دروسې په پلازمينه مسكو كې دافغانستان د سفارت كلتوري اوفرهنګې څانگې په مسكو كې ميشتو افغان محصلينوسره غونډه وكړه .

د روان كال د ليندۍ د مياشتې په دريمه نيټه په مسكو كې دافغانستان د سفارت كلتوري څانگه په دغه ښاركې د افغان ميشتو زده كوونكو سره خپله غونډه ترسره كړه .
دغه غونډه په مسكو كې د خلكو د دوستي په پوهنتون كې جوړه شوې وه ، په غونډه كې د افغانستان د سفارت شارزدافرعبدالعزيز غيرت ، په مسكو كې د افغانستان كلتوري او فرهنګي اتشه عبدالطيف بهاند،او په دغه پوهنتون كې افغان محصلينو ګډون كړى و.
غونډه د افغانستان د سفارت د شازردافر عبدالعزيز غيرت په خبرو پيل شوه،نوموړي تر پرانستنې وينا وروسته په خپلو خبرو كې مسكو ميشو محصلينو ته په ښوونيزو چارو كې د برياليتوب هېله وښودله ، نوموړي وويل ، وياړو چې د هېواد بچيانو په خپلو ښونيزو چارو كې بريالي وي ، دا مونږ ته تر ټول ستره بريا ده چې د نورې نړۍ ترڅنګ په مسكو كې هم افغان زده كړه پال پر زده كړو بوختي دي .
وروسته عبدالعزيز غيرت ، په مسكو كې د افغانستان كلتوري اتشه عبدالطيف بهاند، محصلينو ته وروپيژنده ، او ويې ويل ، د خوښۍ ځاى دى چې دغه دنده اوس يو داسې چاته سپارل شوې چې په دغه برخه كې وړتيا لري ، نوموړي وويل ښاغلى بهاند د هېواد وتلى ژورنالست او تكړه كلتور پاله څيره ده چې اوس مهالې په مسكو كې د كلتور څانگى د مسول په توگه په دنده ګمار شوى دى ، او تر ډېره به د هېواد والو سره په كلتوري چارو كې مرسته وكړي .
ورپسې په مسكو كې د افغانستان كلتورى اتشه عبدالطيف بهاند خپلې خبرې پيل كړې ، نوموړي تر ټولو لمړى مسكو ته د نويو محصلينو راتګ ته هر كلى ووايه،او په خپلو خبرو كې يې محصلينو ته په كلتوري او ښوونيزو چارو كې د مرستو او همكاريو ژمنه وكړه .
عبدالطيف بهاند وويل ، زما تر راتگ وروسته ، دسفارت كلتورى څانگه به هڅه وكړي چې په مسكو كې د ټولو هېوادوالو، كلتوري او ښوونيز چارې په سمه توگه سمبال كړي ، او تل به ددغې څانګې دروازې د هېوادوالو په وړاندې خلاصې وي .
نوموړي دا هم وويل چې مونږ به په روسيه كې د افغان محصلينو لپاره د نورو اسانتياو په برابرولو كې خپلې هڅې پيل كړو او په دغه برخه كې مو څه نا څه كار هم كړى .
ورپسې يو شمير زده كړه پالو په مسكو كې د افغانستان پر سفارت كلكې نيوكې وكړې ، او وي ويل چې دغه سفارت تل زده كوونكو ته د درواغو وعدې وركوي او عمل پرې نه كوي ، د نن ورځې پر څير د محصلينو سره ډېرې ژمنې شوې وې خو يوه هم پوره نه شوه ، او تراوسه هم دوۍ پخوانيو ژمنو ته سترګې په لاره دي .
يوشمير زده كړه پالو بيا د روسيې په مختلفو پوهنتونونو كې د افغان زده كوونكو ستونزې خورا ډيرې وبللې ،او ويل يې چې سفارت په دغه برخه كې پاملرنه نه كوي او دوۍ تل خپلې ستونزې په خپله حلوي .
له افغانستان څخه راغليو يو شمير محصلينو بيا د افغانستان د لوړو زده كړو پر وزارت نيوكې وكړې او ويل يې چې تل په نوموړي وزارت كې د لياقت پر ځاي شخصي روابطو ته ډيره ترجيح وركول كيږي ، اوويل يې چې همدا لامل دي چې سږكال بايد اتيا تنه زده كوونكې روسيي ته د زده كړي لپاره راغلي واى ، خو تر اوسه څلويښت كسه راغلي او نور زده كوونكي له دې سكالرشپونو څخه بې برخې شوې .
بيا دافغانستان د سفارت په استازيتوب لطيف بهاند د زده كوونكو پوښتنو ته ځوابونه وركړه او وي ويل ، دوۍ د زده كوونكو پر ستونزو خبر دى او هڅه به وكړي چې ددغه هېواد له چارواكو سره د افغان زده كوونكو ستونزې حلې كړي.
بهاند دا هم وويل په رښتيا هم چې سږ كال بايد اتيا تنه زده كوونكې په مختلفو څانګو كې د زده كړې لپاره مسكو ته راغلي واي، خو تر اوسه دوۍ ته د پنځه څلويښتو كسانو نومونه رارسيدلي دي ، او يو شمير كسان بيا د شرايطو په نه برابريدو په دغه هېواد كې نه دي منل شوي ، نوموړي وويل ، دوۍ به هڅه وكړي هغه زده كوونكې چې په مختلفو پوهنځيو كې د پيسو په مقابل كې زده كړه كوي ددوې زده كړه په وړيا توګه پرمخ ولاړې شي .
دا لمړى ځل دى چې روسيه كې دافغانستان سفارت كلتوري څانګه له زده كوونكو سره ددوې د ستونزو د حليدوپرسر خبرى او غونډې كوي .
پخوا هم افغان زده كوونكو په روسيه كې د خپلو ستونزو د لرلو پر سره ، پر دغه سفارت او په روسې چارواكو نيوكې كړي چې ګوندې افغان زده كوونكو سره د نورو هېوادونو پر پرتله سم چلند نه كيږي ، او نه هم افغان چارواكې پرې سر خوږوي .