
رفيع الله زيار
تر هرې بدې پېښې او ستونزو نه په نړۍ او په ځانګړي توګه په افغانستان کې مافيايي کړۍ او هغه څوک، چې ملي ګټې په يو او بل نوم لوټوي ډېر خطرناک او د هېواد د پرمختګ په مخکې لوى خنډ بللى شو.
دا ډلې ځکه دومره خطرناکې او زورورې دي، چې دوى د ننه په هېواد کې د لويو وسلوالو ډلو او ټپلو سره لاس لري او په خپله مافيايي ډلې په درنو وسلو سمبال او د ننه په دولت کې د پيسو په زور زيات نفوذ لري، چې له دې لارې خپلې شومې موخې ته دې رسېدو لپاره ترې کار او ګټه پورته کوي، هغه کار، چې په قانون کې هېڅ جواز نه لري د پيسو او يا د واسطو په زور تر سره کوي، چې وروسته يې ستونزې او کړاوونه عام ولس او عامو خلکو ته رسيږي.
دغه مافيايي کړۍ د دولتي ځمکو په غصب، زموږ په غرونو کې کانونه او نورې شتمنۍ، په بې رحمانه ډول د ځنګلونو او چارتراشو وهلو او په ناقانونه ډول نورو هېوادونو ته د لېږدولو او په نورو ډېرو داسې مسايلو کې لاس لري، چې په ملي شتمنيو کې راځي او ټول تاو او يا زور يې د ملت له هډوکو څخه خيږي.
يادې ډلې د خپلو حرامو ګټو د خونديتوب لپاره د غلو، سړي تښتوونکو او نورو داسې ډلو سره تار لري، چې خبرې اترې يې د ټوپک په شپېلۍ وي او هر ځواب يې د ټوپک په ګولۍ کې نغښتى وي، چې بې له شکه په دې سره هم د هېواد د پرمختګ مخه ډب کېږي، هم يې امنيت له سخت ګواښ سره مخامخ کېږي او هم يې د نظام نورې برخې له سختو زيانونو څخه خوندي نه شي پاتې کېداى، چې دا هم د دوى يعنې د مافيايي ډلو له خوا رامنځ ته کېږي او په مخکې يې ولس او خلک لويه قرباني ورکوي.
ددې کړيو تر شا د بهرنيو استخباراتي کړيو لاس هم شته او د شا له خوا يې کلک حمايت، مالي ملاتړ او مرسته کوي، چې د اړتيا پر مهال ورڅخه د خپل ځان او د خپل هېواد په ګټه د سپر او يا ډال پر ځاى کار اخلي، چې دا هم د هېواد او د دغه د غريب او مظلوم ولس لپاره يو لوى سر خوږى او ټولو ملي ګټو او په ځانګړي توګه د نظام د کمزورتيا او بدنامۍ سبب ګرځي.
نو په دې برخه کې موږ له دولت نه دا غوښتنه کوو، چې نور هغه کسان، چې په مافيايي کړيو، سړي تښتونو، قاچاق، د ځمکو په غصب، د ملي شتمنيو په لوټولو او نورو جنايي جرمونو کې لوى لاس لري، د قانون پنجو ته راکاږي او د دوى سره دې هغه عمل تر سره شي، چې د افغانستان اساسي قانون او د افغانستان مظلوم ملت او ولس يې غواړي، ځکه چې نور د ګران هېواد افغانستان خلک او په خپله دغه هېواد د لويو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دى.
که چېرې ياد کسان محکمه شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي، نو هم به په هېواد کې امنيت او شته نظام پياوړى شي او له بلې اړخه به د خارجيانو لاسوهنه لنډه شي او هغه زور، چې اوس يې دوى د ننه په هېواد کې لري د خاورو سره خاورې شوى وي او هغه مکارې کړۍ به هم خپلو شومو موخو ته له رسېدو مخکې شنډې شوې وي، چې په هېڅ صورت سره افغانستان، د افغانستان خاوره او د دغې خاورې خپلواکي او ازادي خوند نه ورکوي.
د معمول سره سم يو ځل بيا په ټولو افغانانو باندې هغه که په خارج کې دي او هغه که دننه په افغانستان کې دي، غږ کوم، چې نور به تېرې دېرش کلنې جګړې په دې پوهولې وى، چې دا جنګ د څه لپاره ، د چا په ګټه ، د کومې موخې لپاره روان او څوک ورته لمن وهي؟ دا چې هر څه درته په ګوته دي او په دې ټولو مسايلو باندې پوهېږئ، چې د څه او کوم مقصد لپاره تر سره کېږي، نو د خداى لپاره نور په خپلو منځو کې د ورورۍ او خپلوۍ لاس سره ورکړئ، تر څو نور دغه هېواد او سيمه له هر ډول ستونزو او مشکلاتو څخه وژغورو او نور دا اجازه چاته ورنه کړو، چې ورور د بل ورور وژلو ته وهڅوي او د خپل ورور په لاس بل ورور له منځه يوسي.