دايمي اډې که دايمي اسارت؟ (شپږمه برخه)

محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
آياموجود حکومت دنظامي هډود ورکړې واک لري؟
 
دافغان حکومت اوپه ځانګړې توګه د حامدکرزي له څرګندونوداسې ښکاري چې دوى چمتو دي په افغانستان کې امريکا ته اوږدمهالې هډې ورکړي.
کرزي  درې اونۍ وړاندې وويل چې امريکا له دوى سره د استراتيژيکو اړيکو تړون غوښتى او دوى هم دارګ دامنيت شورې ته دنده سپارلې چې ددې تړون متن اومسوده برابره کړي،دوى به بيا دامتن دده په وينا عنعنوي لويې جرګې ته چې دوه درې مياشتې وروسته به جوړېږي وړاندې کوي هغه ومنله چې ددې اړيکو يا تړون مهمه موضوع اوږدمهاله نظامي هډې دي.
خوکرزي يو شوک اوبرېښنايي ټکان  هغه مهال وخوړ  چې دکب په دولسمه يې دکليو دپراختيا وزارت په بلنه دولسواليو دپرمختيايي شوراګانو يو ې غونډې ته  وينا کوله  ،نوموړي  ددې  غونډې برخوالو  ته وويل چې  ده له امريکا سره  داستراتيژيکو اړيکو  دمتن مسوده ترتيب کړې او په دوو ورځو کې به يې  امريکاته وسپاري ، دکرزي وينا له ملي تلويزيون څخه نيغه خپرېده .هغه  انګېرل چې ملت  به دده له دې کارسره همغږى او موافق وي او کله چې دى ترې نظر غواړي نو ټول به ورته دتاييد په توګه دواړه لاسونه  پورته کړي  خو کله چې يې ترې نظر و پوښت نو دغونډې  ټولوګډونوالو منفي نظر ورکړ او   کرزي  ومنله چې له دولتي کسانو پرته  نورهېڅوک ورسره موافق نه و  هغه په خندا   وويل   ((مارسواشديم)
ښاغلي  کرزي  رنګين دادفر سپنتا ته چې په  افغانستان کې دپرديو دهډو سخت پلوى  دى په ټوکه وويل چې   خلک  خپل طبيعت ته پرېږده او  اشارې ورته مه کوه  چې دهډو په پلوۍ رايه ورکړي.
  ملي ارمان ورځپاڼه  د ١٣٩٠  ه لمريزکال دغويي  د١٣نېټې ګڼه .
.خو دکرزي په مشرۍ حاکمه اوپر افغانانوتپلې په سياسي او اداري اوتشکيلاتي زکام اخته اداره چې پخپله د مشروعيت له بحران سره مخ ده هېڅکله هم دا واک نلري  چې دومره لوى او مهم ګام واخلي په هغوى ټاکنو کې چې له مخې يې دا اداره او ددې ادارې پارلمان ځان مشروع ګڼي يواځې په سلوکې شپاړلسو افغانانو ګډون کړى داپه سلوکې شپاړلس رايې هم په څوکانديدانو وېشل شوېدي.
دهغه اساسي قانون له مخې چې کرزى يې خپله ستره لاس ته راوړنه بولي عنعنوي جرګه مشروعيت   او کوم تعريف نلري او لويه جرګه ځکه نشي راغوښتلى چې ارکان يې کم دي ددې قانون د(١١٠)مادې له مخې دلويې جرګې غړي دملي شورى  دولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي ،دولايتي شورا ګانو او د ولسوالۍ دشورا ګانو (جرګو)رئيسان  دي خو د ناامنۍ او ددولت دواکمنۍ ددايرې دمحدوديت له کبله دولسواکۍ دشوراګانو لپاره ټاکنې نه دي شوې نو طبعي ده چې رئيسان يې هم نشته دي.
اټکل دادى چې کرزى به دامريکا په لګښت او فرمايش   دعنعنوي جرګې په نوم دافغانستان له ګوټ ګوټ څخه خپل او دامريکا پلويان او منونکې راوبولي دلته به ورته په لوکسو هوټلونوکې ځاى ورکړي ،ښې مېلمستياوې او دامريکا په ډالرو به ورته ګران بيه  ډالۍ وپېري نقدي مکافات او سياسي رشوت به ورکړي او دارګ دامنيت شورى لخواترتيب شوې مسوده چې دامريکا سفارت به لا ترمخه کتلې، په خپل طبيعت برابره کړي او اوکې کړي وي، پرې  اوکې او ومني.
داجرګه به دبرهان الدين رباني داهل حل اوعقد او دډاکټر نجيب الله دلويې جرګې کاپي وي او هماغه کار به  کوي   چې حکومت   يې ترې وغواړي .
داجوت حقيقت دى چې داحمدشاه بابا او ميرويس خان نيکه له دورو پرته نورو ټولو چارواکيو ددې ډول جرګو له نوم او اعتبار څخه دځان په ګټه کار اخستى دى ،داعنعنوي سپېڅلى نوم تل چارواکيو نوم بدى کړى او دځان په ګټه څرخولى دى.
دې ټکي ته هم ګوته نيول په کار دي چې هغه لويه جرګه چې احمدشاه بابايې واکمن وګرځاوه او صابرشاه ملنګ پکې دغنمو وږى داحمدشابابا په پټکي کې وټومبه پخپله احمدشاه بابا نه وه راغوښتې اونه هغه فرمايش ورکوونکى وو.
 
