ترهګر او ترهګرۍ په يوويشتمه پېړۍ کې (اوومه برخه)

 



 
احمدشاه ابدالي جرګه


ترهګر او ترهګرۍ په يوويشتمه پېړۍ کې

انګېزې او انګېرنې


ليک: غلام محمد زرملوال




ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
                                                  

پاکستان: "شرير دولت، يا، ناکام دولت"

ترهګري د "برتانوي پاکستان" له زېږونې سره غبرګه زيږول شوې


ناټو او انډيوالان يې بايد د خپلو وسلو خولې په لاهور اوراولپينډۍ کې د ترهګرۍ روزونکو، ځالو او خپرونکيو پر لور واړوي




اوومه برخه:

ترهګري له برتانوي پاکستان سره غبرګه زيږول شوې او تر دې دمه يې دولتي پاليسي يې پاتې شوې ده.

يوه بيلګه:

د سکندر ميرزا زوى، همايون ميرزا، وايي چې د يوې پټې غونډې په ترڅ کې، محمد على جناح د ده پلار ته ورياده کړه چې: ".. په هند کې له حکومت څخه استعفا  وکړي او قبايلي سيمو ته، چې دى پکې خورا ښه بلد دى، راستون شي. په هغه ځاى کې دې [د خدايي خدمتګار] پرضد جهاد پيل کړي ... د  جناح غوښتنې سکندر ميرزا هک حيران کړ... هغه پوهېده چې بغاوت ته د قبايلو د هڅونې په پايله کې به خورا زياته وينه تويې شي... خو ... بيا يې هم د جناح خبره نشوه ردولى ... نو جناح ته يې وويل چې د دې سترې دندې سرته رسولو لپاره به ـ په تېره په وزيرستان، تيراه او مومندو کې ـ پيسې په کار وي ... کله چې [جناح] ترې وپوښتل چې څومره، سکندر ميرزا يې په ځواب کې وويل: يو کروړ (چې د شلمې پېړۍ په پاى کې د پنځوس کروړه روپيو معادل وې.) ... سکندر ميرزا ته يې د بېړنيو لګښتونو لپاره شل زره روپۍ ورکړې، او ورته ويې ويل چې نورې به د بهوپال نواب ورته تيارې کړي. د موضوع د پټو ساتلو لپاره به، ده ته د دې ماموريت د سرته رسولو په هکله په مناسب وخت کې وويل شي."

He [Jinnah]) asked Iskander Mirza to resign from the Government of India and return to the tribal territories he knew so well. There he was to start a jihad (Holy War) … Jinnah's request stunned Iskander Mirza … He knew that if the tribes were persuaded to rise in revolt, there would be considerable bloodshed … Yet … he could not refuse Jinnah … so he told Jinnah that money would be needed to undertake this immense task, particularly if it involved inciting the tribesmen in Waziristan, Tirah and moh[m]and country… When asked how much, Iskander Mirza estimated one crore of Rupees (equivalent to Rs. 50 crore at the end off the twentieth century)… Iskander Mirza was given Rs 20,000 for immediate expenses and told that the Nawab of Bhopal would provide the rest. As for cover, he would be told of it at the right time.' Humayun Mirza, From Plessey to Pakistan (Rowan and Littlefield Publishers, Oxford, UK, 1999, pp.151-52) – quoted in Sarila pp 305-06

