له خوست نه درې رېپوټونه:

 جنرال جونز:په خوست کې غوره مشرۍ دسولې دټينګښت لپاره هراړخيززمينه مساعده کړې ده

دغه څرګندونې په افغانستان کې دسولې دپروسې په برخه کې دائتلاف دځواکونودعمومي قوماندان مرستيال جنرال جونز دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سره دجرګوپه کورکې ديوې ناستې پر مهال په ډاګه کړې .په دغه ناسته کې دله کابل څخه دجنرال جونزترمشرۍ لاندې څوکيسيزه لوړپوړو نظامي اوملکي چارواکو،دسولې دعالي شورا ددارالنشاء استازي ښاغلي عزيزاحمدزي اوپه خوست کې دولايتي بيارغونې ډلې مشر اونورو کورنيو اوبهرنيو چارواکو ګډون درلود.دناستې په پيل کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دپلازمينې کابل څخه راغلي لوړپوړي کورني اوبهرني پلاوي ته په دې ولايت کې دسولې دمنځته راتګ ،ټينګښت اوساتنې په برخه کې پرشويوپرمختګونوباندې په هراخيزه توګه سره معلومات وړاندې کړل ،نوموړي وويل چې سوله اوامن نه يواځې په دغه ولايت کې ،بلکې په ټول هېوادکې دهرافغان دزړه هيله اوتاريخي اړتياده ،ټول افغانان په دې تمه وخت تيروي ترڅوپه خپل هېوادکې په سوله ،امن ،نيکمرغۍ اودعزت څخه ډک ژوندولري ،ښاغلي نعيمي راغلي پلاوي ته په دې اړه چې دخوست ټولوولسونو دسولې دپروسې ملاتړي دي ،دلته قومي مشران ،ديني علماء ،دمدني ټولنواستازي ،په کليواو ولسواليوکې بېلابېلې شوراګانې دمرکزي حکومت له تګ لارې سره سم په هېوادکې دملي پخلاينې اوسولې لپاره کارکوي ،تل دولايتي ادارې سره په دې برخه کې همکارپاتې شوي دي ،نوموړي وويل چې په خوست کې دسولې دعالي شورا دطرزالعمل مطابق دسولې ولايتي شورا فعاله شوې ده چې په ترکيب يې ددغه ولايت قومي مخورمشران، جهادي شخصيتونه ،ديني علماء ،ميرمنې ،اودټولنې دهرې برخې استازي په کې ګډون لري ،ښاغلي نعيمي  هيله څرګنده کړه چې په هېوادکې دسولې دعالي شورا کړنې اوپريکړې به دسولې دټينګښت لپاره اغيزمنه پايله ولري ،اوله راغلي پلاوي څخه يې غوښتنه وکړه چې په ټولو ولايتونوپه ځانګړې توګه سره په خوست ولايت کې دملي پخلاينې په چوکاټ کې دسولې لپاره جوړې شورا بايدپه هراړخيزډول سره تقويه شي .ورپسې دائتلاف دځواکونودعمومي قوماندان دسولې اوبياپخلاکېدنې دبرخې مرستيال جنرال جونزپه خوست کې ولايت کې په بېلابيلو برخو کې ترسره شوي ټول پرمختګونه وستايل ،دنوموړي په وينا چې دغه ترسرشوې اغيزمنې کړنې دسولې  اوملي پخلاينې له بهيرسره په بشپړه توګه مرسته کولى شي ،ده دبېلګې په توګه وويل ،چې په دې ولايت کې ډيرې لويې قومي شخړې چې کلونه کلونه يې دوام درلود ،چې په پايله کې يې دخوست دولسونو ترمنځ  وروروژنې ،بې باورۍ ،فکري منازعات او ورته ډيرې ناخوالې رامنځته شوې وې ،چې له نيکمرغه اوس دغه قومي شخړې دخوست ولايت دمشرتاپه په منځنګړيتوب اودټولو ميشتوقومونوپه همکارۍ سره حل شوې دي ،چې دخوست ولايت دمشرتابه دغه منځګړيتوب اوزيار دستونزو په حل اودسولې دپروسې سره زياته مرسته کړې ده ،نوموړي زياته کړه چې مونږ دنړيوالې ټولنې په چوکاټ کې دافغانستان په هرګوټ کې دملي پخلاينې اوسولې دپروسې په بشپړه توګه ملاتړکوو،په هغه سيموکې چې سوله اوامن پياوړى کيږي، مونږ هلته دبيارغونې په کارونوکې نورې هم خپلې مرستې زياتې کړو،ترڅودولسي باورپه لاترلاسه کولوسره دسولې لپاره پيل شوې پروسه نوره هم ګړندۍ شي  .


