
دملي کرښې ١٥ مه ګڼه

ليکنه : ډاکتر احمد موفق زيدان
ژباړه : حماد
افغانستان ... دامريکايانو له وتلو او دطالبانو له راتګ وروسته ؟؟
کېداى شي ډيرى تاريخپوهان به د ( مشترک ) په نوم عمليات يادوى، چې د روان کال په فبرورۍ کې امريکايي او افغان سرتېرو دهلمند په مرجه کې پيل او ترسره کړل ځکه دا له طالبانو سره دلويديځ په جنګي تاريخ کې داوښتون يوه پيلامه وه .
دلويديز نظامي قومندانانو داسې انګيرله ،چې دا عمليات به د طالبانو له منځه وړلو په برخه کې مهم او پريکنده راوخيژي او افغان ځواکونه به ددې جوګه شي او هغه تشه به ډکه کړې ،چې په ګانده کې دبهرينو سرتېرو له وتلو وروسته په دې هېواد کې رامنځته کيږي ، خو خبره سرچپه شوه له القاعدې او طالبانو سره دجګړې پر مهال دلويديځ ټولې هڅې اوبو يوړلې او داټکل برعکس د القاعدې او طالبانو مورال نور هم پسې لوړ شو په مرجه کې دلويديځوالو دا ماته ددې لامل شوه ،چې طالبان بېرته مرجې ته راوګرځي او له پخوا لاپسې پياوړي شي دا خبره خو پر ځاى پريږده ،چې په کندهار کې دا ډول عمليات وځنډول شول .
له دې وروسته خپله دپنتاګون دچارواکو ترمنځ هم اختلاف او ناندرو سر راپورته کړ ، دسياستوالو او نظاميانو ترمنځ دتورونو لړۍ ګرده نړۍ پر سر راواخسته دلته نو ملګري ملتونو اړ شول ، چې دمنځګړي رول ولوبوي او دولسمشر حامد کرزي له څرګندونو - چې طالبان د زور له لارې نه ماتيږي – را وروسته ېې له تور لست څخه د طالب مشرانو دنومونو دليرې کولو خبره راپورته کړه .
دنظامي شنونکو له انده يوه خبره ،چې تر ډېره داندېښنې تر بريده دسړي په ذهن کې راګرځي او هغه داده ،چې پنتاګون غوښتنه کړې ده ،چې دافغان پوځ لپاره دې روسي ډوله 17-ME نظامي هليکوپتر راونيول شي ځکه دا هليکوپتر په افغانستان کې دجګړې اوږد تاريخ او تجربه لري .
دا ډول يوه غوښتنه کټ مټ سړي ته دامريکا سټينګر توغندي وريادوى ،چې د روسانو له وتلو دوه کاله وړاندې ېې دافغان – شوروي په جګړه کې پريکنده اومهم رول لوبولى و او له افغانستانه ېې دشورويانو د وتلو پروسه ګړندۍ کړې وه .
دامريکايانو او لويديځوالو په ناستو کې دافغانستان دجګړې پر سر ناندرۍ ورځ تر بلې زياتيږي او لامل ېې دمرجې دجګړې بايلل ، دکندهار دهغې ځنډيډل او پردې سربېره داوباما دا ژمنه ، چې په راتلونکې دوبي کې به له افغانستانه خپل سرتيري راوباسي .
لويديځوال په دې باور دي ،چې افغان ملي اردو ددې وړتيا نه لري ،چې هغه تشه ډکه کړي ،چې دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به رامنځته کيږي ددې ترڅنګ دانګلستان دا دريځ ،چې موږ په افغانستان کې تر ډيره نه شو پاتې کېدلې او يو شمېر هېوادو خو لا دا پريکړه کړې ده چې له افغانستانه به وځي .
پردې سربېره د طالبانو او القاعدې نظامي پرمختګ هم داسې مهال رامنځته کيږي ،چې امريکايانو دخپلې ستراتيژۍ دبياکتنې خبره کړې ده .
