرې(۱۲): موبايل اور منی سکرټس پرباندی

 وسیم سجاد، کابل
اګست۲۰۱۱،۱۳
د نیپال په پوکهارا شهریه کی، ارباب اختیار د نظم و ظبط د قایم ساتلو لپاره په سکولیانو باندی سختی پابندیانی لګولی دي چی په لاندی ډول دي:
الف: مني سکرټس (له ټوټکیو بره/زنګنو ډیر بره لنډه او تنګه لمن)به نه اغوندي (دا د جینکو لپاره)
ب: ۱۸-۱۶ کلونو پوری ماشومان باید موبایل فون استعمال نه کړي
ج: په ټپ ټپی به نه سوریږي
خو حکومتي چارواکو له حکمت عملي کار اخیستی دی هغه داچی مخکی له دی چی پابندیانی عاید کړي د سکولیانو له والدینو، معلمانو او ارباب اختیار ګډه غونډه نیولی، مشاورت یی سره کړی او ګډی نتیجی ته سره رسیدلي دي. د نیپال د ماشومانو پالونکی اداری یو غړي همراج برل ویلي چی په ټپ ټپی یی ځکه پابندی عاید کړی ترڅو د ماشومانو د تحفظ خیال وساتل شي.
په دی حکم سره هغه جونی او هلکان چی نهایت غلیظ فیشن کوي او یا هم په ټپ ټپي سواري کوي سخت خپه دي. خو دوی وایی چی په منی سکرټس باندی یی ځکه پابندي لګولی ترڅو د اخلاقی اقدارو ساتنه په پوره ډول وشي. جینکی باید ددی څخه وروسته پوره پتلون په ځان کړي.
له بی بی سی اُردو څخه په مننی
نوټ: هیله دی چی طبیعت مو نه وي خراب شوی، ما پاکستانی پښتو لهجه استعمال کړی تر څو از روز ازادی پاکستان بزرګداشت به عمل اورده باشیم.
زما تجزیه:
طالب جان هم په مونږ پابندیانی لګولی وی چی په لاندی ډول وی:
الف: ږیره به له موټي وځي
ب: مکتبیان به لونګی په سره وي
ج: سی.ډي به نه اوری، تلویزون به نه ګوری(هیڅ نه وو)، موسیقی حرامه
د: خولی په سر، د ویښتو لپاره ددوی خاص موډل، او څه او څه
ح: سګرټ څکول حرام، نسوار روا
بس نور به څه لیست اوږدوم، دوی یوه ځانګړی د منکراتو اداره هم لرله چی مولوی قلم الدین وو او که کوم بل یو یی مشري په غاړه لرله.
دوی بدی پابندۍ نه وی لګولی خو ستونزه په دی کی وه چی خبره یی له هیچا سره نه وه همغږی کړی. په خپل سر یی د ا بره شیان عملي کول. خو نیپالیانو چی دوی (مولایان) یی بی عقله قوم بولي په ښه توګه وکولای شول چی په خلکو خپلی پابندیانی بی له دی چی نړیوال فشار ورباندی وارد شي، او یا یی هم د بشر حقوقو کمیسون تنګ کړي، عملي کړی.
طالب لاړ خو خلک اوس هم تری خپه دي؛ خو په نیپال کی کیدای شي خلک د حکومت په دی فیصلی خوښ وي او تر حد الوسه به یی تری تشکري هم کړي وي چی بچی مو لوی شه چی داسی نیکه فیصله مو ترسره کړی. خو طالب ته بیا خلک کنځا کوي؛ کیدای شي ځیني به وایی چی دا هغه کسان دي چی په دینی چارو کی کمزوري دي او یا هم د منافقینو لیست کی د ځای نیولو شرف یی په برخه کیږي خو زما ځواب لنډ دی:
زمونږ د کار کولو روِش غلط دی. له هغی لاری چی مونږ ازادي غواړو، مونږ نور هم غلامان کیږو. له هغی لاری چی مونږ ملت ته ځان نږدی کوو نور هم تری لری کیږو.