جنرال جونزدا هم وويل په هغه سيموکې چې دسولې اوملي پخلاينې پروسه په بريالۍ توګه سره سرته رسيږي ،افغان حکومت به دنړيوالې ټولنې په مرسته هلته دبيارغونې کارونه چټک کړي،اوهرهغه څوک چې دملي پخلاينې ا وسولې له بهيرسره يوځاى کيږي ،ددوى ژوندبه خوندي وي اوورسره به دسوليزاوارامه ژوندموخه په هربرخه کې لازمې مرستې کيږي ، ديادولووړ ده چې له کابل څخه دغه راغلي پلاوي دسولې دپروسې اوبهيرپه اړه په خوست کې دسولې دولايتي شورا له غړيوسره هم ليدنه وکړه ،ددوى وړانديزونه ،ستونزې اوهغه ننګونې چې دسولې اوملي پخلاينې دپروسې په وړاندې خنډګرځي له ځان سره ياداښت کړي ،ژمنه يې وکړه چې دهواري لپاره به يې دافغان حکومت ،دسولې دعالي شورااونړيوالې ټولنې سره په ګډه تفاهم دحل لاره پيداکوي.همداشان نوموړي دخوست والي ښاغلي نعيمي سره په بېلابيلو برخوکې دلازموهمکاريواومرستوژمنه وکړه
 
دسولې دپروسې دبريا له امله به په خوست کې په لسګونووړې اولويې ټول ګټې پروژې پلي شي.


دغه ټکى په افغانستان کې دسولې دعالي شورا ددارالنشاء استازي ښاغلي عزيزاحمدزي ،دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي سره  ديوې ځانګړې کتنې پرمهال په داسې حال کې چې په دې ولايت کې دسولې دولايتي شورا غړيوهم حضوردرلود څرګندکړ،ددغه ځانګړې ناستې په پيل کې والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دسولې دعالي شورا ددارالنشاء استازي ته دسولې دولايتي دفتر،دکړنو،فعاليتونواولاسته راوړنوپه اړه معلومات ورکړل ،ښاغلي نعيمي وويل چې له نيکمرغه اوس مهال په دغه ولايت کې ولسي باورې پردولت باندې زيات شوى ،دخلکوترمنځ خپل منځي ستونزې دولايتي ادارې په زياتوهڅواوزيارسره هوارې شوې دي ،همداشان دبنسټيزو پرمختګونوپه پايله کې دامنيت په ټنيګښت کې ورځ تربلې ښه والى راغلى ،چې نن ورځ دخوست ټول ولسونه دپخواپه پرتله دسولې اوامن احساس کوي ،اوپه ټولوبرخوکې دخپلې ولايتي ادارې سره همکارۍ ته چمتودي . ده وويل چې په خوست کې داوخت د بيارغونې دکارونولپاره دولسونوپه همکارۍ ښه زمينه مساعده شوې ده ،اړتياده چې په ددغه ولايت دخلکولپاره چې دسولې اوامن په برخه کې له خپل دولت سره زياته همکاري ،زياتې او
