بڼ ساتى روبوټ هم جوړ شو!

 
نوراحمد عايل
د هانگ کانگ پوهنتون څېړونکو داسې خزنده ډوله روبوټ جوړ کړى دى، چې کولاى شي په ونو وخېژي، او د  باغباني او له ونو څخه د ساتنې په برخه کې مرسته وکړي، دا روبوټ چې Treebotنومېږي ؛لومړنى خپل سرى (خودکار) روبوټ دى ،چې کولاى شي ونې ته د ختلو مسير وټاکي او په خپلواکه توگه يې طى کړي.

  
 
دا روبوټ ښي لوري ،چپ لوري ،پورته او شاته ته حرکت کولاى شي، چې په راتلونکې کې به د لوړو ونو د ښاخونو پرې کولو (ښاخ بري) لپاره ترې کار واخيستل شي.
دا روبوټ کولاى شي بېلابېلو ونو ته  چې بېلابېل قطرونه ولري وخېژي؛ حتى تر دې چې په درگو( کانو) ( هغو لوخو چې د خطاطي لپاره قلمونه ترې جوړېږي)  هم ختلى شي.
Treebotپه دې ورځو کې په روباټيک کنفرانس ICRA کې چې دچين  په شانگهاى کې و، نندارې ته وړاندې شو.