
ولسمشر، ولسي جرګې او ټول ملت ته سرخلاصی ليک
جلالتماب اولس مشر ! تاسي به به نزدي وخت كي دهيواد دكابيني غري داولس استازو ته دباور رايي لباره وراندي كوي خو لاندي تكو ته مو باملرنه غوارو.
به اولسي جرگه كي داولس استازو! تاسي ته به به نزدي وخت كي دهيواد دكابيني غري دباور رايي لباره وراندي شي خو لاندي تكو ته مو باملرنه غوارو
له هغې ورځې چې ډاکتره ثریا دلیل د روغتیا وزازت سرپرسته شوې ، وزارت د انحطاط پر لور روان دی. ابتکار، نوښت، باکیفیته کار، او د ولس خدمت هیر شوی او تعصب، ړوند قضاوت، فساد ته لار اوارولو، ملي او افغاني ګټو او و مظلومو خلکو خدمت ته هیڅ توجه نده شوی.
تولو ته خرگنده ده چی میرمنی ثریا دلیل یوه ورج هم په حکومتی اداره كي کارندی کری . اوتل ئی په غیر دواتی ادارو کی وخت تيرکری دی چی اوس دزياتو اداري مشكلاتو سبب گرحيدلي ده.داحكه چي با تجربه خلك يي يا برطرف كري اوياي ورته صلاخيتونه محدود كري.داغلي دليل اداري،تخنيكي او اجتماعي كمزورتياوي چي به هيوادكي دروغتياي سيستم لباره دناسور حيسيت لري به لاندي دول دي.
الف : لارشوونه او رهبري : تول پوهیزو چی د یوه لارشود شه صفت دتولو لاس لاندی کسانو هم غزی کول او له هغوی سره بی له کوم تبغیض سلوک کول او دیوه شه کاری چاپیریال منجته راورل دی.
1- په خواشنی سره میر من ثریا دلیل د تبعیض کينی ، بدبنی ، نزاد پرستی چخه له حده زیات کاراخلی او یوازی چوکسان ئی دیوی حانگری دلی (ازبک )جخه ئی راتول کری او دیر تکره ،تخنیکی او پیاوری پشتانه (جی ترتولولوی تبر دی ) له ددندو گوشه کری او دیر په زعرده او بی باکی يي په وزارت کی دننه او دملکی خدماتو په کمیسون کی دکارمندانو ازمویننی تر اعیز لاندی راوستی او پشتانه ئی یا ویستلی او یا ترپام غورزولی دی . به کلیدي پوستونو باندی (دمعالیجوي طب عمومی ریاست ، د تدارکاتو ریاست اود عضنفر انستیتوت ) به زعرده اوجرأت خپلی خوشی انتخاب او استخدام دنوموری داداری فساد دیری شکاره بیلگی دی.
2.ډاکتر دلیل د لیډرشپ هیڅ استعداد نلري، یوازې یوه ټکنیشنه ده، سره له دی چې تر ډیره په دفتر کې ناسته وي خو یوازې متنونه اډیټ کوي، دا کار یو عادي اډیټر هم کولی شي، د وزیرې دنده رهبري او مشري ده چې ثریا ترې بې برخې ده.
3. بله دیره شرمونکی بیلگه دتخصص ازموینودنتيجو حندول دی ترچو درائی دلاسته راولو لپاره د پارلمان غرو سره دوعدی په بنست د هغوی وراندی شوی کسان د تخصص په پروگرام کی شامل اودخلكو حقوق دخبلي حوكي لباره قربان كري
ب : اداری فسا د: دثریا دلیل دهر ارخيز فساد یو چو او شرموونکی بیلگی به لاندي دول دي:
1. ددی لپاره چی دفساد لپاره خوندی اوا سانه لاری پیداکری میرمن دلیل د تدرکاتو ریاست خپلی ولقی لاندی راوسته او دمالی او اداری عمومی ریاست چخه ئی وویستل چه دا پخپله دملکی خدماتو د قوانینو په خلاف کاردی
2. دتدارکاتو نوی مشر په ازموینه کی ناکام شوي دتدارکاتو روزنه او اسناد نلری دخصوصي برمان به اساس مقرر شوي نه يوازي بی تجربی او بی اسناده دی متعصب او نالايقه شخص هم دي .
