بې خونده خبرې(۸): کاشکې د حاجي قدير غوا وای!!!

 وسیم سجاد، کابل
جولای ۲۰۱۱،۲۲
سیمنټي ډیوالونه:
د څوار لسم جولای وروسته می مصروفیتونه ډیر وو. په یو وخت کی په څو کارونو کی بوخت وم. زه د وخت مدیریت درس په پوهنتون کی ورکوم خو خپله می هیڅکله هم نه دی عملي کړی. کله، کله د لاتینی امریکی خبره را یاده شي چی وایی هر هغه څه چی مهم دي نو که څومره هم ورته تشویش وکړی پخپله کیږي. یا به د لیکلو چاپیریال راته برابر نه وو. ډیډی می هم ناروغ وو هغه هم لږ په تشویش کی کړی وم. پلار می پنیک دی. زه هم وم. خو اوس می دا مریضی کمه شویدی. د یو کار له اجرا مخکی ډیر زیات وارخطا وم. او تشویش ترهغی راسره وي ترڅو کار په خیر او عافیت پای ومومي. بس پرون می د تبلیغیانو خبره اراده وکړه چی لیکل به کوم. او پیل می هم له بره یاد شوي عنوانه وکړ. په سیمنټي دیوالونو استاد منلي هم څو واره مسلی کړیدي خو د خبری د یقینی کیدو لپاره تکرار لازم بولو.
سیمټی دیوالونو باندی افغان حکومت بلا ډالر مصرف کړیدي او پروسه جریان دارد. ځینی خلک خو د خپل دفتر او یاهم کور شاوخوا دیوال جوړول سټایل بولي. سیمټي دیوال جوړول نن سبا په نیم نهار افغانستان کی دشخصیت یوه برخه هم ګرځیدلی او د سمټي دیوال پرته دشخصیت او د پردي نوکر تعریف لا یکمِلُ. سمټی دیوال د امنیت لپاره دی خو دیوال هیڅکله هم په دغه هیواد کی د چا امنیت ونشو ساتلی. د کندهار ښاروال غلام حیدر حمیدي ته یی په دفتر کی دننه غیږه ورکړه. خان محمد مجاهد د دیوال دننه ووژل شو. ولی جان د دیوال د ننه، جنرال داوود، داوود دیوال دننه، حکیم تڼیوال دیوال دننه، دفاع وزیر ستر جنرال وردګ عبدالرحیم یی د دیوال دننه وډزاوه وغیره.
سمټی دیوالونو د کوڅو او عامه سرکونو لپاره هم دردِ سر جوړ کړی وو. ددیوالونو په برکت یو پیاده له موټر سواره هغه څخه زر تر خپل مقصوده رسیده خو د ولسمشر مداخلی او یو فوق العاده فرمان ددی بلاکونو زحمت څه ناڅه په رحمت بدل کړ. د بلاکونو او داسی غښتلو دیوالونو د جوړیدو شاته د کمِشن کارانو او ودانیزو (ساختمانی) شرکتونو او ټولو هغو مشاورینو چی ودانیز شرکتونه لري، لاس ردول ګناه بولم.
کاشکی د حاجی قدیر غوا وای:


ویل کیږي چی په کابل کی په درغلیو تورنو کاندیدانو دملاتړ اداره جوړه شویدی چی مشري، مالي ملاتړ او ... یی له طالبانو څخه تښتیدلی حاجی عبدالظاهر قدیر کوي. قحط الرِجال څه لکۍ لري؟ نور څوک نه وو چی عبدالظاهر ته خدای دغه مسولیت وسپاره؟
عبدالظاهر او کورنی یی په ننګرهار کی خپل راج چلاوه او چلوي یی. له کرزي څخه مخکی ددیموکراسی اولینی شهید هم ددوی له کورنی څخه وو—عبدالحق. پلار یی بیا دریم شهید دی—عبدالقدیر. پلاریی د مولوی خالص چڼی وو، او په مرکزونو کی یی بلا شپی سبا کړیدي. ښی شنی سترګی یی وی!!! خو له مولوی خالصه یی بره ډنګوله. په جلال اباد کی یی قیادی شورا لرله ، کله چی طالبان په جلال اباد ورشیوه شول، عبدالقدیر ته ای.ایس.ای څه نقود ورکړل چی فرنکلین پکی څڼی اچولی په طورخم(تورخم)، پاکستان ته ورشیوه شو او له پی.ټي.وي سره یی یوه ترهیدلی مرکه هم وکړه. ددوی کور له شمشتو بره په مولوی خالص کمپ کی وو. په نویمو کلونو کی یی په غوجلی کی ایرکڼدیش لګولي ول!!! د پادوان کوم ملګری د جون، جولای په سختو ګرمیو کی  د خپل دوست پادوان پوښتنی ته ورغلی وو کله یی چی ډډی یخی شوی وی نو دوست پادوان ته یی ویلي ول چی کاشکی د حاجی قدیر غوا وای. دا داسی مهال وو چی د وچی ډوډی موندل هم د هرچا دوس خبره نه وه. جمال یی لکه لیونی، پلاستیکی چپلکی په پښو د شمشتو په نصرت مینه کی نصرت اِنګلش لنګویچ سنټر کی د انګریزی کورس لوسته. اول درجه نالایقه  او تک شین وو. حاجي وروسته له ټلوالی سره یوځای شو. بخت یی ورسره یاري وکړه سردار پُرافتخار اسلام مسعود په شا ډز پری ونه کړ. په بُن کانفرانس کی یی ګډون وکړ، د کرزي د حکومت پرمهال معاون ولسمشر ، د فواید عامی وزیر او د ننګرهار والی پاتی شوی—د وزارت پرمهال یی تری ډز جګ کړ او د محقق تر مشری لاندی کمیسون لا تراوسه لاهم لګیا دی چی کاري نتایج وړاندی کړي. خو شهادت یی دا ګټه وکړه چی دین محمد چی عربانو ورته دین بش هم ویل والی، ځوی د سرحدي ځواکونو قوماندان شو، او ستره محکمه  مرحوم!!! مولوی فضل هادی شینواري چی طالب دوستانو فضل یهود باله په ستره محکمه کی نصب کړ. کله چی کرزي غوښتل ولایتی امیران لکه په هرات کی اسماعیل خان، په بلخ کی عطا جان او په ننګرهار کی دین محمد او په کندهار کی ګل اغا شیرزی راو پرځوي نو هماغه وو چی اسماعیل خان یی دانرژی وزیر، دین محمد یی د کابل والی، ګل اغا یی ننګرهار ته والی او عطا جان په ټوله دیموکراسی کی دیکتاتور او نر جمعیتي او اوس په پوره مانا سره سیکولر امریکایی پاتی شو.
