
احمدشاه ابدالي جرګه
انګېزې او انګېرنې
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
پاکستان: "شرير دولت، يا، ناکام دولت"
ترهګري د "برتانوي پاکستان" له زېږونې سره غبرګه زيږول شوې
ناټو او انډيوالان يې بايد د خپلو وسلو خولې په لاهور اوراولپينډۍ کې د ترهګرۍ روزونکو، ځالو او خپرونکيو پر لور واړوي
د افغانانو ترمنځ د "شيخ اُسامه بن لادن" شهرت ـ د هغه پر سخاوت سربېره ـ له دې کبله هم لوړ شوى و چې خورا زړور او توريالى و. د سي اِن اِن له تلويزيون سره په يوه مرکه کې، دا خبره جوته شوې وه چې څو ځله "سرسري" ټپي شوى و او د شوروي له خوا د زهرجن غاز له بريدونو سره مخامخ جنګېده. په ١٩٨٩ زيږديز کال يې د شوروي پوځونو پرخلاف د ځاځيو په خورا پرېکنده جګړو کې برخه لرله. که څه هم په افغانستان کې د بهرنيو مجاهدينو د شمېر په هکله کوم دقيق مالومات نه و، خو د ١٩٨٠ کلونو په وروستيو کې د عربو ـ سعودي، يمني، الجزايري او مصري ـ مجاهدينو ګڼه د ٢٥ او پنځوس زره تنو په شاوخوا کې اټکل کېده. د افغان مجاهدينو شمېر اټکل د ١٧٥ او ٢٥٠ زره تنو ترمنځ و.
د ١٩٨٨ او ١٩٨٩ کلونو په بهير کې د اُسامه بن لادن او ډاکتر عزام ترمنځ اړيکي ترينګلي شوي وو. عبدالله عزام د داسې يوه اسلامي "ګړندي-غبرګون ځواک" د جوړلو په لټه کې و چې د نړۍ په هر ګوټ کې د تر ظلم او استبداد لاندې مسلمانانو ملاتړ ته ور ودانګي. د همدې تفکر پر بنسټ و چې د القاعده جوړولو ته يې لار پرانيزې وه. له بن لادن سره د ډاکتر عزام د مخالفت يو لامل دا وچې نوموړي [عزام] غوښتل ګړندى غبرګون ځواک يواځې د "کفارو" پرخلاف وکارول شي، خو بن لادن له اسلامه د ګرځېدلو "عربي لاسپوڅو رژيمونو" په خلاف هم د هغه د استعمال د جواز لرلو پلوي و. پدې هکله لارنس رايټ د خپل کتاب په ١٤٣ مخ کې ليکي چې: ".. بن لادن له پېښور څخه د تل لپاره تر وتو د مخه عزام ته د خداى پاماني لپاره ورغى. د بن لادن شهرت څه ناڅه عزام کمځواکه کړى و، خو د دوى ترمنځ دوستي لا خوندي پاتې وه. هغوى يو بل اوږدې شېبې په غېږ کې نيولي وو او دواړو اوښې تويولې. داسې څرګندېدله چې ګواکې هغوى پوهېدل بيا به يو بل ونه ويني." Al-Qaeda's Road to 9/11 – Lawrence Wright
د دواړو ترمنځ د داسې مخالفتونو په نتيجه کې، د ١٩٨٩ کال د نوامبر پر ٢٤ عزام او دوه زامن يې ـ ابراهيم او محمد ـ هغه وخت د يوه بمي بريد په پايله کې ووژل شول چې په پېښور کې د جمعې د ورځې لمانځه ته روان وو. که څه هم ـ لکه د نورو داسې وژنو په هکله ـ د عزام د قتل په اړه هم بېلابېلې نظريې موجودې وې، خو ګروېژنو او شواهدو داسې ښودل چې د دې قتل شا ته، د بن لادن په لارښودنه، د ډاکتر الظواهري لاس و.
د عبدالله عزام د وژلو په هکله يوه بله نظريه هم شته وه. لارنس رايټ ليکي چې د عربو ګڼ شمېر د حکمتيار پلويان وو. خو يواځې د عبدالله عزام زوم، عبدالله انس، شيخ عزام وهڅاوه چې پنجشېر ته د احمدشاه مسعود د ليدلو لپاره لاړ شي." دا هغه مهال و چې د مسعود شهرت ته، له کې جي بي سره له يوې خوا، او له اِم آى- ٦ سره له بلې خوا د اړيکو لرلو له کبله زيان رسېدلى و. رايټ ليکي چې مسعود او سل تنه جنګيالو يې ډاکتر عزام ته د پاکستان پر پوله ښه راغلاست ووايه. د لارنس پر قول، چې د دواړو [عزام او مسعود] خبرې يې يوه بل ته ژباړلې، مسعود "لکه د کوچي پرڅېر" د خوب په دوه کوټييزه ودانۍ کې ژوند کاوه. عزام د مسعود تواضع او، د نورو مجاهدينو د نامنظمو وسلوالو له دسپلين سره په پرتله، د نوموړي کسانو ډېر اغېزمن کړى و. کله چې پېښور ته راستون شو، عزام د مسعود په اړه د خپلې مفکورې بدلون له چا پټ نه کړ. هغه حتى سعودي عربستان او کويټ ته ولاړ چې په بهير کې يې ويل: "ما رښتيونى اسلامي مجاهد ليدلى. هغه مسعود دى." عزام مخکې له مخه ډېر غليمان لرل. بن لادن عزام ته زارۍ کړې وې چې هغه مهال ورته له ډېر خطرناک شوي پېښوره څخه ووزي. يوه جمعه د حکمتيار کسانو د عزام کور ته نږدې جمات مخې ته يو پياوړى بم شنډ کړ. د ١٩٨٩ کال د نوامبر پر ٢٤ ـ د عزام له وژل کېدو څه د مخه ـ د نوموړي پياوړي رقيب، ايمن الظواهري، د پېښور په کوڅو کې د ګنګوسيو په خپرولو بوخت و چې ګواکې عزام د امريکايانو لپاره کار کاوه. او پر سبا يې، لکه د هغه د نورو په خوښيو کې ډوبو ډېرو غليمانو پر څېر، د هغه په جنازه کې ونډه لرله او د "شهيد شيخ" ستاينه يې کوله.