په دغه ليکنه کې غواړم ،چې په افغانستان کې پر نظامي وضعيت ، غوراوي ، دښکيلو خواوو دريځونه ، احتمالي سيناريو ،چې او دامريکا او لويديځ له وتلو وروسته به څه پېښيږي ؟؟
نظامي وضعيت
دسولې وړانديز ونه
افغاني سيناريو
نظامي وضعيت :
دامريکايانو او انګريزانو څومره څرګندونې ،چې تر اوسه رسنيو ته راوتې دي دا ورځنې جوتيږي ، چې دلويديځ نظامي مشران داسې انګيري ،چې دوى نور دافغانستان په ډنډ کې ښکيل دي . دبېلګې په توګه په افغانستان کې دانګلستان داستازي استعفا او لامل ېې هم دا ښودلې و ،چې دلته دلندن تګلار روښانه نه ده له دې وړاندې په افغانستان کې دانګليسي پوځيانو دعمومي قومندان جنرال اندرو ماکي استعفا ،چې دخپل تقاعد څخه وړاندې ېې له افغانستانه دخپلو سرتېرو دوتلو غوښتنه کړې وه .
له دې وړاندې څلورو انګليسي نظامي مشرانو هم استعفا ورکړې وه او لامل ېې دا و ، چې له افغانستان ېې دبرتانويانو دوتلو غوښتنه کړې وه .
له دې وروسته دانګلستان دنوي لومړي وزير ډيويډ کامرون دا څرګندونې ،چې روان کال به پريکنده کال وي ،خو طالبان بياهمدا کال د سوبې هغه بولي دواړه لوري پردې سلا دي ،چې دا مهم کال دى او هر يو ېې له خپلې ګټې سره سم تعبيروي .
دامريکا داختلافاتو کيسه بيا بېله ده د امريکا دلوى درستيز جنرال مايک مولن او دفاع وزير ترمنځ هم اختلافاتو سر راپورته کړى مولن وايي : دکندهار جګړه برخليک ټاکونکې ده ، خو ددفاع وزير بيا وايي ،چې کندهار ګرد افغانستان نه دى . دېوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې له دې اختلافه دپنتاګون وياند جيف مولر پرده پورته کړه وياند زياتوي : (دکندهار دجګړې دستراتيژيک ارزښت پر سر د لوى درستيز او دفاع وزير ترمنځ اختلاف ژبنۍ دى نه بنسټيز ) .
دا اختلاف نو بيا دومره ژور شو ،چې په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو مشر جنرال ستانلي مکريستال پر مرستيال ولسمشر بايډن بريد وکړ ځکه نوموړي پر افغان ستراتيژۍ شکمن دى ان تردې ،چې مکريستال له رولنګ ستونز مجلې سره دمرکې پر مهال پر جوبايډن ملنډې ووهلې . تاسې له ما دبايډن په اړه پوښتنې کوى ؟ دا څوک دى ؟ مکريستال دا هم ورپسې زياته کړه تېر کال مو ، چې په سپينه ماڼۍ کې دافغانستان ستراتيژي ارزوله دا راته جوته شوه ،چې په کابل کې سفير کارل ايکنبري راسره خيانت کوي ځکه نوموړى غواړي ،چې خپله کمزوري پټه کړي .
مکريستال وايي : زموږ دماتې پر مهال به دا بيا وايي : ما خو درته ويلې و . له دې وروسته ېې دپوځ او سپينې ماڼۍ ترمنځ دجنجال او اختلاف خبره راپورته کړه ،چې هغه مهال ېې سر راپورته کړ ، کله ،چې ولسمشر اوباما افغانستان ته زما له غوښتنې سره سم دنورو سرتېرو د رااستولو پريکړه ارزوله .
دژبني او بنسټيز اختلاف ترمنځ ، چې کومه تشه رامنځته شوې ده ټول د جګړې دتعريف په موندنه کې لالهانده دي نهه کاله وشول ،چې وضعيت ورځ تربلې کاواکه کيږي .
په افغانستان کې دناټو ځواکونو يو قومندان جنرال جوزيف بلوتڅ وايي : ناټو اوس دارزښتونو له جګړو سره مخ ده او ګانده به سخته او خونړۍ وي .