ګټورې پروژې پلې شي ،همداشان خوست والي دسولې دولايتي شورا دبېلابيلوکميټوپه اړه هم رڼاواچوله چې داوخت خپل فعاليت په ښه ډول سره دخپلوتګ لارومطابق سرته رسوي ، چې تراوسه پورې په خپلو چاروکې ښې لاسته راوړنې لري .ورپسې دسولې دعالي شورا ددارالنشاء استازي ښاغلي عزيزاحمدزي په خوست کې دسولې اوملي پخلاينې لپاره ترسره شوې کړنې دامن اوثبات په ټنيګښت ګټورې وبللې ،نوموړي وويل چې په دغه ولايت کې دقومي شخړوپه حل سره دسولې دپروسې دبريالپاره ښه زمينه مساعده شوې ده ،په کارده چې دخوست ټول اوسيدونکي دخپلې ولايتي ادارې سره په همکارۍ ددې طلايي چانس څخه ګټه پورته کړې ،دخپلوهغه وروڼودپخلا کولولپاره چې په يوه اوبله بهانه سره ددولت په وړاندې مخالفت کوي ،په بياراوستوکې زياته مرسته وکړي ترڅو دغه مرور وروڼه بيرته خپل هېوادته راستانه شي اوپه سوليز ډول دخپل هېواددجوړولولپاره ملاوې وتړي .نوموړي وويل چې دسولې په سيموکې به  په لسګونولويې او وړې پروژې پلي شي ،چې په دې سره به دسولې اوملي پخلاينې روانه پروسه نوره هم ګړندۍ شي ،اوهمدا شان  ده زياته کړه چې په هېوادکې يې دسولې دپروسې دبريالپاره دنړېوالې ټولنې څخه اته سوه ميليونه امريکايي ډالرترلاسه کړي دي چې په نږدې راتلونکې کې به ددوى په واک کې ورکړل شي ،چې له دغې جملې څخه لس ميليونه امريکايي ډالراوس مهال ددوى په لاس کې دي ،که چيرې په خوست کې دسولې ولايتي دفترلخوا دخلکوپه خوښه وړې اولويې پروژې دوى ته په ګوته شي نودوى به يې په پلي کيدوکې عملي اقدام وکړي .ښاغلي احمدزي په خوست کې دسولې ولايتي دفترټولې کړنې وستايلې اوله دوى څخه يې وغوښتل چې دخوست ولايت دمشرتابه ترمشرۍ لاندې اودنورو قومي مشرانو اوديني علماوو په مشوره سره دې خپل کارونه مخ ته يوسي ترڅو په دې سره په هېوادکې دټولوناخوالو،بدمرغيو اوجګړومخه ونيول شوې .نوموړي په پاى کې  دخوست ولايتي ادارې اودسولې دولايتي دفترله غړوسره دخپله اړخه دهرراز همکاريو ژمنه وکړه.
 
ولسي ملاتړدسولي دپروسي دپياوړتيا اوچټکتياسره اغيزمنه مرسته کولی شی  
دسولې دولايتي دفترچې په افغانستان کې دسولې دعالي شورا په چوکاټ کې په دغه ولايت جوړ شوى ،اوس مهال ٢٨تنه  قومي مخورو مشران ،ديني علماء اوميرمنې يې غړيتوب لري   نن ورځ يې دخوست والي ښاغلي نعيمي په مشرۍ دجرګوپه کورکې مياشتنۍ غونډه وکړه ،خوست والي په خپله پرانيستونکې ويناکې وويل چې دتيرکال په اوږدوکې دافغانستان دولسمشرښاغلي حامدکرزي په نوښت  دسولې عالي شورا جوړه شوه ،ددې شورا لخوادهېواد په ټولو ولايتونوکې همدارازپه خوست ولايت کې دسولې شورا جوړه شوه ،خودافغانستان ولسمشرتل په دې ټينګارکوي چې ولايتي اونورې سيميه ييزې ادارې ،اودسولې شورا غړي بايد په خپلو سيموکې دسولې په ټينګښت ،ډاډمن امنيت ،دجګړواونورو ناخوالوپه وړاندې خپلې هڅې کړندۍ کړي ،ترڅوزمونږ په ګران هېوادکې سوله او امنيت