
احمدشاه ابدالي جرګه
ترهګر او ترهګرۍ په يوويشتمه پېړۍ کې
انګېزې او انګېرنې
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
پاکستان: \"شرير دولت، يا، ناکام دولت\"
ترهګري د \"برتانوي پاکستان\" له زېږونې سره غبرګه زيږول شوې
ناټو او انډيوالان يې بايد د خپلو وسلو خولې په لاهور اوراولپينډۍ کې د ترهګرۍ روزونکو، ځالو او خپرونکيو پر لور واړوي
اتمه برخه:
اُسامه بن لادن څوک و:
اُُسامه بن لادن، د ١٩٥٧ زيږديز کال د جولاى پر ٣٠ نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه، رياض، کې زېږېدلى و. پلار يې، محمد بن لادن، د يمن تبعه و او په ١٩٣٠ زيږديز کال کې يې د بېوزلۍ له کبله د سعودي عربستان جِدې ښار ته کډه کړې وه ـ پنډيتوب يې کاوه. محمد بن لادن \"لږ تر لږه\" لس ودونه کړي وو؛ اسامه يې د ٤٣ ژوندي پاتې شويو اولادونو څخه ٢١ زوى و. پر بشپړه باوري توګه څرګنده نه ده چې مور يې، حميده، د سوريې [شام] وه که د سعودي عربستان. اُسامه له خپلې مور څخه څو سکه خوندې لرلې، خو سکه ورور يې نه درلود. مور يې لا تر ٢٠٠٢ زيږديز کال پورې ژوندۍ وه، بل مېړه يې کړى و او تر هماغه مهاله پورې يې له خپل زوى سره اړېکي ساتلي وو.
سعودي عربستان ته تر کډې وروسته، محمد بن لادن په هغه هيواد کې د ودانولو پر دنده لاس پورې کړ او په هغه کې بريالى و. د سعودي عربستان د تېلو شتمنو کلونو په بهير کې يې د سعودي له ټولواکې کورنۍ څخه د جوماتونو او دولتي ودانيو جوړول ټېکه کړل، او د کورنۍ ماڼۍ يې ودانې کړې چې په پايله کې يې د سترو شتمنيو خاوند شو. نوموړى په ١٩٧٠ کال د الوتکې د راغورځېدو له کبله ومړ.
داسې موارد شته چې په ځوانۍ کې اسامه بن لادن او کورنۍ يې لوېديځ ډوله لاوبالي ازاد ژوند درلود. يو ګڼ شمير خپاره شوي انځورونه [فوټوګان] ځوان اسامه او د ګڼې کورنۍ ګڼ نارينه او ښځينه خويندې وروڼه يې، د ميني- سکرټ په شمول، په پاريس، لندن او سويتزرليند کې د لويديځ نوي کول په پاروونکو جامو کې ښيي چې د فلمي کامرو مخې ته ولاړ دي. نه يې پر سر د چلتار کومه نښه شته، او نه د \"حجاب\" کومه نښه ليدل کيږي. عرب ټولواکان، لکه د پنجابي پوځي بيروکراسۍ په څير، خپل ځان ته د ژوند اوتهذيب ځانګړى قوانين لري؛ خو عام ولسونو د اسلام د مقدس په نوم تر استبدادي کوتکو او چړو لاندې وژني.
خو اسعد ابوخليل د \"بن لادن، اسلام او د ترهګرۍ پرخلاف د امريکا نوې جګړه\" کتاب کې ليکي چې که څه هم لوېديزې سرچينې په ځوانۍ کې د نوموړي ژوند نابندوباره او له فساد سره يوځاى ښيي، خو پدې اړه \"هېڅ شواهد\" نشته. واقعيت د دې ښکارندوى دى چې اُسامه له تنکۍ ځوانۍ څخه راهيسې \"حياناک\" او مومن و، او هغه وخت يې بنسټپالنې ته مخه کړې وه کله چې د ټولواک عبدالعزيز په پوهنتون کې محصل و. د سيد قطب ورور، محمد قطب، چې د مسلمانو وروڼو \"اخوان المسلمين\" د غورځنګ تيوريسن و، په پوهنتون کې د نوموړى د اسلامي پوهنو ښوونکى و. د دې لپاره چې د السعود د کورنۍ نوم ترې لرې کړي، بن لادن په ١٩٧٠ کلونو کې ـ کله چې په پوهنځي کې محصل و ـ کمپاين پيل کړى و چې هغه پوهنتون دې \"رياض پوهنتون\" وبلى شي. ويل کېږي چې نوموړي په هماغه مهال له يوه فلسطيني بنسټپال، عبدالله عزام، سره هم پېژندلي وو.
عزام په افغانستان کې د شوروي پوځونو پرخلاف جهاد کې د نړيوالو مجاهدينو پر استخدام بوخت و.