طالب په اسانه کولای شول چی په سګرټو، کسِټونو، ډیش ټی وی ګانو یی ټکس بره بولی وای؛ نو تر یو حده به ځینی کسان تری منع شوي وای او که بیا هم نه کیدل، نو ټکس به یی بیا بره بولی وای. نه به د نړیوالی ټولنی سره په لانجی کی وای او نه به ورکیدل.
حیران لا دی ته یم چی اوس یی خو په نوو ابتکاراتو لاس پوری کړی:
الف: په لونګی کی بم غوټه کول. هلکه لونګی والا دی خو خپله سپک کړ. نور به لونګی له سخت سکیورټي چِکه تیریږی.
ب: د ښځو خودکش، نور به د پښتون ښځه چی د چادری په غضب هم ګرفتاره دي، چادري لری کوي. او ددی ترڅنګ چی خوشخبري دی هغه دادی چی له طالبانو مننه چی ښځو ته یی په دندو موندلو کی مرسته وکړه. کله چی د ښځی لباس خطرناک شو نو باید ښځی تلاشي شي او دی لپاره به هزاره او یا هم تاجکي خورکانی په دندو ګومارل کیږي.
 
 په کابل کی اخلاقي ابتذال:
۱.د ښځو ګمرا کوونکی لباس او دمولایانو چوپتیا:
په کابل کی جینکی ډیری هوښیاری دي. د طالب له سقوط وروسته یی چادري اغوسته. ورو،ورو یی چادري په کورتی واړوله. او د کورتی لاندی یی پتلون اغوسته. کورتۍ لنډی شوی. پتلون چسپ شو. بیا تنګ جاکټ راووته چی اناردانی په کی ښکاره راوتلي وي. د جینکیو ټوله هڅه په څو څیزونو وي چی راویی باسي او د ږیرو او بی ږیری توجو ځانله جذب کړی:
الف: اناردانی
ب: ملا، ترڅو ځان کمر باریک وښیی
ج: کوناټ چی ادبي نوم یی بکسه، ډیټابیس، میډم هم بللی شو(د لازیاتو نومونو لپاره زیار او شپون ته مراجعه وکړی)
د: پټی: ویل کیږي چی ځینی د پتلون لاندی نوری ټوټی ږدي ترڅو پټی یی غټی مالومی شي.
کابلیان چی یو وخت با فرهنګه خلک بلل کیدل اوس له بد اخلاقي زوال سره مخامخ دي چی حتی دی مسلی په هغو کلیوالو چی کابل ته راځی هم بد اثر کړیدی.
تر ټولو بد اخلاقی زوال له موبایل ټیلیفون څخه پیل شو. بیا وروسته ډالري معاشات؛ او له هغی وروسته پوهنتون، دانشګاه؛ او ددوی څخه وروسته خصوصی تلویزونونه او بیا وږي هلکان.
دومره پړه په هلکانو اچول هم نه دی پکار. دلته مسلکي سپین ږیري هم د ملامتولو دي. سړی به حیران شي چی مونږ د داودخان له وخته په جهاد پیل کړیدی. خو تراوسه پوری مونږ کابل هم اصلاح نه کړ. تراوسه زمونږ د محکمو قاضیان جماعت نشي ورکولی، لمونځ یی سیی نه دی زده. حتی شپږ کلیمی مو سیی نه دی زده. د کلیمی طیبی په پوره مانا نه پوهیږو، تراوسه په لمانځه کی د دعا قُنوت پرځای دری واری قل هوالله وایو. تجوید خو بیا لری خبره ده.
په کابل کی د  جینکیو لباس خو داسی دی چی پښتون یی ښځی ته د شپی نشي اغوستلای دورځي خو باید د څو نفرو لکه پلار، مور او مشری خور له ستوغو تیر شي. او ددی امکان هم شته چی پلار یی له ښځی سره یوځی له کوره وباسي. بس ږیره زما واک یی د مُلا!!!
