دامريکې او د ورسره ټلوالې پر مخ يې څپيړه:

 لیکوال: سمیع الله ایلم
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
امریکی هغه جنګ و بایلود د کوم لپاره یی چی په افغانستان تیری کړی وو
په افغانستان د امریکی حمله  د ۲۰۰۱۲۰۰۱ز کال د اکټوبر په ۷  په داسی ډول چی د افغانستان شمالی ټلوالی یی ملاتړ کاوه ددی لپاره چی د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱ انتقام یی اخیستی وي ترسره شوه. د حملی پرمهال ددوی ښکاره موخه د القاعدی له منځه وړل او له افغانستانه یی ویستل وو ترڅو نور دوی په هیڅ ډول افغانستان د کوم جنګی میدان او یاهم د پټنځای  په حیث ونه کاره وي. دی نه علاوه امریکی دا هم ویل چی طالبان به له واکه او ځواکه غورځوي ترڅو وکولای شي په افغانستان کی یوه کامیابه دیموکراسي په پښو ودروي. 
لنده داچی امریکه او ورسره ټلواله یی مصممه وه چی:
الف:طالبان له واکه وغورځوي او القاعده نابوده کړي
ب: ښځی په قدرت(واک) کی مطرح کړي
ج: مخدره موادو او قاچاقبری ته به د پای ټکی ږدي
د: یو دیموکراتیک رژیم به واک ته رسوي
نتایج:
الف: لس کاله تیر شول خو طالبان اوس هم ځواکمن دي. د طالبانو نوي پیل شوي(می۲۰۱۱،۰۱) عملیات بدر خورا مُثمر وو
چی د کامیابی اندازه یی په لاندی ډول لګولی شو:
په روزګان کی دوالی په دفتر او په محلي رادیو تلویزون حمله چی په نتیجه کی یی ۲۰ کسان ووژل او ۳۶ نور پرهرژلی شول.د پژواک او بی بی سی خبریال اُمید خپلواک هم د مړو په منځ کی وو(وروسته بیا د خپلواک کورنی دا دعوه وکړه چی خپلواک ایساف وژلی دی)
د کندهار د ښاروال غلام حیدر حمیدي وژل(جولای۲۷،۲۰۱۱)
د کرزي د سرمشاور او د رُوزګان د پخواني والی جان محمد خان او ورسره یوځای په ولسي جرګی کی د روزګان د خلکو د نماینده محمد هاشم وطنوال وژل(جولای۲۰۱۱،۱۸)
د کرزي د ورور او د کندهار د ولایتي شورا ریس ښاغلي احمد ولي کرزي وژل(جولای۲۰۱۱،۱۲)
په تخار کی د والی په دفتر حمله چی په نتیجه کی یی والي زخمي او دشمال د ۳۰۳ زون قوماندان جنرال داود،داود او دوالی سکرتر او د تخار د امنیه قوماندان مُلا شاه جهان  په مرګ تمامه شوه.(می۲۰۱۱،۲۸)
په کابل کی په نوموتي هوټل کانټینینټل حمله چی په نتیجه کی یی د هوټل ۸ خدمه له منځه لاړه.(جون۲۰۱۱،۲۹)
د کندهار په زندان حمله چی په نتیجه کی یی د طالبانو ۵۰۰ زنداني ملګري خوشی شول.(می۲۰۱۱،۰۸)
طالبانو چی تر اوسه کوم پلان هم نیولی، کامیاب شویدی. کله یی چی د چا د ترور، په کوم ځای د حملی پلان کړی؛ افغان حکومت، امریکایی ځواکونه او ورسره ټلواله یی حیران دریان کړیدي.
 
ب: د ښځو حقوق:
د ټامسن ریوټرز بنیاد کوم تازه راپور چی خپور شویدی،افغانستان یی د ښځو لپاره د نړی بدترین ځای بللی چیری چی د ښځو په حقوقو تیری کیږي. کانګو دویمه، پاکستان، هندوستان او صومالیا دریم، څلورم او پنځم په ترتیب سره راغلي دي. دغه راپور په رښتینی توګه د امریکی په مخ څپیړه دی. حداقل خو باید افغانستان په پنځمه درجه کی راغلی وای ځکه چی دلته اوس په درجنو غیرِدولتی اداری د ښځو د حقوقو او ددوی د حقوقو د مساواتو لپاره کار کوي. که د امریکی په حضور کی د ښځو د حقوقو دغه حال وي، نو بیا باید طالبان ولی ملامت شي؟
له ښځو سره اوس هم تبعیضی رویه کیږي او تراوسه ورته په واک کی پوره برخه نه دی ورکړل شوی.
