
پدى برخه
کى بيلا بيل فکتورونه رول لري ، مثلاً مونږ کولى شو په يو چا خپل افکار په زور
ومنو دا په هغه صورت کى چى له مونږ سره قدرت وي ،او همدا رنګه مونږ کولى شو چى د
پيسو په واسطه خپل افکار او نظريات په نورو ومنو يا د نورو بيلا بيلو غيرى تلپاتى
لارو نه کولى شو چى خپل ښه او بد افکار په نورو خلکو ور وتپو.
ولى دى
سره په څنګ کى ځينى داسى لارى هم شته چى بدون له دى چى مونږ يا له زور،جبر ،
پيسو.....نه په نورو دخپلو افکارو په منلو
کى کار واخلو،کولى شو چى هغوى ته په غير مستقيم ډول انګيزه ورکړو تر څو په خپله
زمونږ افکار ومني، دى برخه کى د سړي دشخصيت موضوع مطرح کيږي،يعنى دا کس چى نور يي
بدون له کوم ډول زور زياتي نه د افکارو او غوښتنو منلو ته لبيک وايي، کوم ډول
شخصيتي ځانګړتياوى بايد ولري؟
لومړى خو
دا چى دا شخص بايد با تقوا او صادقه شخص وي، يعنى کله چى کوم شي دکولو يا نه کولو
نه نورو ته امرکوي لومړى بايد په خپله پرى
عمل وکړي ،او بله دا چى هره خبره کوي بايد دزړه له تله يي وکړي يعنى په خبروکولو
کى له مخاطبانونه کوم څه پټ نه کړي چى دا بيا دده او د مخاطبانو تر منځ هغه د باور
فضا له منځه وړي او بيا دده غوښتنو،افکارو منلو ته څوک زړه نه ښه کوي ځکه دوى يي
بيا ديوه صادق او منلي کس په توګه نه پيژني،بله خبره دا چى په خبرو کى بايد له
دروغ ويلو نه ډډه وشي په بله وينا اوريدونکي بايد په خبرو کى دوکه نشي او هر وخت
هڅه وشي چى هغوى ته ريښتيا وويل شي تر څو د هغوى په زړونو کى ځانته ځاى پيدا کړي
او اوريدونکي ددى شخص دخبرى د اوريدو سره سم هغه ته د عمل جامه ور اغوندي ، د تقوا
او صداقت سره په څنګ کى پوهى ،تجربى او مهارت ته هم اړتيا شته ترڅو يو شخص يي ولري
او بيا يي خبرى او افکار نور خلک ومني، يو څوک چى هر څومره زياته پوهه او تجربه
ولري نو دومره يي مونږ د نظرياتو ،افکارو د تاثير لاندى راځو او هڅه کوو تر څو
دهغه سره ځانونه يوشان کړو،زياته پوهه او زيات معلومات اوتجربه ددى سبب کيږي چى يو
څوک نوره ځان ته متوجه کړي او بيا ورباندى راج وچلوي، خو ددى لپاره چى مونږ خپله
پوهه او تجربه سمه وکاروو نو يو ډول مهارت درلودلو ته ضرورت پيښيږي تر څو دهغى مهارت
په درلودلو سره مونږ دخپلى پوهى او تجربى نه استفاده وکړو اودپوهى اوتجربى دسمى
کارونى پواسطه مونږ د نورو په زړونو کى ځاى پيداکړو او دهغوى دماغ دى ته تيار کړو
چى زمونږ غوښتنى او افکا بدون له کوم زور او جبر نه قبول کړي،د افکارو اوغوښتنو د
منلوپه برخه کى ويل کيږي چى هغه خلک چى د تعليم کچه يي ټيټه ده نوهغوى دعاطفى او
احساساتو له مخى هر څه قبلوي، يعنى کله چى ددوى عاطفه او احساسات را وپارول شي نو
د افکارو اوغوښتنو منلو ته تيار شي ،خو هغه خلک چى د تعليم کچه يي پورته ده هغوى
بيا د دليل او منطق له مخى هر څه منى نو دهغه لپاره بايد دخپلو دافکارو دمنلو
لپاره يو قوي دليل راوړل شي تر څو هغوى قانع شي .د غوښتنو او افکارو دمنلو په بر
خه کى دا سى هم کيداى شي چى يو څوک له چا سره يو څه مرسته وکړي او پرى منت بار کړي
او هغه کس ددى لپاره چى ده سره يي کمک او مرسته کړيده ددى مرسته کوونکي کس غوښتنواو افکارو منلوته
چمتو شي. دى برخه کى به نور لاملونه هم وي چى هغه به ددى سبب کيږي چى يو کس دى د
بل کس غوښتنى او افکار په ورين تندي ومنى او هغه ته دى لبيک ووايي ،خوهغه چى ماته
يي معلومات وو دلته مى ذکر کړل . مننه
سيد شاه
ګل وياړ کابل