د موبايل د اخيستلو لپاره يې خپل پښتورگى خرڅ کړ!

نوراحمدعايل
يوۀ ١٧ کلن چينايي ځوان چې د اې پډ٢ د اخيستلو سخت لېوال و، ‏د اخيستلو لپاره يې په داسې چارې لاس پورې کړ،چې سارى يې نه و ليدل شوى.
(جي ينگ) چينايي ځوان چې د اې پډ ٢ د اخيستلو وس يې نه درلود په انټرنېټ کې د پيسه دارکېدو لپاره له ډېرو پلټنو وروسته دې پايلې ته ورسېد ،چې خپل يو پښتورگى په ٢٠٠٠٠ چينايي (ينو) چې د ٣٠٠٠ امريکايي ډالرو معادل دى وپلوري.



‏نوموړي ډېر ژر د خپل  پښتورگي د پلورلو لپاره يو دلال پيدا کړ ؛ دلال يو روغتون ته بوت او وروسته له دې چې د عملياتو په لړ کې يې له نوموړي څخه پښتورگى وکيښ ډېر ژر (جي ينگ) روغتون ته نږدې د اېپل پلورنځي ته ورغى ، په زړه پورې داده چې کله پلورنځي ته ورغى يو دم يې له اې پډ څخه زړه واوښت او په لاس کې لرلو پيسو يې يو ايفون او مک بوک وپېره.
‏وروسته له دې چې کله (جي ينگ) کور ته ځي مور يې په موضوع  خبرېږي د پوليسو ادارې ته مراجعه کوي ، پوليس څېړنې کوي ؛ له څېړنو وروسته معلومه شوه چې هغه روغتون چې دا پښتورگى يې له (جي ينگ) څخه کيښلى قانوني جواز نه لري ،خو اوس روغتون د (جي ينگ) د پښتورگي له کښلو څخه سوچه نټه کوي او وايي چې موږ دا کار نه دى کړى.
په هرحال اوس دا ځوان د خپلې خوښې موبايل لري اما ايا رښتيا هم دا موبايل په دې ارزېدۀ ،چې پښتورگى پرې ورکړي؟