الوتونكى موټرجوړ شو!

 
نوراحمد عايل
د ټرافوجيا شرکت په اړه خو پوهېږئ، هغه شرکت چې پخوا  يې د الوتونکي موټر په اړه ويلي وو،چې جوړو يې او ډېرو پښتو ويب پاڼو تېرکال د يوه حيرانونکي خبر په توگه را اخيستى و.
دې شرکت  اوس هغه خبره پخه کړه او هماغسې موټر يې جوړ کړل لکه چې ويلي يې وو، يانې داسې موټر،چې دې رښتياوو مرغۍ ته ورته دي او د  وزرونو د راټولولواو غوړولو  وړتيا هم لري.
دا کمپنۍ هيله لري هر کال  دوه سوه داسې موټرې وپلوري.
اوس هر څوک د ١٢٥ زره پوڼډو څخه تر ١٦٠ زره  پونډو په لرلو سره ددې موټر څښتن کېداى شي، چې د اړتيا په وخت کې يې الوتلى هم شي.
د ټرافوجيا شرکت مدير(کارل ديتريخ) وايي: ډېرى خلکو به ويل هېڅ يې نه منو ،چې داسې موټر به جوړ شي چې پرواز هم کولاى شي، خو اوس موږ داسې موټر لرو چې کولاى شي په سړکونو وځغلي، په هوا کې والوتلى شي، او له دوو څخه تر شلو ثانيو په منځ کې خپله بڼه بدله کړي.

ترافوجيا لاتيني ويى دى چې مانا يې( له ځمکې څخه تېښته يا الوتنه) ده.
د ديتريخ نومي طراح، يو څو فضانوردانو او د الوتنې د اينجينرانو له خوا يې د جوړلو بنسټ کېښودل شو، دا شرکت چې يوه برخه يې د امريکا په دفاع وزارت پورې هم اړونده ده ، اوس په ډاډه زړه ځان د خپلو الوتونکو موټرو خرڅلاو ته اماده کوي.
ددې الوتونکي موټر چلونکي مخکې له دې چې خپل موټر وچلوي ؛بايد ٢٠ ساعته ازمايشي پرواز وکړي ، تر څو له  دې سره بلد شي چې څنگه يې الوتنې او کوزونې ته چمتو کړي.
دا الوتونکي موټر په يوه ساه ٨٠٤ کيلومتره  چې له لندن څخه تر زوريخ پورې واټن دى طى کوي، او په ساعت کې يې چټکتيا ١٨٥ کيلومتره ده. دا موټر له يوې لمس کېدونکې صفحې په واسطه را کابو کېږي.
که چېرې يې وزرونه ورټول وي نو بيا کولاى شئ چې د تېلو په هر پمپ سټېشن کې يې ټانکۍ  ورډکه کړئ او کولاى شئ چې په هر پارکينگ کې يې پارک کړئ، دا الوتونکى موټر  چلونکى که چېرې په هوا کې  له کوم مشکل سره مخامخېږي ،کولاى شي چې په بېړنۍ لاره په چترۍ کې راښکته شي. او يا يې په يوه سړک را کوزه کړي په هماغه روانتيا کې يې وزرونه ورټول او د نورو موټرونو په ډول په سړک خپل حرکت ته ادامه ورکړي.
نو  رې ځانگړنې يې دا دي  ،چې اتومات ورونه لري، چلوونکي يې دوه دي( مشر او مرستيال چلونکى)، وزرونه يې د اتومات راټولېدنې او غوړېدنې اسانتيا لري.
که ددې موټر د اخيستلو لپاره پيسې لرئ  د لاندې لينک له لارې يې انلاين وپېرئ
http://www.terrafugia.com/order.html