دولسونوپه ملاتړ سره ټينګ شي ،ټول خلک وکړاى شي چې خپلې ورځنۍ چارې په امن اوسوله کې په ښه شان سره سرته ورسوي ،خوست والي زياته کړي چې له نيکمرغه دولايتي ادارې دزياتو هڅوپه پايله کې دخوست دقومي مخورو مشرانو،ديني علماوو،اودسولې دولايتي شورا په مرسته سره دسولې دټينګښت لپاره عملي ګامونه اوچت کړي دي ،دنوموړي په ويناچې نن ورځ دغه دفترپه ټولو اړينووسايلوسره سمبال شوى دى اوخپلې مياشتنۍ غونډې په منظمه توګه سره مخ ته وړي .اوخپلې بې طرفه پريکړې اوتصاميم صادروي .ښاغلي نعيمي زياته کړه چې دامنيت دټنګښت لپاره اوس مهال په خوست کې دامنيتي اوکشفي ارګانونوله اړخه پراخه هلې ځلې په ډيرې همغږۍ مخ ته روانې دي ،له بلې خواپه دغه ولايت کې دټولنيزعدالت دتامين ،دقانون دحاکميت اونورو خيريه کارونوپه سرته رسولوسره دولسونوباورپر ولايتي ادرا ه زيات شوى دى ،دقومي شخړو هواري په دغه ولايت کې دسولې دپروسې دپياوړتيا اوچټکتيا لپاره ښه زمينه مساعده کړې ده ،ددې لپاره چې دسولې په وړاندې ستونزې هوارې شي ،په دغه ولايت کې دټولې بې عدالتيومخه ونيول شي ،ولسونه وکولى شي دامنيت په فضاء کې خپل ګډسوليزژوندته دوام ورکړي ،زمونږ پلان دادى چې ولايتي اوسيمه ييزې ادارې په ځانګړي عدلي اوقضايي ارګانونه ډيرپياوړي شي ،چې په يادو ارګانونوګې دوړتياووپه لوړيدوسره کيداى شي ،په ټولوباندې قانون په ښه بڼه سره پلى شي ،اودزياتو ناخوالومخه ونيول شي .نوموړي دخپلوخبروپه ترڅ کې داهم وويل ،چې زمونږ هلې ځلې اوکوښښونه په دې اړه هم روان دي چې دخوست په ولايت کې بنسټيزې پروژې پلي ،دخلکولپاره دکارښه زمينه برابروکړو ،اودبې کارۍ کچه له منځ څخه يوسو،ده دخپلې وينا په وروستۍ برخه کې دسولې شورا دغړو هيله وکړه چې دسولې په پياوړتيا ،دامنيت په لاټينګښت ،دقومي شخړو ،اونورو ناخوالوپه له منځ څخه وړلو کې عملي ګامونه اوچت کړي ،همدرازپه ټولنه کې دناوړه دودونو ،رواجونوپه مخنيوي کې دعامه پوهاوي اغيزمن پروګرامونه مخ ته يوسي ،چې داهم په خپل وارسره دټولنيزې سولې په ټينګښت کې مرسته کولى شي ،وروستې دسولې دشوراغړو دخپلوکړنو،لاسته راوړنو اوستونزوپه اړه دخوست ولايت مشرتابه ته هراخيزمعلومات ورکړل ،ددې ترڅنګ يې دسولې دپروسې دلاپياوړتيا اوبهيرپه موخه ښه وړانديزونه وکړل چې دناستې دټولوبرخوالولخوا دمنلو وړګرځيدل ،دوى دخپلوخبروپه ترڅ کې خوست والي ته ډاډ ورکړ چې دخپلې مقدسې دندې په سرته رسولوکې به تل زيار وباسي ترڅو په دغه ولايت کې دسولې اوملي پخلاينې ټولې تګ لارې اوکړنلارې په ښه ډول سره پلي شي .