د عطامحمد نور په اړه د ليکنې په غبرګون کې

د ولي سمسور د ليکنى په غبرګون کى:
زه خو خبر وم چى د بلخ اوسنى جنګ سالار ،قاتل ،قاچاق بر،او د شوراى نظار سرلارى،او په اوسني وخت کى د بلخ بادشاه ځان راتلونکو ولس مشريزو ټاکنو کى کانديدوي . خو له دى نه خو زه اوس خبر شوم چى سر له اوسه يي کمپاين هم روان کړيدى ، او يو څوک چى له دروغجنو ليکنو يي ښکاري چى سر له اوسه يي په ډالرو اخيستى دى ،  په تاند کى دا دويمه ليکنه ده چى زه يي لولم دهغه خونکار ،دپښتنو لپاره مستبد،او په بلخ کى دځمکو غاصب والي عطا محمد نور په پلوى ليکنى کوي او په دى توګه هغه ته کمپاين کوي، او په ډيره سپين سترګى هغه قاتل يو اتل معرفي کوي ، او جا لبه خو يي لا دا چى هغه د پښتنو اساسي دښمن د پښتنو دوست او خوا خوږي بولي، ظالمه که ته ر يښتيا پښتون يي نو په دا دومره د شوراي نظار په غړو کى دى دا بده او بد نامه څيره د خپل بادار په حيث قبوله کړه ، ددى هغه نا ځوانى دى څنګه هيره شوى چى لږه موده وړاندى د ولسي جرګى په انتخاباتو کى يي د بلخ له درنو پښتنو سره وکړه، چى خپل مافيايي ګروپونه يي فعال کړل تر د پښتنو په سيمو کى د طالب په نامه خلک وګواښوي چى په ټاکنو کى برخه وانخلي،او نتيجه ته په خپله ګوري چى تير ځل دى په ولسي جرګه کى څواستازي د پښتنو وو او دا ځل دى څو دي .
هغه تير څه به يي نه را بر سيره کوو چى دى بد مرغه کس څومره ناحوالى او نا دودى په بلخ او نورو سيمو کى په مظلومو پښتنو تيرى کړيدي ،هغى څومره مشران ، او د سر سړي يي ترور کړيدي  چى هغه به له ما نه د بلخ پښتنو وروڼو ته ښه معلو مات وي ، چى زه هيله لرم هغو ى په دى برخه کى درنو لوستونکو ته خپل ثبوتونه وړاندى کړي ، او ته بيا هم را ولاړيږى او د يوڅه مالي او مادي امتيازاتو په مقابل کى د هغه په دى ټولو بدو کړنو پرده اچوى او دهغه په صفتونو او ستاينو نه مړيږى ، خو ولي سمسور وروره تاته هم يوه مشوره درکوم :هغه داسى چى څنګه چى مونږ وويل چى دا ډير ناځوانه کس دى ،نو دا به ضرور تا سره هم خپله نا ځواني څرګنده کړي که نن وي که سبا شا يد خپلو موخو ته در باندى ځان ورسوي وروسته بيا لګته درکړي، او بله دا چى که ته وايي دبلخ دى اوسني بادشاه چى يو څه موده وړاندى دولس مشر لخوا له دندى ګوښه شوى هم وو خو ده خپله سر زوري وښودله او ويي ويل چى له دى چوکى به ما په خوشى مرګ ايسته کوى، او دى چوکى دپاره زه دخپل غيرى قانوني اومافيايي ګروپ سره چمتويم چى خپل سر وبايلم خو دا چوکى به داسى په اسانه پري نږدم، چى هغه دى اوسه پوري په بلخ کى خپله بادشاهي کوي، يعنى که ته وايي چى دهغه د بدمرغه کړنو نه به څوک ناخبره وي خو دا ستا لويه تير وتنه ده، او که ته غواړى چى د خلکو په سترګو کى خاورى ور واچوى او حقيقت ترى پټ کړى نو زه فکرکوم په دى لاره کى به بريالى نه شى .
ته هڅه وکړه چى دى امتيازاتو نه چى تاته يي درکړيدي تير شه دهغه اصلي څيره خلکوته وښيه شايد تاته يي د نورو ډيرو بدو کړنو په اړه ډير معلومات وي چى په دى نږدى يا  لرى وختو کى به يي تر سره کړي وي نو مهرباني وکړه ددى مضرى څيرى چى هر وخت يي د افغا نستان په ناحوالوکى لوى لاس لرلى دى، د هغه ناولي کړنى  ښکاره کړه ، ترڅو خلک ستاسى غوندى په امتيازاتو او يا په سپينه جامه کى د شيطان په څيره ونه غولوي. اوپه دى يي مه غلطيږه چى په بلخ کى يي د سولى د شورا رايس يا دشاهين قول اردو قومندان يا نور تش په نامه پښتانه ګمارلي يا ورسره هم غږي لري دى زلمي ويسا نه دى ما تر اوسه په رسنيو کى يو حرف د پښتو نه دى اوريدلى  همداسى دا نور ، دا ډول پښتانه دنورو نه دى اصيلو پښتنو ته مضر ثابت شويدي ، داهغه پښتانه دي چى د بلخ د واکمن قومندان عطا په اشارو څرخي ، له دوى نه دى پښتو او پښتونولى هيله مه لره، په اصطلاح هسى شيان دي. مننه
سيدشاه ګل وياړ                           کابل