اټکل دا و ،چې دمرجې له عملياتو وروسته به دکندهار هغه پيل شي اوس که لغوه شوي نه وي نو ځنډول شوي خو دي . جنرال مکريستال دا مني ،چې دکندهار عمليات ولسي ملاتړ ته اړتيا لري نو ځکه ېې تر سپټمبر دځنډولو غوښتنه وکړه ددې مانا داده ،چې طالبان له ولسي ملاتړ برخمن دي ځکه د جنرال له انده دچريکو جګړو دګټنې لپاره دا لومړنى شرط دى ،چې ولس دې پر خوا ولاړ وي ،بلکې دنظامي پوځ دماتولو لپاره هم بنسټيز شرط ګڼل کيږي .
دلويديځ او امريکايي سياستوالو د اختلاف سربېره په لويديځ کې ولس پرجګړې بې باوره شوى دى او سوکه سوکه ېې مخالفت کوي او هغه ولسي ملاتړ ېې ،چې پخوا درلود اوس ېې مزه نشته ، له ټولپوښتنو څرګنديږي ،چې په امريکا کې دجګړې دملاتړ سلنه څلور ځلې راټېټه شوې ده دا نو بيا هغه څه دي ،چې ولسمشر اوباما ېې د په راتلونکې دوبي کې د سرتېرو د راايستلو له ستونزې سره مخ کړى دى ، په افغانستان کې ،چې بريا نه وي تر لاسه شوې څرنګه به شونې وي ،چې سرتېري راوباسي .
په افغانستان کې نظامي پرمختګ له هغه راپور ښه جوتيږي ،چې دملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ترې پرده پورته کړې ده ، راپور کاږي : په افغانستان کې د تېر کال په پرتله دسړک دغاړې ماينونه په تېرو څلورو مياشتو کې 94% زيات شوي دي .
دملګرو ملتونو دسرمنشي راپور زياتوي : ځانمرګي بريدونه په اونۍ کې درې ځلې تکراريږي او ډيرى ېې په سويل کې وي پردې سربېره ماينونه ،چې ډېر ساده دي ، خو دهېواد دامنيتي پېښو درېيمه برخه جوړوي . راپور په پاى کې کاږي : د ډله ييزو ځانمرګو بريدونو کچه مخ په زياتيدو ده ددې ترڅنګ د ترور پېښې ،چې وسله وال ېې کوي داونۍ اوه پېښې ثبت شوې دي ، چې ډيرى ېې دهېواد په سويل کې ترسره کيږي .
په افغانستان کې دنظامي پرمختګ په برخه کې له ګواښه ډکه خبره داده ،چې په تېروڅو اونيو کې پلازمينې اسلام اباد ته څيرمه دنړيوا ل ائتلاف يوه اډه د طالبانو تر بريد لاندې راغله او په سلګونو هغه موټر ،چې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو سرتېرو ته ېې دسون او خوړو دليږد دنده ېې درلوده له منځه يوړل پردې سربېره دقرغيزستان وضعيت هم په افغانستان کې دناټو دنده او ماموريت اغيزمن کړى دى په ځانګړې توګه د( ماناس ) هواېي اډې په افغانستان کې ېې دنړيوالې جګړې ماشين په ټپه ودرولى دى او دورځې نږدې 45 زره ليتره تيل ېې ورځينې ايسار کړي دي .
