
نږدې يو کال کیږي ،چې دکابل بانک ستونزې افغانستان او نړۍ پر سر رااخستې ده او لامل يې هم څرګند دی، چې دافغانستان بانک خپله دنده په سمه توګه نه شوه تر سره کولی او ان دا چې دبانک چارواکو ورسره دجوال خوله نيوله وه او يو څو لنډغرو ، قماربازانو د دې مظلوم ملت پر څو روپيو په دوبۍ او لندن کې عیاشي کوله . بانک په لسو کلونو کې دولسمشر له ورورڼو ، وزیرانو ، په اصطلاح دملت استازو ( پارلمانیانو ) او نورو ددقدرت پر نشه مستو جنګسالارانو ته رشوتونه ورکول.
اخر ، چې امریکايي رسنیو يې خبره رسوا کړه او هغه هم ددې لپاره ، چې پیشو داللهلپاره موږک نه نیسي غوښتل پر کرزي فشار راوړي نو دا خبره يې بربنډه شوه. اوس يې نوم له نوم اخستلو تیریږو هغه افغان چارواکي ، چې دکابل بانک په اړه پریکړه وکړه او ددولتي څارنې لاندې يي ونیوه له افغانستان او تاریخ سره يې مرسته کړې ده که د کابل بانک دا لنډغر ونډه وال دولسمشرۍ تر بلې دورې پورې همداسې مست مست ګرځیدل نو باور وکړې ، چې ولسمشر به هم ددوی په خوښه ټاکل کيدل اوس هم دکابیني څو وزیران دکابل دپیسو له برکته څڼې پورته پورته غورځوي
دا لست روهي ویبپاڼې ته رااستول شوی دی او موږ يې له لاسوهنې پرته خپروو اودا هغه لست ، چې له فساد سره دمبارزې دادارې مشر عزیزالله لودین منلی دی.
يوه تن چې نه يې غوښتل د امنيتي ﻻملونو له امله يې نوم په ډاګه شي دا لست زموږ په اختيار کې راکړ او يوازې دومره يې ورسره ليکلي وو:
دزد های کابل بانک
براداران عزیز راپور جناب لودین صاحب درباره دزدهای کابل بانک وشاهین ایکسچینج که در ان راپور بسیار نفرهای معتبر سیاست داران وزیران مشاورین وکیل صاحبان پارلمان ریسهای بانکهای کمرشل موجود است.
يادونه: دا څلرم ځل دی، چې په مختلفو شکلونو سره دا اسناد خپروو خو څو ګړۍ وروسته بيا نه ښکاري. کيدی شي د دې ﻻمل تر شا کوم لوی ځواک وي. هيله ده، دا ځل موږ بريالي شو او که دا ځل هم ونشو، موږ به هڅه وکړو دا ﻻسوندونه په نورو طريقو قدرمنو لوستونکو ته ورسوو.