کله چې د جرنيل ضيا تر کومندې لاندې په افغانستان کې د شوروي پرخلاف جهاد پيل شو، نو د پنجابي جنرالانو په نوښت د افغانانو د جهاد د نړيوال کولو پروسه پيل شوه. د دې پروسې په بهير کې، د افغانانو د غوښتنو پر خلاف، د نړۍ له هر ګوټ نه د \"رضاکارانو\" په راغونډولو لاس پورې کړل شو؛ د آى اس آى، سي آى اې، موساد او ام آى ٦ په هڅونه په زرګونو \"اسلامي فدايان چې د خپلې ګروهې، او د امريکا او لوېديځوالو ارادې او زړه ته د خورا نږدې داعيې [يانې د سړې جګړې خپل حريف، شوروي، د وهلو] لپاره مرګ ته تيار وي\"، د عربستان په پيسو او پاکستان په ويزو پيښور ته راتويې او افغانستان ته واستول شول. د سعودي عربستان په شمول، عربي نړۍ خپلې \"بنديخانې ماتې کړې\"، ټول جنايتکاران يې \"مقدس جهاد\" ته مامور کړل ترڅو پدې توګه له خپلو \"غلو، قاتلانو، سړي وژونکو او ورانکارانو\" څخه ځانونه خلاص کړي.
د پاکستان پوځ او څارګرو، د خپلو د دوديزو ترهګرۍ ميتودونو د په کار اچولو په ترڅ کې، چمتو شول چې د شوروي د اکمالاتي لارو د تړلو په موخه په ځانمرګي تخريبي عملياتو ډاډ وکړي. خو دا ماموريت سخت ثابت شو ځکه چې د افغانستان حتى \"ډېر اسلامپال هم چمتو نه وو چې د ځان وژنې په عملياتو\" لاس پورې کړي. د بېلګې په توګه، کابل شمال ته د سالنګ تونل د الوزولو لپاره، [کرنيل] يوسف د لارۍ بمونو د چوولو وړانديز وکړداسې چې آى اِس آى به د تيلو په ټانکرونو کې د چاودېدونکو موادو په ايښودلو کې مرسته کوي او [افغان مجاهدين به د يوه ځانمرګي ماموريت په ترڅ کې هغه چوي.] خو افغانان دې کار ته چمتو نه وو. لدې کبله د دې کار د تر سره کولو لپاره، لدې پرته چې د لارۍ ډرايور دې ته تيار شي چې ځان ووژني، بله عملي لار نه وه. هغو افغانانو چې د افغان جهاد واکمن، کرنيل يوسف، روزلي وو، په يوه خوله د ځانمرګۍ بريدونو وړانديز رد کړ ځکه چې د دين پرخلاف و. دا يواځې د سعودي عربستان، اردُن، الجزاير، او نورو هيوادونو عرب رضاکاران وو چې په يوه بشپړ بل کلتور کې لوى شوي وو، په خپله ژبه يې خبرې کولې، \"او پداسې حال کې چې له خپلو کورونو او کورنيو څخه لرې په جګړه بوخت وو، د اسلام ځانګړى تعبير يې کاوه.\" همدا وګړي وو چې بيا وروسته يې د ځانمرګي بريدونو ښوونه يې کوله. د افغان ملت رښتينو مجاهدينو، چې له خپلو کورنيو، ټبر، سيمېيزو او ټولنيزو شبکو سره اوبدل شوي وو، په لوړه کچه په ځانمرګي بريدونو کې ونډه نه لرله. ډېرى وخت يې په پلونو او تجارتي لارو هم، که چېرې به د ملکي سوداګرو او کروندګرو لپاره د اهميت وړ وو، له بريد کولو څخه سرغړونه کوله.
پر هماغه مهال، اسامه بن لادن له يوه بل \"بنسټپال\"، ايمن الظواهري، سره د جهاد د وختونو په افغانستان کې پېژندګلوي موندلې وه. مصري تبعه، الظواهري، چې يو مسلکي طبيب و، د سيد قطب عملي پالندوى او په مصر کې يې د \"سکيولر\" دولت پرضد په ګڼ شمېر انقلابي کړنو کې ونډه لرله. ابو خليل ليکي چې د الظواهري فلسفه \"حتى له قطب\" سره په پرتله خورا شديده وه. د \"اسلامي جهاد\" په نوم خپل ګوند يې پر خورا خشن لوري روان کړى و او د مصر په خاوره کې يې ګڼ شمېر بهرني سيلانيان وژلي وو.
اُسامه بن لادن، مخکې له دې چې له ايمن الظواهري سره وپېژني، په پوهنځي کې د زده کړو پر مهال د سيد قطب انګازې لوستلې وې او ترې ژور اغېزمن شوى و. پداسې حال کې چې د خپلې کورنۍ په تجارت کې په دنده بوخت و، بن لادن خپله انرژي او منابع د اسلام د پرمخ تګ لپاره په کارولې. په سعودي کې يې د هغو اسلامپالو ملاتړ کاوه چې په يمن کې د کمونيزم پر خلاف جنګېدل. د ١٩٧٩ کال د دسامبر پر ٢٦ نېټه پر افغانستان د شوروي پر يرغل پسې د يوې مياشتې د ننه، اسامه بن لادن پاکستان ته ولاړ. هلته يې له برهان الدين رباني او عبدالرب رسول سياف سره، چې د حج پر مهال يې ورسره پېژندګلوي موندلې وه، وليدل.