دسولې وړانديز ونه
لويديز ائتلاف او افغان او پاکستاني ملګري ېې هغو شريکباڼو ته ورته دي ،چې يو پر بل باور نه لري هر يو دېته سترګې په لار ، چې څرنګه داوسني او راتلونکي بدلون او دطالبانو دبيا راتګ پر مهال خپل ځان اوګټه خوندي کړي هر يو هغه شېبه اوګړۍ شميري ،چې د طالبانو د بيا راتګ سره به څرنګه چلند کوي ؟
خپله ولسمشر کرزي د ولسي باور د ترلاسه کولو او له طالبانو سره دخبرو په موخه ځينې داسې ګامونه پورته کړل ،چې دامريکا خوښ نه شول ، چين او ايران ته ولاړ ، دامريکايانو پر ضد ترې څرګندونې وشوې ، يو څه له پاکستانيانو سره ورنږدې شو هغه هم په دې تور ،چې اسلام اباد له طالبانو سره اړيکې لري - دکرزي دا اقدام کټ مټ د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله له هغه سره ورته و – دکورنيو چارو او ملي امنيت د رئيس دګوښه کولو پر سر له کرزي سره دامريکا اختلاف راڅرګند شو ځکه دا دواړه له امريکا او هندوستان سره نږدې او له پاکستان سره وران وو
کېداى شي دا به يو څه منطقي اټکل وي ، چې امريکا او انګلستان له خپلو ملګرو سره يو ځاى له افغانستانه پښې سپکې کړي دا مهال نو دبهرنيانو پر وړاندې يو غوراوى شته او هغه دا چې داسې ګډوډي به رامنځته کړي ،چې افغانستان په کورنيو ستونزو کې دومره ښکيل شي ، چې نور به دا سېک نه لري ، چې نور به دوى ته دزيان د وراړولو جوګه نه وي او نه به په سيمه کې دلويديځ ستراتيژيک ملګرى هند ته ګواښ وي ، خو هند بيا خپل حسابونه لري اودا هڅه کوي ، چې په افغانستان کې دپښې کېښودلو ځاى ومومي ،چې دبهرنيانو له وتلو وروسته په دې هېواد کې پاکستان بيا نفوذ ونه کړي .
دوېم هندوستان دا اندېښنه لري هسې نه ،چې د بهرنيانو له وتلو او دطالبانو دبيا راتګ وروسته دوى دوسله والو نږدې هدف ونه ګرځي شنونکې وايي : لويديز له پاکستان غواړي ،چې لشکر طيبه بايد وځپل شي او پر ISI تور دى ، چې له لشکر طيبه سره مرستې کوي او لوژستيکې اړتياوې ېې ورپوره کوي پر پاکستان دا ډول فشار کېداى شي دهند دسپارښتنې له کبله وي .
دامريکا خبري رسنيو پر پاکستان فشار راوړى دى په دې وروستيو کې ېې د پاکستان دپوځ پر لوي درستيز جنرال اشفاق کياني سختې نيوکې – په تېر کې ېې ستايلى هم و - وکړې ان تردې ،چې دبوسطن د ډلې په ګډون يو شمېر رسنيو له ولسمشر باراک اوباما وغوښتل ، چې جنرال کياني بايد نور له دې منعه شي او له طالبانو سره دې پټ پټوني نه کوي .
داسې ښکاري ،چې د هغو راپورونو له مخې ،چې دپاکستان او افغان طالبانو داړيکو په اړه خپاره شوې دي دواشنګټن شک نور هم زيات شو ې دي . داسمه ده ،چې پاکستاني سياستوال طالبانو ته دخپلې دفاع دلومړۍ کرښې په سترګه ګوري لکه څرنګه ، پخوا مجاهدينو ته کتل کېده ،چې دوى د کمونيزم دپراختيا دمخنيوي پر وړاندې دجګړې لومړۍ کرښه ده .
دا سياستوال داسې انګيري که چيرې امريکا په افغانستان کې برلاسې شوه ددې مانا به داوي ،چې دپاکستان دوديز دښمنان هند او شمال ټلواله د برياليتوب تر درشله ورسيدل دا مهال به نو پاکستان د هند او افغانستان ترمنځ راګير وي . پردې سربېره په سيمه کې دامريکا اندېښنو ته يو بل هم وزياتېدى شي او هغه دپاکستان او چين ترمنځ وروستۍ اتومي همکاري ده .
دپام وړ خو داده ،چې پاکستان او افغانستان ته دولسمشر اوباما ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک داسې مهال پاکستان ته راغي ، چې لوى درستيز جنرال کياني په چين کې و او هلته ېې داتومي همکاريو په اړه له چينايي چارواکو سره خبرې کولې .
په هر صورت که لويديز له افغانستان ووت اويا وتلو ته اړ ويستل شو په دواړو حالتونو کې به پاکستان دقربانۍ ګډورى وي ، ټول به دا هڅه کوي ،چې په افغانستان کې دلويديز دماتې مسووليت دپاکستان پر اوږو وربار کاندي .
