دهـــرچا په زړه دغـــــــم تــورې تـیارې دي |
په وطن کې مو نور څه شـته یو جګـړې دي |
د خـندا او خـــــــوشــحالی خـــــــــبرې نشته |
مهاجـــر یو په پردو ملکـو کــــې شــپې دي |
هغه سـپین سپین ستر من مـــــخــونه ویـنم |
په پردو کـوڅو کې ګـــرځـي بـې پــردې دي |
مري په منځ کې بې ګـــناه غـریبان کــــلــک |
زورا ورو لــــــــګــولــي ســـــره پـــښــې دي |
داسې پېښو ته به څنګه زړګـــی نه خــــورم |
د وطــــن دښــتې دارې په ویـنو ســـرې دي |
ماشومان موپه وخشت کـــې را لـویي ګــي |
بـې کـــتابـه بـې قـــــــلــم بې کــــتابــچې دي |
ســـــمه لار د لاروي نــه خـــــطـا کـــــــــــیږي |
د درنــوغــــمـــونو ډکــــــې دا شـــــېـبې دي |
محمدجهان لاروی |