وسیم سجاد،کابل
اګست۲۰۱۱،۱۵
وحید جان عمر د ولسمشر ویاند او په ټاکنیز کمپاین کی اور
ژبی مدافع وکیل وو چی پرون(جولای۲۰۱۱،۳۱) یی
استعغی ورکړه.سیاسی پنډتانو د وحیدجان د استعفی دلیل د ولسمشر شاوخوا د ځینو
حزبیانو شتون ښودلی دی. خو حقیقت له هغه څه چی دوی یی وایی بل ډول دی. سیاسي پنډتانو
د وحیدجان د زړه خبری کړيدي خو په دی
هیواد کی د څیړنیزو کمیسونونو نتایج هیڅ کله د ملت لاس ته نه دي ورغلي. هغه څه چی
د استعفی دلیل بلل شویدی درواغ دی. د وحیدجان تبدیلی هغه وخت د لاریب فیه معیار ته
ننوته له کومی چی عبدالکریم خُرم د ولسمشر ددفتر ریس او د پخواني عُمر داوودزي ځای
ناستی شو. خُرم د ځینو مسلو په اړه چی په لاندی ډول دي پوښتنی ګرویږنی پیل کړی:
الف: دهغو ملیونونو ډالرو حساب باید ورکړل شي چی د وحید
جان تر مشری لاندی مصرف شويدي او په همدی خاطر یی یو ځانګړی تفتیش د وحید جان تر
مشری لاندی د حکومت د رسنیو مرکز ته ولیږه.
ب: د حکومت درسنیو د مرکز حیثیبت باید مالوم شي چی چاته
باید راپور ورکړي. تر دی مهاله د حکومت درسنیو دمرکز راپور ورکول مخامخ ولسمشر ته
وو خو خُرم غوښتل چی نوره د راپور راکړه ورکړه باید د ولسمشر پرځای ده ته وشي.
ج: دهغو دریو کسانو لکه: فهیم مالیار، محمود دستګیر او
فردوس (فردوس سازش وکړ، اوس هم د حکومت د رسنیو له مرکز سره په دنده بوخت دی) چی
وحید جان ته نږدی شمیرل کیدل، لری کول .
د: د حکومت د رسنیو په مرکز باندی د صافیانو د سرطان
نُزول چی په هغوی کی دي:
صفت صافی: د حکومت د رسنیو د مرکز معاون
مطیع الله صافی:
د کارزد کړې (انټرنشپ) نه حقوقي مشاور شو.
ډاکټر ولی صافی(دا چی د حکومت د رسنیو په مرکز کی د
صافیانو تعداد زیات شو نو ده هم خپل تخلص په امین بدل کړ چی اوس ورته ولی امین ویل
کیږي): د بشري منابعو منیجر
راځو اوس دی ته که بره یاد شوي دلایل غلط وي نو کوم
ځانګړي دلایل شتون لري چی وحیدجان یی مجبور کړ چی دنده پریږدي؟ که د ولسمشر شاوخوا
دحزبیانو دشتون خبره وي نو بیا به لاندینی متل کار وکړي:
وراغ (کارغه)غو.. هم خوري، وزرونه هم ډډ نیسي. سیاستوال
دی اول دا
مالومه کړی چی وحیدجان دغه پوست ته څنګه ورسید؟ وحید جان کوم سیاسي پس منظر درلود چی په دغه
پوست مشرف شو؟ وحیدجان دی پوست ته هغه وخت چی فاروق او ده (وحید عمر) په اداری
امور کی په یو سوري...کول، فاروق معرفی کړ چی په نتیجه کی فاروق دمعارف وزیر او
دیی د ولسمشر د ټاکنیز کمپاین مشر شو.
خو که داهم ومنو چی حزبیانو له وجی وحیدجان استعفی ورکړی
نو د ولسمشر کرزي شاوخوا هغه کوم حزبیان دي چی جان یی استعفی ته مجبور کړ؟
که ځواب عبدالکریم
خُرم وي نو کریم جان خو په حزب کی کوم مطرح شخصیت نه وو. حزب یوه بدي دا لري چی که
چا یوه شپه هم هوري تیره کړي وي نو مجبور
دی د محبت داغ تل په تندي ویسي/وساتي.
