بې خونده خبرې (۹): خره څومره بختور يې!!!

  
 
وسیم سجاد، کابل
جون۲۰۱۱،۱۴
خبریال خبري، علمي، فرهنګي او... سایټ د خرو د سرشمیرنی په اړه د جون په ۲۰۱۱،۱۴ یوه سروی خپره کړی وه. سروی وایی چی په پاکستان کی د خرو شمیره د تیر کال په پرتله سل زره زیاته شویدی. د خرو فعلی شمیره ۴ ملیونه او ۷ سوه زرو ته رسیږي. د پاکستان د لایوسټاک د اداری په روایت چی تیر دوه کلونه د خرو دشمیر دزیاتیدو په اړه بی ساری وو!!!
د اسونو شمیره: څلورسوه زره
کچری: دوه سوه زره
وزی او وزګړي: ۶ کروړه او ۱۵ لکه
میږي او مږان: دوه کروړه او ۸۱ لکه
دا سروی بیا تر پایه د غواوو، میښو د شمیر په اړه هم مالومات لري خو خوندوره هغه یی دخرو دی. د پاکستان د حیواناتو اداره وایی چی پرته د خرو څخه د نورو حیواناتو په تعداد کی کوم پراخ زیاتیدون نه دی راغلی.
ددی سروی په لیدو می له خره سره بی کچی کینه،تبعیض او هرڅه یی چی تاسو بولی پیدا شو. هغه حیوان چی خنځیر سری دی، سرتمبه دی او... بیا هم زمونږ څخه ښه دی. سروی یی کیږي، سرشمیرنه یی کیږي او دسرشمیرنی موخه هم داوي چی دندی وموندل شي، خدماتو ته وده ورکړل شي. بس د الله کمال دی چی چاته عزت ورکوي او چاته ذلت.
د شوروی سره د جهاد پرمهال، خر زمونږ سره اوږه پر اوږه (له کچرو بخښنه غواړم—هغوی هم په دی مقدسه جګړه کی وی) مصروف وو. له تری منګل څخه نیولی تر ځاځی اریوبه او بیا له هغی تر دوبندی او ازری او بیا له همدی لاری تر سمنګانه د وسلو حمل و نقل دوی کاوه. په دوه زره یولسم کی یی هم جاپان سره له ټویوټا او هونډا چلنج کړیدی. بدخشان ته ټویوټا نشي تللی خو خر مو بیا د ترانسپورت تر ټولو غوره وسیله دی. په غزني کی حکومت یو ځل په موټر سایکلو په دی وجه بندیز ولګاوه چی د طالب جان له شره په امان وي، طالب جان حسب ضرورت متقابل اکشن واخیست او په موټرو یی بندیز ولګاوه هماغه وو چی خلک له خرو څخه ګټی اخیستنی ته مجبور شول. ځکه چی د مواصلاتو یواځینی وسیله وه. ما تل ویلي چی طالب جان له نوو تکتیکونو کار اخلي او اخیستی یی دی: انسانان یی خو ډیر خره کړل چی ځان والوځوي کوم ځل یی په خوست او کندهار کی له خره هم ګټه پورته کړیوه. په امریکایانو یی ورشیوه کړیوو او درز چی خودکُش!!! (اپریل۲۰۱۰،۲۹)
مونږ باید خره ته خاص عقیدت او پیرزوینی وړاندی کړو په هر ډول سخته او ربړه کی له مونږ سره دی لکه: د شوروي سره د جهاد پرمهال، دامهال خُودکُش، د ټاکیز کمپاین د بکسونو د انتقال پرمهال، د ټرانسپورت مهمه او اهمه وسیله، ځوان مکتبیان او مدرسه وال هم کله، کله له خپله لاسه تیریږي او له خره سره جماع!!! کوي.
په ادبیاتو او ورځینی کمیونیکشن کی هم خره ځای موندلی دی. قران عظیم د خره غږ ته د بدترین غږ ایوارډ هم ورکړیدی: اِنا اَنکر الاصواتِ لصوت الحمیر. شاعر صیب هم وایی که غلط نشم—حافظه می شعر سیی نشي ساتلی—لکه چی د عبدالرحمان بابا دی:
په غوجل کی باری خر او کچر شه دی—نه په خونه کی جاهل او بی طلب
پښتانه ماشومان تل په خره یادیږي. تک شین خو یی بیا تاکیداُ استفاده کیږي. په سکسی لحاظ هم خر سټرانګ(قوی) دی. بلا ورسره دی!!!
