بلاله!

بلاله!
ستا  د اذان نوا ده ورکه په ماښــــــــــــــام بلاله
اوس روژه ماتی به کوم په کوم امــــــــــام بلاله
ته وې د مور د زړه  دوينـــــــــــو د غـو ټېو پرخه
اوس راورېږې مــــــې د زړه په اور مــــدام بلاله
د اسلام دين او د پښتــون په نوم ډ غر ې  وهي
اصلـــــــــــي نا مرد دی بېلــوي رانه ګلفام بلاله
ستاجدايي کړم ســـــندريزه د نغمـــــو په کوګل
سلګـــــۍ د غم غـــواړ ي رباب نن داعلام بلاله
نن مې د اوښکو ډيوې داسې غمځپلې شولې
چې هر فريادې کړي فغـان  دا ستا په نام بلاله