بې خونده خبرې(۱۰): نغمه چاپ بمقابله نغمه چاپ

وسیم سجاد، کابل
د اګست میاشت د څو مُلکونو د ازادی میاشت دی چی دا لاندو کی یی مونږ هم یو:
۱۴ اګست: اسلامی جمهوریه پاکستان
۱۵ اګست: ریپبلک اف انډیا
۱۹ اګست: د افغانستان اسلامی جمهوریت
پاکستان زمونږ دوست او پیر دی. خیر دی چی اسلام مونږ وروړی دی. هندوستان زمونږ ګاونډی او مرستندوی دی خیر دی چی د ژوند لار مونږ ور ښودلی دی. او مونږ خو تاسو پیژنی چی خپل ځان نه پیژنو.
سږ کال خو دغه میاشت بیخي بختوره دی—روژی مبارکه میاشت یی په اول تاریخ پیل شوه. شیطانان پکی تړلي دي خو انسی هغه یی اوس هم ازاد دي!!!
بل برکت پکی دا وو چی پاکستان په وردګو کی له امریکی د اُسامه انتقام واخیست یو دیرش تنه یی ورته جهنم ته ولیږل (۷ زمونږ هم ورسره وو).
پیښور کی ښځی چاودنه وکړه چی والله اعلم ثواب به یی څو چنده حساب شوی وي؟! په روژی کی خو خبره باروبار وي. دوزخ هم تړلی وي او په جنت کی چونی روانی وي! سینګاریږي. دی غریبی ته به ځای میلاو شي او کنه؟ ځواب به یی د دین ستنی ورکوي. 
بله خوا په لندن کی هم تورانو چی نور چوړیان هم ورسره مله ول؛ په لاریون، چور!، تهوړ پوړ!، پتر جنګۍ! لاس پوری کړی. ډیويډ کیمرن خپله رخصتی لغوه او هیواد ته وګرځید. بله خوا د برطانیی د پارلمان په وکیلانو هم غږ شوی چی خپله د اوړي رخصتی لغوه او هیواد ته ستانه شي. کوبرا ډیویډ کیمرن ته ویلي چی له هری ممکنه لاری کار واخلي تر څو جنجالونه پای ومومي.
او له دی سره څنګ کی د مریم نجفی کیس هم په روهی ویبپاڼه کی خپور شو. الله (ج) دی رحم وکړي دا دمیاشتی د پیل او منځ ورځی دي، پټی وروسته سورور دی. اخره خاتمه مو په دی میاشت کی خطا مه کړی.
شاګردان می رخصت کړل، د یوی جلکی فلش پاتی وو هغه می هم زر ورکړ ځکه چی په ټولګي کی اخري همدا وه ما ویل چی هسی نه په خلوت صحیح واوړو او یا مو څوک په وچه ټیله او بدنام نه کړي. پلار می راته منتظر وو چی دفتر ته می ورسوي. په لار کی زه خپل لپ ټاپ لولم او پلار می چوپ، چاپ دفتر ته رسوي. روهی،ټول افغان، تاند ... می زر خلاص کړل ترڅو مهم او اړین توکي یی په لار کی ولولم ځکه په دفتر کی کارونه ډير وي او کله، کله مو خو انټرنیټ خدای(ج) شرمولی وي سیی کار نه کوي.


روهی لاندی عنوان راخیستی وو: د مریم نجفي او عبدالله عبدالله د عشقی داستان یوه څنډه:
بیا لاندی تفصیلات. په فرانسی کی د ټلوالی له مشرانو او د خپلی ښځی څخه په پټه واده شوی. پټی موخی یی مالومی نه دي. جلکی کابل ته راغلی او سیما ثمر ته یی عریضه ورکړی چی حق ورته واخلي.
