مطبوعاتي اعلامیه

مطبوعاتي اعلامیه
اسلام آباد ـ ۲۰۱۱ د اګست ۹ مه : د اګست په ۷ مه نیټه د The Nation ورځپاڼې د Pak-Afghan Ties تر عنوان لاندې یو سرمقاله خپره کړې او په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوئ سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي په حواله یی داسې تحلیل کړې چې امریکا د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دې . په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت نوموړې مطلب په کلکه ردوي .
ښاغلي داودزي په نوموړې مرکه کې چې د وقت تلویزون سره یی کړې په ډیر واضح ډول ویلي وو چې امریکا د افغانستان او پاکستان طبعي متحد دې . نوموړي دواړو ګاونډيو هیوادونو ته د ورپيښو ګډو مشکلاتو لمنځه وړلو لپاره په ګډې همکارۍ تاکيد وکړ .
په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د The Nation ورځپاڼې څخه په ټينګه غوښتنه کوي چې په راتلونکې کې د داسې مهمو موضوعاتو په خپرولو کې ډیر مسئولانه چلند وکړي.
 
دافغانستان اسلامي جموریت سفارت
پاکستان – اسلام اباد