نن سبا خو جینکی برجس، لیګینګ، پرماهی او ... شیان اغوندي. د سړی غوصه خو په دی ورته راځی چی له یوی خوا ځان دیموکرات ګڼی خو که لږ څه دی  ورته وویل بیا نو وایی درباره مه باید فکر غلط نداشته باشي.
سړی حیران په دی وي چی جلکی د پلار مینه دی ورانه شه!!! پردی لور یی او زه پردی ځوی. ماسره دلته څه کوی چی لاس راسره اچوی؟ او سوځوي دی په دی  چی درته ووایی چی درباره مه فکر غلط نداشته باشي. نو فکر غلط نور څه ته وایی؟
مُلایان چی ځانونه ددین وارثان بولي چوپه خوله دي. نه یی کوم لاریون وکړ، نه یی کومه فتوا صادره کړه نه یی کوم ښکاره او پټ اقدام وکړ چی دداسی پیښو مخه ونیسی. کیدای شي دوی ته هم خوند ورکوي خو خوند به هغه وخت وکړي چی بیا لورته څه ووایي او بیا ورپسیا پولیس راولي او یا ناست وي د خپلی لمسی کلیپ په موبایل کی و ګوري!!!
بله بدبختي د نور جهان اکبر وه چی څه موده وړاندی یی په کابل کی ترسره کړه—این سرک از ما هم است!!! د بی.بی.سی کوم خبر وایی چی هغه ښار چی جینکی ډيری په کی ځورول کیږي د کابل ښار دی. جلکی به په سرک لری تیریږي، په موټر کی ناست به له کړکی لری سر راویستلی وي او غږ به کوي: دوستت دارم، کوکی زري او څه او څه.
زمونږ مُلایان یا جهاد کوي او یا چوپه خوله پاتی کیدل. شیخ فریده پټه خوله بهتري ده.
۲.د هلکانو لباس:
د هلکانو لباس هم په پوره ډول ګمراه کونکی دی. چسپ پتلون به یی اغوستی وي چی هرڅه یی پکی بهر پراته وي. نیکر به یی له پتلونه راوتلی وي او د سُورین دیوال  به یی ښکاري. شونډی به د جینکیو په ډول سری کوي. ویښتو باندی به په سلګونو پیسی مصرفوي. په غاړه کی به یی غاړه کی وي. په لاس کی به یی کړه وي،او په ګوته به یی ګوتیی. لسګون به نه مومي خو جینکیو ته به فری کریډټ لیږي. په جینکیو به بی ځایه خرچی کوي او ... هلکان سخت په شیک پوشی عادت شویدي چی د امریکایانو له وتو او د ډالري معاش په ورکیدو به یی ...غار شي. بیا به حل دا وي چی غلا ته مخه کړي؛ کیسه بوري وکړي؛ ډاکو ګري او... ځکه که په قطغ کی مالګه کمه وي
مُلایانو په دی اړه هم څه اقدام نه دی کړی. نه یی د سلماني دروازه ورماته او نه یی هم هلکان کیبل ته واچول.
۳.د خلکو بده رویه:
کابل او ولایتو کی د خلکو خبری کول او الفاظ ډیر چټي شویدي. یو خو د ظهیرالله (بابو جی) کلیپونو په وړو،زړو ټولو په مساوي توګه اثر کړیدی. یو وخت یی د ولامبه اصطلاح راویستلی وه چی په پیښور او دلته(افغانستان) کی خلک په لوی غضب اړولي وو. که ګوذاره ونه کړی نو په ورځ کی به څلور جنګه کوی او فکر نه کوم چی کومه ورځ ګریوان روغ کورته ویسی.
که په دوکاندار دی څو توکی راښکته کړل، خوښ دی نه شول، نو درته وایی به چی کله ایت به خریدار نه می مانه.
