
نوراحمد عايل
د هند دولت به ډېر ژر د لس ډالري لپ ټاپونو لومړنۍ نمونې بازار ته وړاندې کړي ، چې د زده کړې د فرصتونو په برابرولو کې به جوته ونډه ولري.
د ١٠ ډالري لپ ټاپونو پروژه د (ولور) د تکنالوژي موسسې او د هند د علومو د موسسې IIT-Madras تر منځ د گډ تفاهم په پايله کې رامنځ ته شوه.
دا پروژه شاوخوا درى کاله مخکې د هغه پروژې په سيالۍ کې رامنځ ته شوه چې نيکولاس نيگروپونټې د مخ پر وده هېوادونو د زده کوونکو ماشومانو لپاره په کار اچولې وه ،په هغه پروژه کې د مخ پر وده هېوادونو د ماشومانو لپاره ١٠٠ ډالري لپ ټاپ کمپيوټرونه عرضه شول چې اوس يې بيه ٢٠٠ دالر ده.
اوس داسې وړاندوينې کېږي چې دا ١٠ ډالري لپ ټاپونه هم په لومړيو کې شل ډالر بيه ولري خو د هند د زده کړو وزير وويل: هيله لرو چې دا بيه به تر ټولو ټيټې کچې ته راټيټوو.
ددې راپور له مخې دا لپ ټاپ کمپيوټرونه دوه (جي بي) حافظه ولري، يو ايس بي به پورې تړل کېږي، له انټرنېټ سره د نښلېدو اسانتيا به لري او همدارنگه دوه واټه برېښنا به مصرفوي.