3. وزارت یو سیستم لري چې قراردادونه ترې تیریږي، خو ډاکتر دلیل د لویو پیسو تړونونه په په پټه خپل دفتر کې لاسلیکوي ديري قراردادونه شته چي دمربوطه حانگي او اصولي چینل نه پرته یې پټ لاسلیک کړی دی.
4. دخپلو دوستانو لپاره ئی د قوانینو خلاف په زرهاو دالر معاش مقرر کری چی بیلگی ئی ( دقوائی بشری او تدارکاتو ناكام رئسان او ددثريا دليل ميره چی دقوانینو خلاف اوچت معاشات ورکوی ) .
5. دخپل کمپائن دمخته بیولو او باور رائی لاسته راورلولباره ولاياتو ته سفرونه كري چي هر سفر يي دكراي چورلكي به وسيله (د15000 امرکائی دالرويه ورکولوسره) سره سرته رسولی او پدی دول ئی پیسی ضائع کری بداسي حال كي چیهيح لاسته راورنه يي نده درلودلي. ددی لپاره میرمن دلیل سخته مسول او گنهگاره ده چي بايد بوستنه تري وشي.
6.دبانفوذه خلکو دعوت کول گران بها راستورانتونو ته او دگران بیه دالیو او دفتری شیانو اخستل دنوموری د جرمونو شکاره بیلگی دی . میرمن ثریا دلیل خپلو اندیوالانو ته د دفتری گران بیه شیان ورکری دی چی دا امر پخپله دریاست جمهوری د فرمان خلاف دی .
7. وزارت په دی نزدی وختونو کی لیزدول کیری ددی سره سره میرمن دلیل د کنفرانس خونه بیا جوره کری او دوه لکه امریکائی دالر ئی مصرف کری دی او با الا خره خپل دفتر ئی ولیزه او اوس مهال د عامی روعتیا وزارت د کانفرانس خونی نلری او دیری شمیر مجلسونه په دیر گران بیه هوتلونو کی لکه سرینا او انتر کاتننتل کی ترسره کیزی ايا دبيسو دا بي درده بي حايه او نا معقو ل مصرف د بوستني ور ندي .
ج. د ډاکترې دلیل کد ري سیاست. د دفتر دبخواني ريس په شان په لوړ لیول روزل شوی او تجربه لرونکې لیډران یې په داسې کسانو بدل کړل چې د ادارې او منجمنټ په عادي تعریف هم نه پوهیږي. ډاکتر دلیل له دلیل پرته با اهلیته اوتجربه کار پښتانه برطرفوي او پر ځای یې نور بې کفایته او بې تجربې کسان ټاکي. له دې ناموزونو او ناقانوني ټاکنو یې هدف یو پراخ فساد ته لار اوارول دي. ډاکتر ثریا نه د اداري اصلاحاتو د کمیسیون له لارې او نه هم د وزارت د بشري قواوو له لارې ټاکنې کوي، بلکې پخپله يې کوم پریزنتیشن جوړ کړی او د خپلې خوښې کس ته یې ورکوي چې همدغه زده کړي او د هغې په مخکې یې وړاندې کړي، چې د ټاکنو دا ډول سیستم په هیڅ اداره کې نشته.