په سرک به درته ټکسي والا وایی چی چشم نداري. یوه ورځ افغان یونایټیډ بانک ته لاړم. هوری می د بانک د اجرایوی شوری غړي موسی فریور سره لیدل. فریور به تاسو پیژنی چی په سیاسی یحثونو کی د″ به هر حال پرځای″ تل ″به همه حال″ وایی. د پوهنتون استاد هم دی. حزبي دی. دوه ځلی پارلمان ته کاندید شو خو دواړه ځلی ناکام شو. خبره اوږده نشي. بانک په دروازه کی می فکر نه وو، ما ویل کیدای شي اتومات وي. چی پری ورغلم، سر می په شیشه ولګید. په دروازه کی ولاړ پولیس راته وویل احتیاط کو. له فریور سره د یوی اوږدی ناستی چی راوتم. په بیل سوچ کی وم. ګړز. سر می ولګید. پولیس په ستوغه راته وویل: بسیار بی احتیاط استي.
خو د پیښور دصدر په ارشین کی داسی نه دی. دروازه به، ولاړ دربان درته خلاصوي. هری الماری ته به دی بیایی. مختلف جنسونه به درته ښیی که خوښ دی نه شول نو وایی به: هیڅ خبره نه دی. که خرید دی وکړ نو سودا به درسره ترموټره وړي. که ښځه دی په موټر کی مُنتظره وي، نو دا به درته بل ویاړ وي.
۵.دحکومتي مامورینو بده رویه:
حکومتي مامورین؛ خاوری دی ددوی په تحصیل او تعلیم شي. زړه می دی چی معلم ته یی څو کنځا وکړم. د تذکرو له مسولینو دی خدای(ج) ساته. کار به وچ په وچه درته ځنډوي. له ځانه به دی لری کوي. وایی به امروز قوارِش چپ کو، صبح همراهیش میبینیم.
سبا به درته وایی چی دا زمونږ مربوط نه دی هغه بلی شعبی ته لاړ شه او بیا به دی هسی ګرځوي. پولیس او ترافیک یی خو هغه ړوند قوم دی چی الله دی ورسره مه ګرفتاره وه. زه یی یوه ورځ چی له تورخمه راوختم ونیوم.
ما ورته ویل هلکه زه افغان یم. ولی دی ونیوم؟ هغه پاکستانی چی تیریده ولی دی ونه نیوه؟ ده راته ویل چی پاکستانی می نه پیژنده. نو د الله(ج) په غضب ګرفتار شی!!! زه دی ولی ونیوم؟؟؟ له پاکستاني پولیسه به په څو کیلومیتری کی ډاریږی خو افغان پولیس، بیا یی خلک ډبوي. حکومتي مامور که معلم دی؛مدیر دی؛ امر دی؛ هرڅه؟ په هره کچه که د وړی شعبی مُدیر دی او که د پوهنتون اُستادِ محترم دی، اکثریت یی په اخلاقي فساد ګرفتار دي. د پوهنتون اُستاد به شاګرد ته کمی نومری ورکوي ترڅو ښځینه شاګردانی ورته زنګ ووهي، ګپ ورسره ولګوي او بیا استاد ناجایزه اړیکه ونیسي او د کوم څه ځانګړی تقاضا تری وکړي؛ نومری ورته اضافه کړي. مذکر شاګردان به بیا ورته عذر کوي چی خیر دی نور... د کرزي د حکومت په اوایلو کی د مزار د کوم استاد کلیپ هم خپور شو. د ټول ټاکنو د کمیسون یو کمیشنر ښاغلی استاد رفعت هم داسی کومه لانجه لري. د ډاکټر صیب عبدالله پیښه یی هم ددی یو ډول درواخلی.  خو خبره بل ډول دی. ډیرو ته به د ډاکټر دا پیښه د شرم یوه حادثه ښکاره شي خو په یاد لری چی ډاکټر په دی کریډیټ اخلي او ځان به ډیر دیموکرات ښیی. ځان به امریکایانو ته نور هم نږدی کوي. او دا به ورته د ډیموکراسی په عملی کیدو کی یو بل ستر افتخار وي.
که دبره یاد شوو عناوینو د مخنیوي لپاره حکومت جدي کمپاین ونه چلوي نو واخر دعونا وانِ الحمدو لله رب العلمین!
leekwal@yahoo.com