اوسنی حکومت کی عبدالکریم خُرم د فاطمی ګیلاني—چی یو میړه یی احدی دی—لخوا معرفي شویدی. هغه وخت
چی حزب وو او حزبیان وو؛ډار وو او سنګسار وو؛ اطلاعات وو او زور وو نو مشر خُرم(مطلب
می دا عبدالکریم خرم) او لیلا خُرم یواځی او یواځی لیکوالان وو چی کله، کله به یی
ما لیکنی په شفق(د حزب اسلامی یوه مجله) کی لوستی. اوس مهال عبدالکریم خُرم نه
حزبی دی او نه هم حزب ته معتقد! که دا هم ومنو چی وحیدجان د خُرم له وجی استعفی کړی
نو کوم دلایل شتون لري چی دی یی استعفی ته مجبور کړ؟ او بیا ولی له حزبه دومره
ویره؟ هوري په ارګ کی سپنتا شتون لري چی نه خدای(ج) مني او نه هم رسول(ص)؟ هوری د
پخواني خاد او د شمالي ټلوالی سړي خواره ناست دي چی نه دیموکراسي مني او نه هم
اوسنی سیستم؛ دوی ولی باعث نه شول چی وحیدجان استعفی وکړي؟
څوک به د وحید جان ځای ناستی شي؟
الف: عبدالحلیم فدایی، دمیدان وردګو اوسنی والی(روهی ویب
سایټ مطابق)
ب:عیسی خان اندړ، دارګ د خدماتو ریس(روهی ویب سایټ
مطابق)
ج: عبدالستار سعادت، د کابل ښار یو وکیل
تفصیلات:
الف: عبدالحلیم فدایی، دمیدان وردګو اوسنی ناکام والي
دی. ورور یی خالد فدایی چی یو وخت یی د کابل په شهرنو کی د سافټ نیټ انټرنیشنل په
نامه د کمپیوټر خرڅولو پلورنځی درلود، په اداري فساد کی د والي صیب ښی لاس بلل
کیږي. د والی صیب ښځه پاکستانی دی او پلار یی(د والی صیب) په معارف وزارت کی په
دنده بوخت دی. والی صیب یو وخت له ماڅخه هغه وخت چی نوموړي په کاونټر پارټ کی په دنده بوخت وو یوه معمولي
پوست ته انټریو اخیسته. څه سوالونه او پوښتنی یی وکړی، بیا یی میټنګ روم (دجلسو
اطاق) ته بوتلم او راته ویی ویل چی ګرانه کومه کاري تجربه لری چی مقرر دی کړم؟ هغه
مهال زه کابل ته نوی راغلی وم؛ دفتر مفتر کی می کار مار نه وو کړی، نو ورته ومی
ویل چی نه! اوس زه له والی صیب څخه پوښتم چی ګرانه ته چی کله د ولایت مقام ته
رسیدی کومه کاري تجربه دی درلوده؟ پلار دی والی وو؟ وایی چی د استالف خلکو خدای(ج)
ته ویل چی پیدا مو ته کړه، رزق په مونږ.(داستالف خلک طبیعتاً پُرکاره خلک دي)،
خبره دادی چی تا به مقرر کړي وو بیا به ستا غوندی مونږ هم تجربه پیدا کړی وه.
که دوالی صیب په اړه لږ دقیق مخکي لاړ شو نو دوالی صیب
یو ورور په پښتو فلمونو کی له جهانګیری سره توپک وړی دی او په خپله والی صیب د
پیښور د صدر د اورګاډي له پټلی سره یو د انګلیسي ژبی کورس د امریکن انګلش لنګویچ
سنټر په نامه درلود چی د طالبانو د سقوط سره یی د ظابط په نامه یو دانګلیسي ژبی په
استاد خرڅ کړ. وایی چی خدای(ج) یی چاته ورکوي نه وایی چی د چا ځوی یی. طالب د
حکومت په پای کی د شلټر نو مامورین عیسویت ته د تبلیغ په تور ونیول چی اکثریت یی
جرمن وو. طالبانو د سقوط پرمهال دوی غزنی ته انتقال کړل چی بیا د ظابط صیب لخوا چی
له ای.ایس.ای سره پخه راشه درشه لري خوشی شول چی په افتخار کی یی ټولی کورنی ته د
جرمني ویزی ووتلی. ده ویزی رد کړی او نغده یی واخیسته چی په هغه وخت کی یی کور کی داسی
پردی لګولی وی چی په ریموټ کنټرولیدی(کیدای شي دغه پردی دغه اوسنی سپلیټری وي چی
زیاترو دفاترو کی لګیدلي دي)
والی صیب څه مهال د سفما مشر هم پاتی شویدی. ګورو به چی
کیږي او کنه خو په یاد ولری د ولایت پوست لپاره دده انتخاب یوه ناجایزه فیصله وه.
زه والی صیب ته په خدای(ج) سوګند ورکوم چی د ولایت په دی ټوله موده کی یی کله هم
په ډاډ په ولایت راج چلولی او یا یی هم کله واک له مرکزه بیرون والسوالیو ته
غځولی دی؟ د والی صیب تبدیلی حتمي دی ځکه چی امریکایانو سخته ضربه ولیده، څرخکه یی
ولویده او ۳۱ ایلیټ ُفورس یی له لاسه ورکړل. امریکایان به د پیښی په اړه خفه وي خو
والی صیب به ډیر خفه وی ځکه چی خپل پوست له لاسه ورکوي.
