
دافغانستان اسلامي جمهوري دولت
دسيمه ييزو ارګانونوخپلواکه اداره
دخوست ولايت مقام
هغه ليکنه چې دخوست ولايت دمقام وياندښاغلي مبارزمحمدځدراڼ (ځينې ژورناليستان ژورناليزم شرموي )ترسرليک لاندې ليکلې ده ،دا دنوموړي شخصي نظر دى ،دولايتي ادارې له رسمي دريځ سره په هيڅ ډول تړاو نه لري ،ولايتي اداره دورته احساساتو ملاتړ اوپلوي نه کوي .بلکې دا دليکوال خپل ليداونظردى .چې دخپلې ليکنې پربنسټ يې څرګندکړى دى .
بلکې مونږ ټول خپلې دندې په بشپړه مسووليت سره سرته رسوو،يواځې دخپلودندوپه سرته رسولوسره غواړو چې خپلوځوريدلو،کړيدلو او درديدلوخلکوته په هېوادنۍ مينې سره خدمت ترسره کړو.ددې لپاره چې دخپل هېواد دسمسورتيا ،ترقۍ ،پرمختګ اوهراړخيزمثبت بدلون لپاره مواغيزمنې کړنې او،هڅې ترسره کړې دي ،يوه ملي اړتيا ده چې ټول هېوادپال فرهنګپال ،ژورناليستان بلکې ټول هغه کسان چې دټولنې په هره برخه کې دچارواوکړنومسووليت لري ،په بشپړې ژمنتياسره په ګډه توګه خپلې ټولنې ته دخدمت جوګه شي .په خوست کې دولايتي ادارې لخوا په ټولو ارزښتمنوپرمختګونو اوداغيزمنوکړنوپه سرته رسولوکې دخوست ولايت ټول فرهنګپال ،ليکوالان اوژورناليستان ملاتړي اوهمکاردي ،ددوى ټولو څخه موهيله داده چې دپخواپه پرتله لاخپلې هراړخيزه همکارۍ ته ادامه ورکړي .مونږټولې هغه کړنې اواحساسات غندوچې دبيان دازادۍ اصل اوارزښتونه ته زيان رسوي .
په درناوي