الحاج قاضي حفيظ الله ښاد جبار خېلP.h.d (دکتورا)


پېښور:د پنجشنبې په ورځ ٢٨ د جولاى ٢٠١١م د پېښور پوهنتون په داسې حال کې چې د پاکستان ٦٣پوهنتونو ته ښکارېده د پروفيسور ډاکتر قاضي حفيظ الله ښاد جبار خېل د اسلامياتو او عربي څانگه کې د P.H.Dد کتورا مناقشه په بريالۍ او اول نمرگۍ سره پاى ته ورسېده.
په دغې ورځې په جبار خېل سربېره د دوه تنو نورو (احسان الحق) او د () مناقشه هم وشوه.
د جبار خېل رساله دوه ټوکو کې (١٣٦٣) مخه وه او هغه د ملا علي قاري هروي د (١٠١٤) هـ کال پر د محفوظ تفسير (انوار القرآن او اسرار الفرقان) په دريمه ثلث د (سبا) له سورت تر (الناس) سورت پاى پورې لوموړى ثلث باندې يې دکتر عبدالرحيم حقانى د کتورا اخستى او دويم ثلث باندې يې نثار الحق تحقيق کړى.
دغې غونډې کې ښاغلى ډاکتر فضل الرحمان له اسلام اباد د خارجي ممتحن په توګه تشريف راوړى و او پېښور پوهنتون حتى د نوموړي لارښود استاد داکتر محمد عمر او د اسلامياتو او عربي څانگې رئيس ډاکتر قبله اياز او نورو استادانو ډاکتر معراج ضياء ډاکتر مرسل، ډاکتر حافظ عبدالغفور او نورو ډاکترانو چې له نورو پوهنتونو راغلي وو برخه واخسته د phdد څانگې د محصلينو او ښځينه استادانو ډاکترانو فلم اخستونکو د سما تلويزيونونو او نورو تلويزيونو تصوير اخستونکو برخه اخستې وه.
د غه غونډه په لسو بجو پيل او په دوه بجو پاى ته ورسېده، هر يوه طالب سره يو يو مکمل ساعت مناقشې پوښتنو او ځوابونو وخت ونيو، پاى کې درېواړه د عالمي دکتورا د شهادت نامې (PHD)  ممتحن وگڼل شول خو د قاضي حفيظ الله ډېره ستاينه او د ليدونکو له خوا به (جزاک الله) (احسنت) او (صح) ځوابونه يې بدرگه کېدل.