نظامي هډې او دافغانستان نوى پارلمان
 
اټکل دادى چې امريکا به دکرزي لخوا جوړه شوې مسوده  په هر حال دافغانستان په موجود  قلابي او له درغليوډک پارلمان مني .
 کرزى که لويه جرګه روغواړي او که عنعنوي  جرګه نو موجود پارلمان به يې لويه برخه وي ،  ځينې سياست پوهان او دافغانستان دحالاتو څېړونکي خو دا  هم  وايي  چې ښاغلي کرزي شپږ کاله وړاندې له امريکايانوسره  پخپل هېواد کې نظامي هډې منلي دي .
     ډاکتر نبي مصداق (دافغان وياړلي تاريخ او امريکايي هډې) ترسرليک لاندې په خپله   مقاله  کې ليکي :((بله موضوع چې افغانانو ډېرې خبرې ورباندې نه دي کړي هغه دا چې حامد کرزي شپږ کاله پخوا  دبوش حکومت ته ددې هډو د جوړېدو اسناد لاس ليک کړي دي. خو امريکايان د هغې تجربه نه چې ېې لري په دې تېرو کلونو کې زمينه برابروله تر څو دا اسناد، د ملت په نماينده ګانو لاسليک کړي. په دې کې شک نشته چې پدې قلابي پارلمان کې، چې د افغانستان اکثريت خلکو رد کړ ى ، هغوى (امريکايانو) لاس درلود ترڅو داسې ډلې ټپلې په کې راټولې کړي چې د دې هډو د جوړېدو بيرغونه په پارلمان کې را پورته کړي. خو د ۵۲ په اصطلاح وکيلان  چې په اغلب ګومان ټول ېې ددې هډو طرفداران دي خوارکي کرزي ته ، ددې (پارلمان) د پرانستلو په شان، يوه معما ګرځيدلې چې د اختصاصي محکمې د رپوټ په خپرېدو او ياهم ددې محکمې په ړنګېدو تصميم ونيسي او که نه. ؟))
 ټول افغان وېبپاڼه
 ددې پارلمان له پيل څخه ښکاري چې امريکا يې  ترشا ولاړه ده . موږ وليدل چې کرزي ، افغان ولس ،  دافغانستان دڅارنوالۍ په شمول  نورو قضايي ارګانونو، مدني ټولنو او سياسي څېړونکيو او رسنيو ټولو پر دې ټاکنو او دټاکنو د دتش په نوم خپلواک کميسون لخوا پر برياليواعلان شويو کانديدانو سختې او موثقې  نيوکې درلودلې   او کرزي هم نه  غوښتل چې دجنجال له تصفيې وړاندې داپارلمان پرانيزي خو  ټوله نړۍ شاهده ده چې  نوموړي  په ډېر صراحت سره معترضو کانديدانو ته وويل چې که دى  (کرزى )داپارلمان پرانه نيزي  نودامريکا ،بريتانيااو کاناډا سفارتونه  او يوناما يې پرانيزي .
  رسنيودا خبر هم ورکړ چې امريکا غواړي  دنظامي هډو دسند دمنظورۍ لپاره  هر وکيل ته  يو ميليون ډالر رشوت ورکړي .
اريايي وېبپاڼه
همدااوس ددې پارلمان  لګښتونه او دغړيو تنخواوې يې همدا امريکاورکوي.
  بل دا چې آياددې پارلمان ځينو غړيو ددې لپاره لګښتونه او درغلۍ کړي چې آن تنخواه دې  هم ورنکړل شي . دوى پوهېږي چې که دامريکا خبر ونه مني نو سبا پرې هرڅه بندوي .
 د باخبره سرچينو په وينا،امريکا دافغانستان دولسمشرۍ او پارلمان پر ټاکنو  نهه سوه ميليونه ډالر لګولي دي  ا و خپل ځينې ملګري يې پارلمان ته رسولي دي . نو له داسې پارلمان څخه ډېره کمه هيله ده چې دوى به  په  افغانستان کې دامريکا  داوږد مهاله او يادايمي نظامي هډو شتون، ويتو کړي
 هره پرېکړه بايدد  تجريد او له ولسه دمنزوي حکومت  پرځاى  له ولس سره وشي ۰
تجربو ثابته  کړې ده چې هغه پرېکړه چې يوازې له حکومت سره وشي هغه هم له نامشروع حکومت  سره ، نو له ړنګېدا وروسته يې هغه تړون هم له منځه ځي ځکه چې د ملت په خوښه نه وي شوی ۰ ښه بېلګه يې د حسنى  مبارک په مشرۍ  د  مصرد ګوډاګي حکومت  اود اسرائېلو د سولې تړون دی. داتړون مصري ولس ته دمنلو وړنه وو همدالامل دى چې ددې ګوډاګي له سقوط سره سم    دمصر نوي حکومت دغويي  په دولسمه  اعلان وکړ  چې   غزې  ته به خپلې ټولې لارې دتل لپاره پرانيزي .
    دنيمګړې لويې جرګې په پرتله  ريفرنډم  (ټولپوښتنه )  هم  ښه ده  خو دناامنۍاو  ددولت دتسلط ددايري    دقبضيت له کبله  دصاف ، ولس شموله  او راڼه ريفرنډم شونتيا هم کمه ده ، د تېرو ټولټاکنو په څېربه داريفرنډم  هم محدود او له درغليو  ډک وي .