ايمان الظواهري:
الظواهري د ١٩٥١ کال د جون پر ٩ د مصر په الشرقيه کې په يوه ډېره اغېزمنه او درنه کورنۍ کې وزېږېد. نيکه يې، ربيع الظواهري، د الاظهر د جومات امام او پلار يې د طب پروفيسور و. مور يې د ډاکتر عبدالواحَد عزام لور وه. نوموړى د قاهرې د پوهنتون رئيس او د هنر او ادبياتو د پوهنځي مشر و ـ چې څه وروسته بيا پاکستان ته د مصر د سفير په توګه استول شوى و. نو د يوې خورا نامتو طبي کورنۍ غړى، ايمن الظواهري په ١٩٧٤ کې د طب پوهنځي سر ته ورساوه.
په ١٩٩٦ کال الظواهري پېښور ته ولاړ. د کوچنيوالي په مهال يې په پاکستان کې ژوند کړى و او له دې کبله چې نيکه يې په هغه زمانه کې هلته د مصر سفير و، نوموړى هيواد يې خپل دويم کور باله. ډېر ژر له پښتني جامو، کميس- پرتوګ، اغوستلو سره بلد شو. ورور يې محمد هم چې له وړوکوالي تل د ده په څنګ کې و، په پېښور کې له ده سره يوځاى شو. الظواهري په پېښور کې د سرې مياشتې له روغتون سره، چې کويټ تمويلاوه او د مسلمانو وروڼو [اخوان] اغېز پکې ډېرى و، په کار پيل وکړ. هغوى ترې کرکه کوله ځکه چې د "تراخه حاصلات" تر سرليک لاندې په يوه مقاله کې الظواهري اخوانيان پړه بللي و چې ".. له کفارو حکومتونو.." سره يې سازش کاوه ـ د دې "موخه له ټولو عرب حکومتونو" څخه عبارت وه. ده اخوانيان "د استبدادګرو د لاس وسيله" بلل؛ او ورځنې يې په بربنډه توګه غوښتنه کوله چې "اساسي قوانين، انسان جوړ کړي قوانين، ديموکراسي، ټولټاکنې او پارلمانونه" په ډاګه وغندي او د هغو رژيمونو پر خلاف د جهاد ناره پورته کړي چې پخوا يې په خدمت کې وو.
تکفير والهجره:
په ١٩٧٠ کلونو کې د تکفير و الهجره په نوم يوه ډله، چې د القاعده "پيلامه" وه، په مصر کې وپنځېده. د هغوى مشر، مصطفى شُکرى، چې د مصر په جېلونو کې پوخ شوى و، څه ناڅه دوه زره غړي لرل. هغوى د سيد قطب انګازې [اثار] لوستلې او پدې هيله و چې يوه ورځ به له داسې يوه ځواک سره راستنېږي چې کفارو ته سبق ورکړي. د مصر مطبوعاتو د مصطفى پالندويان د اهل الکهف [د سمڅو اوسيدونکي] وبلل. څه موده وروسته د تکفير و الهجره غړيو په قاهره کې د ديني اوقافو يو پخوانى وزير، شيخ محمد الضحابي، پرې د تکفير د حکم پر بنسټ وتښتاوه. په غبرګون کې يې د مصر پوليسو د تکفير و الهجره ډېر غړي ونيول؛ د هغوى مشر، شُکري مصفى، او پينځه تنه نور اعدام شول.
په قرآن کريم کې په جوته توګه ويل شوي چې مسلمانان بايد هېڅوک ـ له هغه چا پرته چې قتل يې کړى وي ـ ونه وژني. قرآن شريف وايي چې که څوک يو تن ووژني، ".. لکه ګرد بشر يې چې وژلي وي ... جزا به يې د تل لپاره جهنم وي." نو څنګه او پر کوم بنسټ د الجهاد پر څېر اسلامي ډلو ځواک ته د رسېدو پر موخه د مسلمانانو پرخلاف له تشدد څخه کار اخستل پرځاى ګڼل. د دې په ځواب کې سيد قطب د يوه حديث شريف پر اساس وايي چې هر اسلامي مشر چې شرعۍ قانون نه پلى کوي، ذنديق بلل کېږې. د ياد شوي حديث شريف پر بنا د يوه مسلمان وينه بايد، له درۍ حالته پرته، تويه نه شي: قاتل ته جزا؛ د واده لرونکي له خوا زنا؛ او يا له اسلام څخه مخ اړول.
د مصر يو پخوانى ولسمشر، انور السادات، د تکفير لومړنى قرباني و. "القاعده د ٩/١١ پر لور"، لارنس رايټ ـ ١٢٣-٢٤ مخونه