1 . دپښتنو په باب یې پالیسي داده چې لومړی باید هیڅ څوکۍ ورنه کړل شي، غیر پښتون د پښتون په نوم تیر کړي او که له مجبوریت نه پښتون ته څوکۍ ورکوي باید بېکفایته پښتون ته یې ورکړي چې بیا یې برطرفول اسان وي. بیلګې
2.د اچ، آی، وي ایډز ډیپارټمنټ امريت ته په ازاد رقابت کي داسي كسانو گدون درلودچي دنري دمعتبرو بوهنتونو حخه لوري زده كري اوكلونه تجربه يي درلوده دغه پوست ته ونه بیا یې دوهم ځل د همدغه پوست لپاره ازموینه واخسته، خو وزیرې د یو کلیوالي کلنیک ازبک ډاکتر دغه مهم پوست ته خوښ کړی دی. د نوموړی د ملي ژبو عادي سواد هم کمزوری دی او په نړیواله ژبه او معاصره ټکنالوژۍخو بیخي له سره نه پوهیږي. نوموړی چې فدامحمد پیکان نومیږي، د دوستم د ګوند شخص دی، او په ډیپارټمنټ کې یې له موجودو زیاترو کارکوونکو سره نا انساني چلند او په سیاسي مسایلو بې مورده ناندرۍ وهل پیل کړي دي
2. يو ځوان ډاکتر یې خپل مشاور نیولی چې د پارلمان په کارونو کې ورسره مرسته وکړي. دوه کاله یې له فراغته تیر شوي او هغه یې هم د ټاکنو په دفتر کې د لوژستیک مرستیالي کړې ده، پدې یې هم تیرباسي چې کله ډاکتر دلیل وزیره شي نوموړی به تخنیکي معین کړي، حال دا چې دغه معینیت پخوادیوعالم او تجربه کار شخص لخوا اداره كيده چې د ډکتورا علمي درجه او تر ۳۰ کلونو ډیره ادارې او رهبرۍ تجربه يي درلوده.د دغه ځوان ډاکتر لپاره د ډاکتر دلیل شرموونکي دلایل دادي: (تنبل و بی تجربه است، مدت کاری اش کم است ولی در پارلمان شناخت دارد، یکبار موضوع پارلمانم حل شود، برطرفی اش اسان است حتی میتوان وی را چند سیلی زد) .
3.د ملاریا دډیپارټمنټ مشر چې اوس هم د روغتیا وزارت په ویب پاڼه کې ورته د عامې روغتیا اتل لقب ورکړل شوی دی، لیرې شو او پر ځای یې یو بې اهلیته کس وټاکل شو.
4.د ټوبر کلوز ریاست هم په دغه ډول له یوه با اهلیته پښتون نه واخستل شو،
5.غواړي داسې یوه تاجکه ډاکتره چې د یو پښتون میرمن وي، معینه وټاکي، د ډاکتر دلیل په نزد یې دلایل دادي : (اول خو بسیار بی کفایت است، در مقابل من یک و دو ګفته نمیتواند، دوم اینکه تخلص پشتونی میکند، در چشم پشتونها هم یک خاکه میپرتم که اینه یک کس از شما هم دارم)
6. که په کوم پښتون یې د ډیر فوق العاده لیاقت له مخې زور نه دی رسیدلی نو ورسره په ډیر مشکله ګوري او هیڅ معقول وړاندیز یې نه منظوروي .
7.كچيري دكوم بوست لباره دثريا دتوجه ور حوك نوي بيا دامتحان كميتي ته دوزارت استازي نه ليري تر حو گتونكي شخص رد كري حرگند مثال يي داصلاحاتو به كميسون كي دبشري قواو درياست ازموينه ده چي اوس يي نتيجه نه مني.
7. د بشري قواوو ریس یې یو هزاره ورور راوستي، څو ځل په رقابتي ازموینه کې ناکام شو، خو له سرپرستي نه ناسمه ګټه پورته کوي، سږکال یې د ماسټرۍ لپاره اغاخان پوهنتون ته یوازې هزاره ګان ولیږل، حال دا چې پخوا به د ازموینې له مخې په طبیعي ډول اکثریت پښتانه تلل چې د نورو ورونو قامونو با کفایته کسان به هم پکې تلل.
نو ساغلي اولس مشر! پکار ده چې ثريا دليل د رايې اخستو لپاره ولسي جرګې ته نه بلكه حارنوالي ته دتحقيق لباره معرفي شي.
او داولس ساغلو استازو! پکار ده چې ثريا دليل ته دباور رايي وركولو به حاي هغه قضايي او عدلي ارگانونوته ته دتحقيق اومجازات لباره معرفي شي.
داداولس دضمير اواز وو چي مسولو غورونو ته يي رسول زمونر دنده وه نور نو ستاسو دمشرانو مسوليت دي چي دخداي ، اولس او هيوادبه وراندي خبله دنده سرته ورسوي
وسلام