د نړیوالی ټولنی په شتون کی
د ښځو د ژوند طرز،د واده ډول او نور معیارات یی په هغه ډول دي چی لس کاله مخکی وو هغه هم په داسی حال کی چی د همدی نړیوالی ټولنی منډیت د ښځو د ژوند تغیر او ښه والی دی.
هغه څه چی نړیوالی ټولنه او رسنی یی په کابل کی ګوري د ټول افغانستان د ښځو دژوند د ډول نماینده ګي نشي کولای چی په کلیو او لری پرتو سیمو کی اوسیږي.
ج: د مخدره موادو خلاف جنګ:
د مخدره موادو سره جنګ هم په داسی مرحله کی نه دی چی افغان حکومت او نړیوال ایتلاف پری افتخار وکړي. د کوکنارو کښت په پوره توګه نه دی له منځه تللی او نه هم راکم شویدی. د مخدره موادو خلاف په لاره اچول شوی ستراتیژی او پیل شوی جګړه نه موثره او نه هم ګټونکی دی. یوه ډیره مهمه او اړینه خبره خو یی لا داچی د کوکنارو په کښت او وده کی یی د نړیوالی ټولنی لاس دی چی نه غواړي د مخدره موادو خلاف جګړه ګټونکی شي په ځانګړی توګه د برطانوي ځواکونو. د ۲۰۰۷ز کال په اپریل کی د هلمند له دوو محلي رادیو یو پیغام خپور شو چی ویل یی:″د هلمند درنو خلکو: د ایساف او افغان ملی اُردو ستاسو د کوکنارو کښت نه ورانوي؛ایساف او افغان ملي اُردو نه غواړي چی تاسو د کوکنارو له کښته راو ګرځوي ځکه چی پوهیږي دا یواځینی لار دی چی تاسو خپل عاید لاس ته راوړی او روزمره ژوند مخکی بیایی″.
دغه پیغام افغان چارواکي تر ولسمشر حامد کرزي په غوصه کړل او هماغه وو چی ولسمشر د تفصیلاتو غوښتنه وکړه. له ناټو سره د افغان حکومت له ګرمو بحثونو وروسته هماغه وو چی ناټو بخښنه وغوښته:″ مونږ درک کړه چی دا یوه تیروتنه وه او هماغه دی چی مونږ یی په اړه بخښنه غواړو.″ د ناټو ویاند نیکولس لنټ.
وروسته بیا د برطانوي ځواکونو یو ویاند وویل چی دا پیغام ددی لپاره خپور شوی وو ترڅو د طالبانو هغه پروپګندا شنډه کړي چی ویل یی: برطانوي ځواکونه د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره سنګین ته تللي دي.
″خلکو به پدی کار سره زمونږ خلاف وسلی راخیستی او جنګ به یی کاوه، نو هماغه وو چی مونږ دا کار وکړ تر څو دوی ته وښیو چی مونږ په طالبانو پسی راغلي یو نه د کوکنارو په له منځه تللو پسی″، کرنل چارلی مایو څرګندونی.
په یاد ولری چی افغان حکومت په کراتو، مراتو شکایت کړی چی هغه څه چی د کوکنارو خلاف شوي کم او په هیڅ شمار دي. محمد اظهر د مخدره موادو او له نشه یی توکو سره دمبارزی وزارت دوخت مرستیال وایی:″ د کوکنار قمیت له غنمو څخه ۷ چنده لوړ دی، او د کوکنارو لپاره تقاضا د ۵۸ ملیونه ډالره دی. زمونږ دهقان بله لار نه لري، مجبور دی چی کوکنار وکري. مونږ سره زیاته مرسته شویدی خو لا تراوسه د غه مرسته کمه او په هیڅ حساب دی. افغانستان د نړی ۸۵٪ کوکنار تولیده وي چی زمونږ په لمن یو تور داغ دی.″
طالبانو په کوکنارو بندیز ولګاوه، بی له دی چی متقابل بدیل وړاندی کړي، دهقانانو عملي کړ. نړیوالی ټولنی ملیونونه ډالر مصرف کړل خو لوبه تراوسه پای ته نه دی رسیدلی. دا دا ښیی چی طالبانو په خلکو باندی څومره نفوذ درلود چی خپل فرامین پری عملي کړي.