د ٢٠١١ زيږديزکال د ميې مياشتې پر دويمه نيټه، نيمه شپه، امريکايي هيلوکاپترې ايبټ اباد ته ورسېدې او پر هغه ودانۍ يې بريد وکړ چې اُسامه بن لادن پکې اوسېده. داسې ويل کيږي چې پدې هکله پاکستاني دولتي، امنيتي او څارګري واکمن نه و خبر کړل شوي. دا خبره که څه هم د منلو وړ نه او له منطق سره برابره نه ښکاري، خو د تاريخ په شهادت په پنجابي زرادخانو کې د داسې نادودو اونامنطقيو کمى نشته. ايبټ اباد د هغه پرنګي ميجر، جيمز ايبټ (اباټ)، نوم دى چې په ١٨٥٣ زيږديز کال يې پر  مشوااڼيو پښتنو د "نوحه" نيولو په پايله کې ونيو. نوموړى مشواڼيو ته په ننواتې ورغى او ترې ويې غوښتل چې پر پنجاب د سيکانو د حکومت د لرې کولو لپاره ورسره مرسته وکړي. کله چې جيمز اباټ "صاحب" د هزاره ولسوالۍ ونيوله، نو هغه يې د هماغو مشواڼيو د تباه کولو او "په شمال کې د پښتنو قبايلو او تندروانو مسلمانو پر خلاف يې ترې پوځي اډه" جوړه کړه. د پرنګي پراګزي پنجابي پوځ له هغې زمانې راهيسې اباټ اباد د پرنګي په خدمت کې د پښتنو او مسلمانانو پرضد کارولى او د پاکستان د نخبه پوځي اکادمي په شمول د "پاک پوځ" خورا ستر او غوره تاسيسات هلته وجود لري. د بن لادن استوګنځى له پوځي اکادمي څخه يواځې يو "څو سوه يارده" لرې پروت و. د ٢٠١١ کال د ميې مياشتې په ٣ نيټه په لندنکې د د ټايمز ورځپاڼه ليکي چې: "د پاکستان د نخچ په اړه به د اتبار وړ تفصيلات ښايي له واشنګټن څخه په راتلونکيو اونيو او مياشتو کې څاڅکي- څاڅکي رالوڅ کړل شي. داسې تفصيلات به پاکستاني سرچينې لوڅ نه کړي. د دې دليل دا دى چې پاکستان له تندروۍ سره په معامله کې يواځې دوه-مخې لوبه نه کوي، بلکې څلور- مخه رول لوبوي. لومړى دوه-مخيز رول يې د امريکا د رول په هکله دى. لکه څنګه چې په ويکيليکس کې څرګند کړل شو، د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې د طالبانو اوالقاعده پر خلاف د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) بريدونه په ظاهره غندي، خو په حقيقت کې د امريکا له چارواکو سره په پټه کې د هغوى هرکلى کوي. د دې دليل دا دى چې ... پدې  بريدونوکې د پاکستان د حکومت او پوځي کومندانانو ګڼ شمير دښمنان [پښتانه] وژلي دي... دا جوته خبره ده چې ولې پاکستان غواړي چې امريکا د بن لادن د وژلو مسئوله وګڼي. د هغوى [پاک پوځ] لپاره به دا خبره، چې هغه يې نيولى يا وژلى واى، بيسارې کړکيچ واى او عادي پاکستانى ولس به يې بوږنولى واى – ځکه چې د هغوى ډېرى پدې ګروهه دي چې د سپتامبر ١١ د سي آى اې او موساد توطيه وه".

Credible details about Pakistan’s role may emerge in leaks from Washington over the coming weeks and months, but are very unlikely to come from Pakistani sources. This is because Pakistan has been playing not a two-faced, but a four-faced role when dealing with extremism. The first pair of face concerns the role of the US drone attacks on Taliban and Al-Qaeda targets in … tribal areas while welcoming them in private conversation with US officials. The reason is that the drone campaign is detested by the Pakistani public but welcomed by the government and army commanders because it has killed many of their enemies… It is obvious why Pakistan would want the US to be responsible for killing Osama bin Laden. For them to have killed or captured him would have been a hideous embarrassment that would have infuriated ordinary Pakistanis – most of whom believe that 9/11 was a CIA/Mossad plot.

په ايبټ اباد کې د بن لادن "اوږد مهاله" استوګنه او استوګنځى، چې له اسلام اباد څخه په خورا لنډ واټن، يانې ٣٥ ميلۍ کې پروت دى، د دې واقعيت ښکارندوى دى چې پاکستاني چارواکو لکه د تل په څېر له نړۍ سره دوه-مخيزه [يا څلور-مخيزه] چالچلن کړى؛ له "ترهګرو" سره د جګړې په نوم يې بيګناه کسان وژلي اووژني يې. د دې دوه مخيزې وسلې تيره څوکه د افغان ملت وينو او هډوکو ته رسيدلې، په مليونونو افغان تنکي ماشومان، ښځې او بيدفاع سپين ږيري يې وژلي، معيوب کړي او يا په ژوند تري تم شوي دي.