عبدالظاهر جان د رڼا په نامه انسټیټوټ هم لري چی خلکو ته یی یو وخت وړیا زده کړی رسولی. رڼا کلتوري ټولنه لري چی زمونږ د لیکوالو، شاعرانو کتابونه هم چاپوي کومه نیمه یوه مجله هم چلوي. د عبدالحق په نامه یی هم کوم فاونډیشن ایجاد کړی چی کوچه ګُلفروشی نه مخکی دلته چیری یی دفتر هم دی او ښه نقد فنډ له حکومته اخلي دا چی څه پری کوي والله اعلم! یو ږیرور، ببر د مولوی حقاني فوټوکاپی یو لیکوال چی پیر هم دی او حیدري هم یی هم په چوپړ کی دی. الله دی وشرموي!!! د ددین محمد په وخت کی چی کله په ننګرهار کی د نیوز ویک مجلی د هغه راپور له وجی چی ویل یی امریکایانو قران مجید ته سپکاوی کړی، لاریونونه وشول، د ننګرهار د کلتور ریاست ته یی اور واچوه، چی بیا د حاجی عبدالظاهر په څه نا څه مرسته ورغول شو. دا خدمات ددیموکراسی او ځان ډیموکرات ښودلو لپاره لازم او اړین دي. پلار یی یو ستر خدمت ترسره کړی وو هغه دا چی له ښاره یی تر خپل کوره یو پوخ سرک تیر کړی وو. دوی بیا دی ته نور هم وده ورکړه ښه برجوره کلا یی په خپل کلي کی جوړه کړه. کاکا یی په ګولایی عربا کی د مولوي سرفراز-دحکمتیار د جامع جومات خطیب-کور ته نږدی یو لوکس کور جوړ کړی چی په دوزره دریم کال کی یی د فرش یوه سمنټی تخته په لس زره ورته راوړه. دوی په ننګرهار کی د ښو پوخ ریکارډ لري!!! یو وخت یی په والی شیرزي پسی راخیستی وه، فرید مومند یی ...یڼ،...یڼ کاوه، ویل یی چی سرکونه بنده وو، والی شړو، ولسمشر سره مو خبری کړیدي، او څه، څه... خو خبر نه وو چی دی ټولو ته خلک پکار دي چی له دوی سره نشته.
 یو ځل بیا په ۳۹ لمبر څو خبری:
څو میاشتی کیږي چی ۳۹ لمبر موټرانو ته د پلیټ مخه نیولی دی. په دی اړه ما مخکی هم څه لیکلي وو. خو یو ځل بیا یی تکراروم.
په دی نه غږیږم چی دا لمبر څه مانا او څه بلا دی؟ په نورو ملکونو کی هم داسی ځانګړي لمبرونه شته چی خلکو ته غړوندي ګرځیدلي لکه نمبر دو، تین نمبري، چهار سو بیس، او اوس سی ونو. خو اوس خبره له شرمه اوښتلی دی. په سلګونو سوداګر دی ته منتظر دي چی څه وخت به له دی غضبه خلاصیږي چی موټرانو لپاره سند واخلي. خو له خبری ډمبره جوړه شوه او نوره هم وغځيدله. اقتصادي تاوان یوه خوا او د رشوت مصیبت بله خوا.دواړه ښه اوږه په اوږه روان دي. هر وخت چی کمیشن کار ته روپی ورکوی چی سند واخلی نو ۸۰ او ۹۰ ډالره درڅخه اضافه اخلي وایی چی لمبر به دی ۳۹ نه وي بله خوا یی د هغو موټرو پلیټ چی ۳۹ دی قیمت نیم په نیم راوغورځاوه چی باید ذی ربط مراجع ورته توجو وکړي. خلکو ته حیران یم چی په ۳۹ کی څه دي چی دوی تری تیښته لري، مونږ خو اوس عملي یو!!! ګُستاخي معاف!!! د پارلمان د وکیل، د ښوونځی او پوهنتو د شاګرد او محصل، دهغه دوکاندار او ... څه حال وي چی د چوکی شمیره، د راجستر لمبر او ددوکان ګڼه یی... ۳۹ وي؟
leekwal@yahoo.com