په لندن کې دسياست او اقتصاد پوهنځي په خپل وروستي راپور کې کښلي : دافغانستان له طالبانو سره ISI اړيکې لري ، ان تردې ،چې ولسمشر اصف علي زرداري هغه زندان ته ولاړ ،چې دطالبانو دحرکت مرستيال ملا برادر په کې دى له نوموړي سره وکتل او د خوشي کېدو ډاډ ېې ورکړ .
دا معلومات که کره وي او يا ناکره ، خو دا باوري ده ،چې پاکستان له طالبانو په ټوله مانا لاس نه دى اخستى په ځانګړې توګه په دې وخت کې ټول لګيا دي دنوي پړاو لپاره ، چې طالبان به په کې حاضر وي ځانونه چمتو کوي .
ولسمشر کرزي دسولې د مشورتي جرګې له لارې هڅه وکړه ،چې طالبان سولې ته رامات کړي ، خو دوى په هماغه ورځ هم دجرګې پر خيمه بريد وکړ او دده دحکومت دوو لوړ پوړو چارواکو دګوښه کولو لامل وګرځيد ،خو دې هر څه کرزي نهيلې نه کړ او له زندانه ېې د 16 طالب مشرانو دخوشې کولو امر وکړ او موخه ېې داوه ، چې دسولې دپروژې پر وړاندې خپل ښه نيت په ډاګه کړي .
افغاني سيناريو :
دتاريخي تجربو له مخې طالبان له نورو سره ګډ حکومت نه غواړي له 2001- 1996 ز راهسې همداسې روږدي شوي دي ان تردې ،چې په افغانستان کې دلويديز دشتون پر مهال ېې دګلبدين حکمتيار پر مشرۍ له حزب اسلامي سره ، چې دبهرنيو ځواکونو پر ضد ېې جګړې کولې ، ائتلاف هم له څيرمه رد کړ هغه مهال ېې له حزب اسلامي وغوښتل ،چې ملا عمر سره بيعت وکړي او بس .
د طالبانو دخوځښت شاليد ته که وليدل شي نو دسولې هغه هڅې ،چې کرزي پيل کړې چندانې دباور وړ نه دي ځکه طالبان دکرزي حکومت دنامشروع هغه په سترګه ګوري ځکه خو ورسره دخبرو اترو وړانديز ردوى .
دلته سړى د اويلاى شي که په دغه ډول شراېطو کې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووتل ددې شونتيا شته ،چې يوه بله کورنۍ جګړه به سر راپورته کړي کټ مټ لکه دشورويانو له وتلو وروسته ،چې رامنځته شوه ، خودا ډول وتل به يو ميکانيزم ته اړتيا لري ،چې څرنګه به يو نوي پړاو ته ورننوځي ځکه بهرنيان ځواکونه ونه توانيدل ،چې افغان ملي اردو او پوليس داسې وروزي ،چې د طالبانو د بريدونو پر وړاندې بيا ودريږي .
يو شمېر شنونکې بيا وايي : اوس په افغانستان کې دهغه ډول کورنۍ جګړې ويره او اندېښنه نشته کومه يوه ، چې د شورويانو له وتلو راوروسته پيل شوه او لامل ېې هم دا دى ، چې له يو پلوه طالبان پياوړي دي او له بل پلوه دشوروي اتحاد له وتلو راوروسته پېر ( مرحلې ) په پرتله د طالبانو ايډلوژي پياوړې ده او د مشرتابه له ستونزې سره مخ نه دي .
اوسمهال طالبان ځانته د يو کامياب خوځښت په سترګه ګوري او دا ېې له وسه پوره ده، چې دنړۍ له څلوېښتو لښکرو جوړ شوى ائتلاف سره ډغره ووهي پردې سربېره دوى بيا په تاجکستان ، ازبکستان ، چينايي ترکمنستان ، پاکستان او ايران کې پلويان لري د القاعدې بيعت خو پر ځاى پريږده نو بيا ولې خبرو ته ګونډه راماته کړي او له مات شوي اړخ سره واک شريک کړي .