د. دیموکراسي او د یموکرات رژیم:
د امریکی تغذیه شوی دیموکراسي په لړزه دی. مقننه قوه له اجرایی او عدلیی قوی سره په پاخه او جدی ټکر کی دی. د امریکی تعریف شوی دیموکراسي د ماشوم په بدن د ناوی خت (قمیص) او یا هم چپنی ته ورته دی چی له افغاني ټولنی سره اړخ نه لګوي.
د لسو کلونو پرمهال راغلی او تربیه شوی رسنیو ته یا هم یوس ایډی او یا هم د امریکی سفارت فنډ ورکوي او یا یی هم جنګ سالاران چلوي.  طلوع او شمشاد له یوس ایډی فنډ اخلي. نِګاه، فردا، اِمروز او داسی نور چینلونه په مخامخ ډول د جنګ سالارانو لخوا تمویلیږي لکه کریم خلیلی د افغانستان دویم مرستیال جمهورریس، حاجی محمد محقق د ولسی جرګی وکیل او یا هم نجیب کابلي پخوانی د ولسی جرګی وکیل په ترتیب سره. که د رسنیو په اړه خبره رالنډه کړو نو ویلی شو که دغه فنډ پری شو، نو بیا به نه طلوع وي او نه هم شمشاد. او له بلی خوه چی جنګ سالاران رسنی تمویلوي نو د بیان د ازادی ته باید خوشبینه نه اوسی په هغه ډول چی ورته امریکا کمپاین کوي.
د بی بی سی او پژواک خبری اژانس د ګډ خبریال اُمید خپلواک وژنه بله تراژیدي دی. د مرحوم فامیل  دده دقتل دعوه په ایساف ځواکونو کړیدی.
یو بل فکټور چی د امریکایی ځواکونو د خوشحالتیا سبب ګرځیدلی، افغان ملی اُردو دی. په یاد ولری چی افغان ملی اردو نه هم تربیه شوی او نه هم مسلکي دی باوجودیکه چی ملیونونه ډالر په افغان ملی پولیسو او اُردو مصرف شویدي.
په کانټینټل، او د کرزي د سرمشاور جان محمد په کورونو باندی حملی په ښه توګه د افغان ځواکونو وړتیا او مسلکی والی ښیی. په دغو پیښو کی افغان ځواکونو ۵-۶ ساعتونو جګړه وکړه تر څو ۸ یا دوه ترهګر له پښو وغورځوي. کله چی د کرزي په ناسکه ورور ولی کرزي باندی په خپل کور کی د هغه د باډی ګارډ سردار محمد لخوا حمله وشوه نو په موقع حاضرو نورو باډی ګارډانو نوموړی ونشو نیولی. خو هغوی سردار محمد وواژه. په یاد ولری چی دداسی مشرانو امنیتی محافظین هیڅکله هم ضعیف کسان نه وي. اوس داچی امریکی او نړیوالی ټولنی په رسمی توګه د انتقال پروسه اعلان کړیدی، او افغان حکومت هم مسولیت ته تیار دی نو باید هرڅه په زور،زیر سره حساب او تول شي.
بالاخره یو څوک پوښتلای شي: ولی امریکایان بی هدفه وژل کیږي؟ ولی ملیونونه ډالر ضایع شول؟ که چیری طالبان ترهګر وي نو بیا ولی دوی ته بیا واک ورسپارل کیږي؟ او که ترهګر نه وي نو بیا ولی له دوی سره امریکی او ورسره ایتلاف لس کلنه جګړه وکړه؟
دا ټول هغه سوالونه دي چی د امریکی ۱۳۰ زرو عسکرو شتون او ددوی غیرجامع جنګی ستراتیژی او د افغان حکومت تیاری چی د انتقال پروسی ته یی نیسي متوجه کیږي. افغان او امریکایی حکومتونه به د ټولو هغو امریکایانو او افغانانو ژوند ته چی په دی لس کلنه جګړه کی یی له لاسه ورکړی مسول او محاسب ګڼل کیږي.
له لیکوال سره په لاندی پته اړیکه ونیسی:
samiullahelam@gmail.com
او له ژباړن سره په لاندی پته :
leekwal@yahoo.com