زه له پیښی یوه میاشت مخکی خدای (ج) می دی غاړه نه بنده وي خبر وم. خو هغه وخت زما ټوله توجه د وحیدعمر په استعفی متمرکزه وه. او بله داچی له سوګنده یی تیرکړی وم چی د موضوع په اړه به لیکل نه کوم ترڅو خبره ښه پخه شي. مریم جانه چی ښه ښکلی ده او د سړي زړه پری داسی خوږیږي لکه چی  نغمه جانه دی لیدلی وي. ښی سری جوسی(له اوبو ډکی) شونډی، غټي سترګی، ګلابی غمبوري، قد به یی هم ګُلالی وي!!! خدای(ج) دی دشیطان له سترګو ساتي. د تورسترګو، شین سترګو، خړ سترګو او... ټولو له شره ورته امان غواړو. کفو(سیال) یی هم برابر نغمه چاپ.
نو مریم=نغمه چاپ
ډاکټر عبدالله= نغمه چاپ
نغمه چاپ بمقابله نغمه چاپ. داسی سیال ډیرو کمو ته پیداکیږي. ډاکټر اوس هم چلیږي. د ظالم بچی سخت سپین دی. غټی سترګی، په شونډو تل تبسم او ښه ویل سوټیډ. ږیره ویل ډریسډ، ویښته ویل ډریسډ. له کرزي سره ډغری وهي. ناکام ولسمشر دی. په ټی سیکنډ کی د یوروپ د ټولو هیوادونو دوره کوي. له امریکایی چارواکو سره چی هر وخت وغواړي لیدلای شي. پرته له دغو مواصفاتو مریم جانی نور څه غوښتل؟  فیوچر سکیورډ(اینده تضمین). تخم(تحصیل،خانه و موټر) هم لري. او مینګل (هغه سپی چی دو رګه وي) هم دی: پښتون او دری زبان. هم اسلامیست او هم دیموکرات. د مسعود کبیر ملاقات هم ورته حاصل دی. ددوو امپراتوریو(شوروي او امریکا) د چوپړ ویاړ هم ورته حاصل دی.
لندن بورو، دست دخترم را برایت میتم. سړي ته ویزی په دربلو پرتی دي. نور نو دمریمی سره د واده هیڅ مانع نه وو پاتی، بس ددواړو کورنیو مالونو ترمنځ عدالت—شپی په لمبر تیرول. هغه چی د پردی لاندی دي، رام،رام.
ویل کیږي چی مریم جانی د مارشال او ولسمشر دروازی هم ټکولي ترڅو عدالت ورته واخلي خو لکه چی چا خوله نه دی پری بی خونده کړی.
ویل کیږي چی زرداد قوماندان سپی درلود چی هر باغي به ورته حواله کیده او لکه د شمالي ټلوالی سپی امرالله ناصالح وي. د مریم ډیل یی لکه ده ته حواله کړی چی سمه یی کړه!!! کنه خوله یی له خاورو ورډکه کړه.
ښاغلي سپنتا ته بیا وریادوم: ما در این ده سال دست اوردها داشتیم که نمی توانیم دست اوردها را قربانی یی باصلح با طالبان کنیم.
کیس مریم عبدالله را هم درلیست دست اوردها اضافه کنید.
مالومه نه دی چی ډاکټر ډبل به په دی اړه کوم پریس ورکړي او کنه. یا کیدای شي ګډ پریس ورکړي: ناصالح به هم ورسره وي. بیا به تری مُلا فرید او انجینر عاصم هم په تودو خبرو کی دفاع کوي. این توطیه یی اغایی کرزی است، همین حالا که با مشکلات پارلمانی دُچار است تا توجه ملت را پراګنده، ذهنش مغشوش بسازد دست به انطور اعمال میزند. نه پوهیږم چی بهزاد به څه وایی: عملاُ ډاکټر صیب این کار را انجام نداده، فامیلِ محترمش را شما میشناسد. مجاهدین را بدنام میسازد.
د مونیکا له کومی سهیلی روایت دی چی مونیکا یوه ورځ چی کلینټن نیلی او که ابی شرټ (یخن قاغ/ق) اغوستی وو ویلي وو چی دی ورته اخیستی.