له افغانستانه دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته احتمالي سيناريو داده شمالي ټلواله ، چې له تاجکو ، ازبکو او شيعه څخه جوړه ده له ولسمشر حامد کرزي سره د روس ، هندوستان او ايران پر مرسته راټول او د طالبانو پر وړاندې به ودريږي ،چې د پاکستان ، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له مرستو برخمنه ډله ده . دا مهال کې دايران پښه راننوته افغانستان به يو ځل بيا د نورو دجګړو ډګر وګرځي .
اوس ، چې څرګنده امريکايي چارواکي لګيا دي د طالبانو له پخوانيو مشرانو لکه په اسلام اباد کې د طالبانو سفير ملا عبدالسلام ضعيف دبهرنيو چارو پخواني وزير مولوي وکيل احمد متوکل سره اړېکې نيسي ، چې له طالبانو سره دمنځګړي رول ولوبوي تر اوسه خو دامريکايانو شرط دادى ،چې طالبان به له القاعدې لاس اخلي او دا ژمنه به کوي ،چې په ګانده کې به القاعدې ته ځاى نه ورکوي ، خو داسې ښکاري ،چې طالب مشر به دا شرط ونه مني ځکه ،چې په 2001 ز کې ملا عمر دبن لادن له کبله خپله واکمني بايلوده اوس به څرنګه حاضر شي ،چې دامريکايانو دا شرط ومني که چيرې داسې وشي دا مهال به نوموړي ته دروانې 9 کلنې جګړې تاريخي مسووليت ورترغاړې وي
کېداى شي امريکايي اولويديز چارواکي به تراوسه نه وي توانيدلې ،چې دافغاني ټولنې د پيچلې طبيعت پرنبض ګوته کيږدي پردې سربېره چينايي متل وايي : د انقلابيانو ماته هغه مهال شونې ده ،چې ته ددوى له ايډلوژۍ پياوړې هغه ورته وړاندې کړې . نن ورځ ، چې طالبان کومه ګروهه لري هغه مذهبي ګروهه ده ،چې پخوانى شوروي اتحاد ېې په ګونډو کړ اونن هم ښکاري ،چې ددې ګروهې ماتول شونې خبره نه ده .
پر همدې بنسټ د پنتاګون په چوکاټ کې رانډ موسسې امريکايي چارواکو ته سپارښتنه کړې ده ،چې پاکستان ته لمن وغوړوي ،چې وسله وال له منځه يوسي د راند له انده دا وسله وال د پاکستان دبهرنۍ او کورنۍ تګلار يوه وسيله ده د دوى دځپنې په بدل کې بايد پاکستانيانو ته اتومي ټيکنالوژي ورکړل شي .
دامريکايانو ستونزه داده ،چې دوى تل په ورکړه کې وروسته پاتې وي دا ځل پاکستان وار دمخه کړ له خپل دوديز ملګري چين سره ېې تړون لاسليک کړ په افغانستان کې پر طالبانو دپاکستان اغيز له ورايه جوت دى ترهغې ،چې په سيمه کې دپاکستان رول تضمين شوى نه وي اسلام اباد به په دومره اسانۍ له طالبانو لاس وانخلي ځکه پاکستان غواړي ،چې دخپل دوديز دښمن پر وړاندې د ودريدو توان ولري .
په لنډه توګه پاکستان له دې سربېره غواړي ،چې دکشمير په کړکيچ کې ورسره د دوى په خوښه چلند وشي ورپسې له افغانستانه دپاکستان دګټو لپاره دهندوستان پښه له دې هېواده لنډه شي .
ځينې بيا دا سيناريو دپلې کيدو وړ بولي او دا د 1990 ز کال له شراېطو سره ورته ښکاري هغه مهال ،چې شوروي اتحاد ووت او افغانانو دا زمينه برابره شوه ،چې خپل برخليک په خپله وټاکي .
خو نن ورځ افغان کړکيچ بل ډول دى دافغانستان سياسي او نظامي وضعيت د سرتېرو دايستلو دستراتيژۍ ،چې اوباما تېر کال اعلان کړه او دولسمشر کرزي د روغې جوړې دنوښت ترمنځ کاواکه دى . ددې ترڅنګ بيا پياوړى اړخ طالبان دي ،چې له حکومت سره د هر ډول خبرو مخالفت کوي او دا خپله ددې ښکارندويه دى ،چې وضعيت نور کړکيچن کيږي .