په مسكوكې د افغانستان لرغوني اثارو زيات مينه وال پيداكړل

د څو ورځو راهيسې د مسكو دخلګو ددوستۍ په پوهنتون كې د ډيرشمير هېوادونو ملي اثار نندارې ته ور ايښودل شوي وو،خو دافغانستان ملي او لرغوني اثار هم زيات شمير مينه وال درلودل .
د افغانستان لاسي صنايعو، ښكلي تصويرونو،اوملي جامو د ډيرو په زړونو كې ددې ډول اثارو د لاسته راوړلومينه راپاروله اوهر چا به ددې ډول اثارودلرغونتوب پوښتنې كولې، او غوښتل يې چې له افغانې جاموسره ځان ښكلي او تصويرونه واخلي .
روسيۍ نجلۍ چې خپل نوم يې كترينا وښودله ، ويې ويل دې ته د نورو هېوادونو د اثارو او جامو پر پرتله ، لرغونې افغاني پكړۍ تر ټولو په زړه پورې ښكاره شوه، او وېې غوښتل چې زيات انځورونه ورسره واخلي .
د نورو هېوادونو پر پرتله په دغه ننداره كې ډير كم شيان ايښودل شوي وو، او داهم په مسكو كې د زده كوونكو پرهڅوله خپلو كورنيو څخه راټولي شوي اثار اوصنايع وو.
خو په مسكوكې د افغانستان سفارت لا تراوسه ددغې ډول لمانځنو او ملي پروګرامونو له پاره هيڅ هم نه لري او نه چاورته تر اوسه پام هم كړى .
د يوشمير زده كوونكو پروينا ددې پرځاى چې د افغانستان سفارت ديو ملي روحيي پربڼه كار وكړي ، د يوشمير ډلو او ټپلوپلوي كوي ،او ددوۍ دمړو شوو كسانو ورځې په خورا درنښت لمانځي ، خو ملي پرواګرمونولمانځنوته زړه نه ښه كوي .
په مسكو كې ميشت ځوان چې خپل نوم يې احمد ولى اڅكزى وښود او ددغې نندارې د ليدو لپاره راغلى و ويې ويل :په كار دا وه چې ددغې نندارې لپاره د افغانستان سفارت ډير څه كړاي واى خو تر دې مهال ددغه سفارت كلتوري څانګې هيڅ هم نه لري ، نوموړي هېله لري چې د افغانستان په سفارت كې د نوې كلتوري اتشې په راتګ به دغه نيمګړتياوې او ستونزې حلې شي .
دا په داسې حال كې دي چې د ځينو مسكو ميشتو خلكوپر ويناپه دغه سفارت كې د نوور سفاروتو پرشانتي د تنظيم واكې بيلګې ليدل كيږي، او يواځې څو اونۍ وړاندې د افغانستان داطلاعاتو كلتور د وزارت په وړانديز لطيف بهاند ددغه سفارت دكلتوري اتشې په توګه په خپل كار پيل كوي .
ددغې نندارې د پرانستنې پرمهال د افغانستان د سفارت په استازيتوب لطيف بهاند او نورو چارواكوگډون درولود ،په مسكو كې كلتوري اتشې بهاند وويل : هيله لري چې تر دې وروسته ددغې سفارت كلتوري څانګه فعاله كړي،اوپه دغه لاره كې به د افغانستان د اطلاعاتواو كلتور وزارت ته نوي وړانديزونه وكړي .
پخوا هم په مسكو كې دغه شانتې نندارتونونه جوړ شوي چې افغانستان هم پكې خپل مات او كډ اثار نندارې ته وړاندې كوي .