روهان ګُنراتنا ـ \"په القاعده کې د ننه\" ـ نومي کتاب کې ليکي چې د ديني زده کړو ښوونکى او د جمعيت اسلامي مشر، رباني؛ او سياف د هغو اووه تنه سترو کومندانانو [تنظيمي مشرانو] له ډلې څخه وو چې د شوروي پرضد يې جهاد کاوه. په جهاد کې دوى د هغه نړيوال ائتلاف پوځي، لوژستيکي او مالي ملاتړ لاره چې سي آى اې جوړ کړى و. په دې ائتلاف کې امريکا، برتانيا، سعودي عربستان، پاکستان، چين او ګڼ شمېر نور هيوادونه شامل وو. کله چې اُسامه د لومړي ځل لپاره پېښور ته ولاړ، هلته ډېر لږ شمېر عرب مجاهدين وو چې په شوروي ضد جګړه کې يې ونډه لرله. خو نوموړى د يوې لنډې مودې په بهير کې د ډاکتر عبدالله عزام تر اغېزې لاندې راغى.
ډاکتر عبدالله عزام په ١٩٤١ کال د شمالي فلسطين په يوه کلي کې زېږېدلى و. په ١٩٦٧ کال د اسرائيلو له خوا د اردن د لوېديزو غاړو له نيولو وروسته، عزام اردن ته ولاړ چې د اسرائيلو د اشغال پرخلاف په مقاومت کې برخه واخلي. له اردن څخه (د جرنيل ضياالحق تر کومندې لاندې د پاکستان اجيرو پوځيانو په مرسته) د فلسطين د ازادۍ د سازمان له يستلو وروسته، نوموړى مصر ته ولاړ چېرې چې يې په الاظهر پوهنتون کې هم په شرعۍ قانون کې د دکتورا لپاره سبق وايه او هم يې په هغه پوهنتون کې درس ورکاوه. په ١٩٧٩ زيږديز کال کې نوموړى د \"اسلامي فعاليتونو\" له کبله له ټولواک عبدالعزيز پوهنتون څخه اخراج او په نتيجه کې يې پاکستان ته ولاړ.
[له اردن څخه د فلسطيانو په شړلو کې جنرال ضيا، چې پر هغه مهال لا جنرالۍ ته نه و رسېدلى، ستره برخه لرله. نوموړى د هغو پاکستاني پوځيانو کومندان و چې د فلسطيني مهاجرينو وينو تويولو ته اجير شوى و.]
له اُسامه بن لادن سره په ګډه، عبدالله عزام په ١٩٨٤ زيږديز کال کې د \"افغان خدماتو دفتر\" په نامه سازمان جوړ کړ. دا سازمان په ځانګړې توګه د بهرنيو، په تېره عرب مجاهدينو لپاره جوړ شوى و. هغوى د الانصار په نامه، د جهاد لومړنى روزنيز کمپ د پکتيا په ځاځيو کې جوړ کړ. کله چې د ١٩٨٠ مو کلونو په بهير کې په پاکستان او افغانستان کې د عرب جنګياليو شمېر څلور سوه تنو ته ورسېد، د پاکستان حکومت له سعودي ټولواکې کورنۍ څخه غوښتنه وکړه داسې څوک ورواستوي چې ددې \"نړيوال غونډ\" مشري پر غاړه واخلي. اُسامه بن لادن د دې دندې لپاره \"طبعي\" غوراوى و. د ١٩٨٠ کلونو په نيمايي کې، بن لادن مجاهدينو ته د ورروانو سترو نړيوالو مرستو سره خپل استعداد يوځاى؛ د ودانولو درانه ماشينونه يې راوړل؛ د لارو او ځمکتلو سمڅييزو کامپليکسونو په جوړولو يې لاس پورې کړ؛ د پکتيا د ځاځيو په غرونو کې د ننه يې په کيلومترونو اوږده تونلونو وکيندل چې پکې روغتونونه، وسلتونونه او په سلګونو جنګيالانو لپاره د مېشت او روزنې اسانتياوې شته وې. په دې سربېره يې په نړيواله کچه ګڼ شمېر مرستندويه ادارې جوړې کړې. د امريکا په بروکلين ايالت کې د کفاء مهاجرينو د مرکز او جومات په ګډون يې، په هغه هيواد کې ګڼ شمېر خيرېه ټولنې او جوماتونه ورغول. د افغانانو په منځ کې د لوړ نوم خاوند شوى و. روهان ګُنارتنا په نيوزويک اونيزه کې د افغانانو له قوله ليکي چې \".. نوموړي نه يواځې دا چې موږ ته يې پيسې راکولې، بلکې خپل ځان يې هم راسپارلى و. خپلې هوسا ماڼۍ يې شا ته پرېښودې، له افغان کروندګرو او عرب جنګيالو سره يې يوځاى ژوند غوره کړ. له هغوى سره يوځاى يې پخلى کاوه، يوځاى يې ور سره خوړل، او يوځاى يې سنګرونه ور سره کيندل. \"