 د سخت کار، مُشقت سمبول دی چی اوباما ورڅخه د خپل انتخاباتی کمپاین پرمهال  دټاکنیزی نښی په حیث ګټه پورته کړه. د ترکیی اوسنی حکومت دارو ته هم خره ویل کیږي ځکه چی شپه او ورځ نه ګوري او ترکیه جوړه وي. خو مونږ بیا داسی کوم خر پیدا نه کړ. دلته بیا د خره هغه صفت چی سرتمبه دی، خنځیر سری دی، خپله اوري او دبل چا نه مني ډیر دي: لکه داوودخان، هوری په روسیه کی بریژنیف، لږ دی خواته بیا حکمتیار او بیا په دابل پلو یی  اوسنی مشر ملا عمر.
ددوو خنځیر سرو (داوود خان او بریژنیف) له وجی افغانستان او لوی شوروی دړی وړی شول، د دا بل له وجی افغان جهاد او حزب سر وخوړ، او بیا د ابل د داسی یو عرب په سرټینګ وو چی په خپل کور کی یی د خپی(پښی) کیښودلو ځای نه درلود او ده ویل نه میلمه د خدای دوست دی. خو هلکه مهمان نه تا نوروز. دا خو بیخی کوربه شوی وو. 
د خره محبت ځانګړی شهرت لري وایی چی د خره مینه لغته دی. چی د امتل له شمالی ټلوالی او سردار پُرافتخار اسلام مسعود کبیر سره ښه صدق کوي: چا چی هم ورسره ایتلاف کړی، ملا یی ورماته کړیدی. د بادار او غلام اړیکه هم همدا ډول دی. چی دامریکی او زمونږ دا ډول یی غوره مثال بللی شو.
خر له اوسني طبی مشورو هم برخمن دي، دوی ټول ویجیټرین (سبزی خوړونکی) دي له غوښی سره یی نه لګي.او حرامی اولاد یی بیا کچره بلل کیږي.  
د خره متوسط عمر ۵۰ کاله حساب شوی یعنی کوم هغه یی چی د پاکستان سره یوځای پیدا شوي وي کیدای شي تراوسه ژوندي وي.
خر ښه ذهن لري، تر ۲۵ کلونو پوری خپل پخوانی انډیوال خر نه هیره وي او په ذهن کی یی پاتیږي. همدا ډول یی محبت درواخلی ۲۵ کلن محبت او یا تر ۲۵کلونو يو څوک په ذهن کی ساتل اوږ دمهالی محبت نه دی نو څه دی؟ له ښاري جلکی یی هم میدان وړی:یار له کوڅی تیر کړه رنګ یی هیر کړه. ۲۵ کاله خو بیا بیله خبره دی.
خر، څوک نه شي کولای  په زور او یا هم په ‌ډار کوم کار ته وهڅوي ترڅو یی چی خپل امنیت او حفاظت نه وي لیدلی. د اسونو په پرتله خره ډیر زیات ازاد طبیعته دي. که غواړی چی خر تربیه کړی نو د خبرو او عمل له لاری یی کولای شی په لار راولی نه د تشدد له لاری. خبری ډیری سر یی یو دی هغه داچی عدم تشدد حیوانات هم ښه سړیتوب ته هڅولای شي. خر هغه وخت په تاسو ډیر باوري کیږي کله چی پوی شي چی تاسو یی د ژغورلو هڅه کوی. د خرونو او ددوی د کورنی د ځانګړو خدماتو له وجی باید یوه ځانګړی ورځ ددوی په نوم شي که د حیواناتو د تحفظ اداری داسی کوم کار کړی وي نو مونږ دی په جریان کی واچوي چی ویی لمانځو او که نه، نو جدي پاملرنه یی غواړو او که کولای شي نو خبره دی بیا تر ملګرو ملتونو او د اسلامی هیوادونو تر کانفرانسه وغځوي، زمونږ همدردي او نیکی هیلی له دوی سره دي ترڅو د یو نوموتي حیوان د قدرونو او احتراماتو بزرګداشت مو په سیی توګه ترسره کړی وی.
leekwal@yahoo.com