
دافغانستان اســــــلامي جمهـوريت
د سيمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره
د میدان وردګو ولایت
جمهوري اســلامي افغانستان
اداره مسـتقل ارگانهاي محلي
ولايت ميدان وردگ
Islamic Republic of Afghanistan
Independent Directorate for Local Governance
د دفتر رياست ------------- مطبوعاتی دفتر
مطبوعاتی اعلامیه ---------------- maidan.pressoffice@gmail.com ------------ ۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰
میدانښار، وردګ (۱۳ زمري ۱۳۹۰)
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې دلوګر دولایتي شورا پخواني ریس عبدالحکیم سلیمانخیل او ددې ولایت جهادي او قومي مخور مشر ګلبدین لوګري دحق نارې ته لبیک ویلې.
انا لله و انا الیه راجیعون
ارواښاد عبدالحکیم سلیمانخیل او ارواښاد ګلبدین لوګری دواړه دلوګر ولایت قومي با نفوذه زړه سوادنه مشران،جهادي اتلان او دافغانستان په کچه پیژندل شوې څيرې وي، دواړه په هېواد او وطن مین شخصیتونه وو تل یې ددې هېواد دښه راتلوونکي او سوکالۍ لپاره هلې ځلې کولې، دنوموړو مړینه دهېواد او په ځانګړې ډول دلوګر ولایت دشریفو ولسونو لپاره یوه ستره ضایع ده.
زه دمیدان وردګو ولایت دولسونو په استازیتوب خپل دخواخوږۍ او غم شریکۍ مراتب دلوګر ولایت قدرمن والي، ولایتي شورا غړو، دسولې ولایتي شورا مشرانو، دلوګر ولایت ټولو میشتو ولسونو او د ارواښادو کورنیو ته وړاندې کوم، دخدای ج له دربار څخه دواړو ته دفردوس جنت او کورنیوو ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوم.
محمد حلیم فدایي
دمیدان وردګو والي