ب: عیسی اندړ په اړه ډیر نه پوهیږم، سرسری مالومات یی په
اړه د روهی په ګونګوسو کی پراته دي.
ج: عبدالستار سعادت: د کابل پوهنتون فارغ التحصیل دی، په
کابل کی د کریم رحمان روغتون ترڅنګ د وکیلانو یو تعمیر دی په هغی کی دارالوکاله
لري. خصوصي تلویزونونو کی د ګرمو بحثونو پرمهال ښه وځلید. سعادت د سترګو او
شونډانو په کوږ والي کی وحید جان ته ورته دی. څو واری یی په رسنیو کی د پښتنو او
پښتو نوم واخیسته، الله(ج) پری د پښتو له وجی دغه مقام ولوراوه. خُرم هم ورغوښتی
خو چی وبه شي او کنه؟
د کرزي صیب او وحید جان ځینی کمزوری:
کله می چی یکشنبی/چهارشنبی(حافظه می مرسته نه راسره کوي)
سهار ارګ کی نږدی دوستانو څخه واوریدل چی نن ولسمشر وحیدجان ورغوښتی دی چی سباناری
ورسره وکړي نو ما ویل چی کیدای شي چی وحیدجان دی ته وهڅول شي چی هلکه مه ځه! خو
بیا په ماسپښین یی خبر شوم چی سړي استعفی وکړه او لاړ.
دکرزي صیب تر ټوله غټه کمزوري د یو کاري ټیم نه جوړول
دي. وحید جان چی دده د ډلی قوی کس او حتی تردی چی نوموړی د ټاکنو د ګټلو یو اساسي
فکټور وو چی سنګچاره کي یی له ټول تیاري سره په تاودو بحثونو کی رټه. نو بیا ولسمشر ولی ونه شو کولای
چی دومره مهم شخصیت له لاسه ورکړي؟ باید د ساتلو لپاره یی متبادله لاره چاره
سنجولی وای.
د کرزي اوسنی کابینه او یا هم یی شاوخوا داسی کسان دي چی
مخامخ باش،باش کوي خو له شا پری ډز کوي. تر ټولو غوره مثال یی سپنتا دی. سپنتا دده
د ملی امنیت مشاور دی خو دسولی خبری نه مني. هغه څه چی ولسمشر وایی دیی په زغرده
رده وي. خو بیا هم ولسمشر ته ترټولو ډیر اعتمادي کس دی. و لسمشر ونه شو کولای چی په خپله دریمه دوره کی په اساسو او
کلیدی پوستونو پښتانه مقرر کړي هغه هم په داسی حال کی چی تر ټولو ډیری رایی یی هم
له همدی مظلوم پاړکي څخه اخیستی دي. لوخی د قوم سپکاوی غوښته سر یی په اوبو کی وچ
شو. نو کرزی صیب هسی نه چی ... هم درنه لاړ شي او دین هم.
وحیدجان د کرزي خلاف بیا کاري ټيم جوړه وي. ښه پوره کینه
کښ دی. تکړه کسان یی نه خوښیږي، عاشر چی اوس د حکومت درسنیو ریس دی ډیر کمزوری کس
دی. تاسو به خپله لیدلی وي!!! وحید جان نه غوښتل داسی کس دی مقام ته راشي چی دده
خبره رد کړي. باید (بلې صیب او نه صیب) وی.
خو په یاد لره وحید جانه! چی کمزوری بیا د ډلی او
انډیوالی کس نه وي هغه د زور پله ګوري چی کوم اړخ ته درنه دی، هر اړخ چی وړونکی وي
له هغو سره کیږي. د وحید جان کاري ټیم تل له خپلو څو محدودو دوستانو جوړ وي چی بل
چاته پکی د خپی د کیښودو ځای نه وي.
کبهی الوداع نه کهنا:
وحید او که دوستان یی بره عنوان لولي شاید وخاندي او په
خولی یی راشي کبهی الوداع نه کهنا. ولسمشر هم په پوست پاک نه دی کیدای شي یو بل
پوست ورکړي، دا مهال ګرمی اوازی دي چی وحید جان به د کلیو د بیا رغاونی او پراختیا
وزارت ته راځي خو له پارلمان تیریدل ورته ګپ نه دی. او یا هم خلک وایی چی د حرکت(یوه
غیر دولتی اداره دی چی اوسنی مشري یی د عامی روغتیا د پخواني وزیر فاطمی ځوی په
لاس کی دی) مشر به شي خو دلته یی هم راتګ ممکن پذیر نه بولم. له و اخر دعونا نه
مخکی باید ووایم چی وحیدجان د ولسمشر په ویاندویانو کی لومړی تیز، لایق، او...
ویاند وو.
leekwal@yahoo.com
وروستي