مریم جانی، مور به یی څومره خلکو ته په فرانسه کی او کابل ته زنګ وهلی وي چی تلویزن تان را ببینید، ډاکټر جان که کدام شرټ دارد دخترم مریم جان او یا هم ما ورته اخیستی دی.
پلار به یی هم افتخار کاوه که ډاکټر دامادم است، څومره خلکو ته به یی ویلي وي که دعا کنید که ډاکټر کامیاب شود، پُست را ازمه بګیرید، به مریم جان میګُم که واسطه تان شود. خو هرڅه لکه ډز بز شول. نه ډاکټر ریس جمهور شو او نه مریم خانم اول. شی شی لاړ، دین دین. سږ کال دغه دسِکس کِسونه بیخي ډیر دي. برلوسکونی باندی هم پارلمان دعوه کړی چی هلکه ټول ځان دی همدا دوی ټوټی غوښی ته وقف کړی.
د نړیوال وجهی صندوق په مشر سټراوس کان باندی هم همدا حمله راغلی وه. فشار یی جګ شوی وو. کور یی وران کی د هوټل په مزدوری یی حمله کړی وه. کیدای شي دافکر یی کړی وي چی له لاسه خو ښه دی. هوری بیا کوم امریکایی کانګرس مین انتونی وینیر له کانګرِس ورټل شو. هغه هم خپل سپنتا!!! چاته ښودلی وو. کلنټن هم له دی رسوایی سره مخامخ شوی وو. بس سپنتا!!! هم عجیب شی دی، چی فشار دی لوړ شي نو وایی چی چیرته ځی، څه کوی نو درسره یم. خو چی ودی کړل له خولی به یی لاړی ځی او وایی به چی ما پکی مه شماره. سټراوس کان خو لکه چی له ولسمشری په پوره ډول وغورځید چی ډاکټر جان به څه کوي؟
شمالي ټلواله به دی شرم ته کوم پرتوګ کوي؟ قانوني یی زندانونه درلودل، ده(عبدالله) د امریکی په یو انسټیټیوټ کی د یو افغان میرمنی دسوال په مقابل کی په خپلو قتلونو، ورانونو اعتراف کړی. کلیپ یی په یوټيوب کی موجود دی.  
.مونږ د ارزو له فاتحه خوانی خلاص شوي نه وو –چی طلوع کی یی خودکُشی وکړه او یاد یی اوس هم د کابل په بازار کی تازه دی،دپیوست په اعلاناتو کی چی کومه جلکی ده ارزو ده—چی د مریم نجفي په اړه مو واوریدل.
هسی نه چی سیما ثمر یی په بل چا تاوان نه کړي، نوره یی خرابه نه کړي. مریم جانه هسی نه بل څوک په دی ډاډګیرنه چی حق به ورته واخلي نوره دوکه نه کړي.  دیموکرات بکتاش سیاوُش چی کرزی په ملی خیانت تورنوي، ډبل عبدالله به په ملي کو... تورن نه کړي؟ جنرال نظیفه ذکي به وایی چی کاشکی د مریمی په ځای دغه اعزاز دی ته مِلاو شوی وای او...
معنوي به ځان سره څه وایی چی باورنکردنی است، خیال است، جنون است، وهم است که ډاکټر اینطوري کرده باشد.
بیا وایم چی دا دپټي سر دی، پټي وروسته سورور دی. ډیر مجاهدین به ان شاالله د شنو سترګو سره په عکسونو ګیر شي. او کیدای شي کوم نر پیدا شي چی ولیکي: پارلمان سی بازار حُسن تک. پارلمان کی به وکیلانی له چا او چا سره اړیکی لري، وکیلان به شپی د چا په یاد کی له خپلو هغو خیرنو سره جماع کوي.
همدومره بس دي. چیری بیا به سره مِلاو شو.
leekwal@yahoo.com