يادونه  فريادونه


شــو پـســـرلی خـلک سـیــلــونــه کـــوي
خــو زخــمـي زړونه فـــــریـادونــه کـــوي
د نــوي کـــال نـــوي خــــــبـرې کـــــــیــږي
نــوي نـغــمـې نــوي ســـنـدرې کـــــیــږي
بـلـبـل د ګــــــــــل ســره نـــازونــه کـــــوي
خــوزخــمی زړونــه فـــریــادونــه کــــوي
څومره رنګین دښتې اوغرونه ښـکـاري
خـوڅـه نــازک هــم دا وخـتونــه ښکـاري
دا ورځې شپـې څـومره خونـدونـه کــوي
خــو زخــمـي زړونــه فـــریـادونــه کـــوي
خـــلـک د نـوي ژونـــد مـېـلــې جــوړوي
نـوی لـبـاس کــــوي جــــــامـــې جـــوړوي
عـجـــوبه پـېـغـلې سـیـنګـارونه کــــــوي
خــو زخــمـي زړونه فـــریـادونه کـــــــوي
ګــــودرتـــازه شــومـازدیـګــــرتــازه شـو
دزړې مـــیـنې زوړ پــــرهــــــــرتـــازه شــو
د دیـــــدن تــږي دیــــــدنــونـه کــــــــــــوي
خــو زخــمـي زړونـه فــــــریـادونـه کـــوي
طــوطــیـان بـاغــو اوچــمنوکـې ګـــرځـي
بــزګــرپه خـپـلوشـنـو پـسـلوکــې ګـرځـي
نـجـونـې په نـوي رنـــګ ډولــونـه کــــوي
خــو زخــمـي زړونـه فــــــریــادونـه کـــوي
چـې لـــګــیـدلـی دې پـه غـــــشـو زړه وي
(جـهـانـه) خـونــد د پـســرلــي بـه څــه وي
خـونـد خوپه ستـرګـوکې جـنګونـه کــوي
خــو زخــمـي زړونــه فـــــریـادونــه کـــوي
محمدجهان لاروی