په مسكو كې د محصلينو فستيوال د افغانستان پر ملي اتڼ پيل شوه

هر كال د روسيې پلازمينه مسكوكې د اسيايې هېوادونو د محصلينولخوا د خلكو د دوستۍ په پوهنتون كې دغه هنري او كلتوري فيستوال جوړيږي چې سږ كال يې پرانستنه د افغانستان پر ملي اتڼ وشوه.
دالكساندريرمكوف چې ددغه پوهنتون مرستيال ريس دى ، تر پرانستونې وينا وروسته د د اسيايې هېوادونو د محصلينو هنري فيستوال پيل د افغانستان د زده كوونكو له خوا د ملي اتڼ پر كول پيل شوه،او ورپسې د هندوستان ،نيپال ، لاوس ، بنګله ديش ، چين ، ويتنام ، منګوليا،او داسې نورو هېوادونو خپل ملي او كلتورى نڅاګانې نندار چيانوته وروښودلې.
په مسكو كې لا اوس هم افغانې پيغلې ملي نڅا ته نه حاضريږي ،همدا لامل وو چې دوه بهرنۍ نجونو د افغانستان ملي اتڼ ته ښكلا وركړه او له افغاني ځلميانوسره يې يوځاى اتڼ وكړ.
په بهرنيو هېوادونوكې لا اوس هم زيات شمير افغانۍ نجونې د كورني فشار له مخې زړه نه ښه كوي چې په دغه شانتې كلتوري او ملي پروګرامونو كې د افغانستان استازيتوب وكړي .
د هندوستان ښكلې نجلۍ د افغانستان تر ملي اتڼ وروسته د مينه والوتنده په خپل هنري نڅا ورماته كړه ، او ددغې فيستوال ښكلا ته يې رنګ وروبښـه ،بنګله ديشۍ نجلۍ هم ترې كمه نه وه، اودا ځكه چې د دواړو هېوادونو كلتوري اړيكې سره يوشانتې دي .
دچين ، منګوليا، ويتنام ، لاوس او نيپال زده كوونكوهلكانو او نجونو هم خپل هنري ننداره وروښودله، خود افغانستان د اتڼ او هندوستان د نڅا پرڅيردومره مينه وال نه درلودل .
په دغه فيستوال كې په مسكو كې د ميشتو اسيايي هېوادونو د سفارتونو سفيرانو،ديپلوماتو او نور لوړپوړوچارواكوبرڅيره په سلګونو تنو نورو مينه والو هم گډون درلود،خو زيات شمير مينه وال د نندارې د كارتونو د نشتوالي له مخې ددې نندارې له ليدلو بې برخې شول ، دافغانستان په استازيتوب ددغه سفارت كلتوري او فرهنګي اتشه ليطف بهاند ، ددغه سفارت شارزدافر، او يو شمير نورو مسكو ميشتو فرهنگيانو هم پكې گډون درلود .
د افغاني محصلينوډله چې د هېواد ملي جامې يې اغوستې وې دملي اتڼ پركولو ددغه هنري فيستوال پرانسته وكړه ، چې د مينه والو له خوا يې تود هر كلي وشو.
پاتې دې نه وي چې دا لمړى ځل دى د افغانستان ځلميانو پرخپله ملي نڅا د اسيايي هېوادونو د زده كوونكو دغه فيستوال پيلوي .