بې خونده خبرې (۷): نوي بورۍ یې بژه کړې

 جولای ۲۰۱۱،۱۴
وسیم سجاد،کابل
ولی کرزی ووژل شو؛ د کورنیو چارو وزیر ته په پکتیا کی توطیه جوړه وه: پولیسو ورته تیاری نیولی وو چی خرابوي به یی. بله خوا واحدي فضل الله هم له چاودنی بچ شوی او ګلاب منګل باندی هم ټکان شویدي. د ټینګو امنیتي تدابیرو با وجود په کندهار کی چاودنی شویدي. بده خو یی لا داچی نن پنجشنبه یی خو عالم هم کوتره کړ. د یو عالم جوړیدل څومره وخت نیسي؟ نن خو هر څه ماشیني او چینایی شویدي کیدای شي یو څوک ووایی چی ډیر زر خو مونږ د کندهار خبره کوو او په عمومی توګه د پښتنو سیمو خبره کوو. دلته اول څوک زړه نه ښه کوي، ښوونځی او مدرسه ورته د بد اخلاقی عامل ښکاري او دي هم. مولا کو... ورکوي. مکتبی خره ... همدا مکتبی بیا کمونیست کیږي خدای رده وي او بیا همدا مدرسه وال وهابی او پنج پیری کیږي. خو خبری ډیری سر یی یو دی. انالِله واِنا اِلیه راجعون. پری خپه یو الله دی وبخښي.
خلک وایی چی ځانمرګي بم په لُونګی کی تړلی وو. یو چا خپلی ښځی سره معامله کوله چی ناګهانه یی نوکر پری راغلی وو چی خان صاب څه کوی؟خان په قهر او غوصی سره ویلی ول چی ګوړه خورم، بله ورځ نوکر چی شباب وو د خان له لور سره خوسا هګی جنګولی وی.خان پری راغلی وو او نوکر دوی خپلی او دوی پردی کړی وی تښتیدلی وو. نوکر مخکی او خان وروسته چا په لار کی له نوکره پوښتلي ول چی هلکه بیا دی څه کړي؟ نوکر ویل چی هیڅ هم نه ګوړه می خوړلی، اوس می خان نه پریږدي. نوکر په منډه وو، تیر شوی وو . پوښتونکي سړي خان ته ویلي ول چی هلک دی؛ پریږده یی؛ په وړو، وړو خبرو پسی سر مه ګرځوه؛ ګوړه یی خوړلی څه تندر خو نه دی لویدلی. خان فرمایلی ول چی په ګوړه خپه نه یم نوی بوری ته یی لاس اچولی او بژه کړی یی دی.
عالم مړ شو، ټول د مرګی یو لوی قران هم ګواه دی چی ″کل نفس دایقه الموت″
خو داچی په لونګی کی یی بم ټومبلی وو او یا یی هم عالم الوځولی د زړه له کومي پری ژاړو. نور به لونګی ول ول له سیکیورټی چکه تیریږي. طالب جانه! فارمولو او تکتیکونو دی شیطان هم مات کړیدی!!!
دلته یوه بله خبره د یادولو دی هغه داچی د ولسمشر کابل ته د راتګ درېیمه پوره نه وه چی چاودنی په فاتحه کی عالم وورځاوه. دلته د پولیسو په وړتیا او زیرکتیا او دملی امنیت په کارکرده ګی سوالونه، شکونه، شبهات رامنځ ته کیږي. ګوری د ولسمشر خو باید خپل تاثیر وي، او داسی تاثیر چی کم تر کمه باید یوه میاشت کندهار پُرامنه پاتی شوی وای، کوم ټکان باید نه وای شوي. مونږ دی خدای (ج) له شیطانی وساتي که دغه بی کفایته چارواکو ته فُول سټاپ کیږدي، په سره قلم یی منفک کړي نو له شره به یی ملت ژغورلی وي.
ځینو خو له همدی موقع ګټه پورته کړه او دوالی ویسا د برطرفی غوښتنه یی وکړه خو دی ته متوجه نه وو چی ولسمشر به د خپل متانت له وجی ویسا ته پښه کینږدي هغه ځکه چی کیدای شي د ولسمشر په کینی او یا هم عداوت دلالت وکړي.
 
ذبیح الله مجاهد راته بریښنا لیک لیږلی وو(۲۰۱۱/۰۶/۰۴م) او په‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍  کونړ کی یی د یوی خور چی په امریکایی ځواکونو یی ځانمرګی برید کړی و بشارت رالیږلی وو. ما هم ورڅخه مننه وکړه او نور می هیڅ هم ورته ونه لیکل. دا‍‍ یی راته بله نادوده ښکاره شوه. صلاح الدین ایوبی له ملاعمره په علمیت او ذهنیت کی څو چنده وو. دا بیا بیله خبره دی چی افغان مُریدانو ته خپل مُرشدین له رسول الله هم زیات اهمیت لري. که د رسول الله (ص) او حکمتیار قول کوم ځای سره راشي او کوم حزبی ته ووایی چی کوم یو یی منی نو له حکمتیاره نه تیریږي او د ملاعمر چڼي هم په همدی ډول در واخلی. پړه یواځی ددوی نه دی.
کمونیستانو ته مو هم تره کی او ببرک کارمل له لینن، کارل مارکس ډیر پوی ښکاریدل. امین حفیظ الله خو بیا د سټالین ریکارډ مات کړی وو. ګومان می دی چی خبره رانه وشړیده. صلاح الدین ایوبی چی له سختو ننګونو سره مخامخ وو، بلا جاسوسان یی د حکومت په قلم رو کی خپاره شوي وو، ورانه یی لا داچی زیاتره جاسوسان یا ښکلی جونی او یا هم ملایان وو او دغه دوه هغه ویروس دي چی مسلمان هیڅکله هم ورته د ټینګی نه دی خو ایوبی هیڅکله هم په ښځو لاس پورته نه کړ او نه یی هم ورڅخه د جنګی تکتیک په حیث ګټه پورته کړه نو ملاعمر ته یی جواز چا ورکړی؟ اسلام چاقو دی چی مونږ ته یی په خیټو منډي او دوی پری میوی خوري. اوس خو مو وس برابر نه دی خو که د قیامت په ورځ واسطه، واسطه بازی نه وي نو سره ګورو به.
ویل کیږي چی چادري به مغلو خپلو جاسوسانو ته اغوسته. او دا تعریف دلته نور هم یقینی شو. نه پوهیږم چی طالب جان زمونږ د ارزښتونو مخالف دی او که موافق؟ که کوم نر لري، نو دفاع ته دی راووځي. راځم دا څو پیښی قلمداد کوم او طالب ټلواله یی دفاع ته رابولم:
۱.دکندوز په والی باندی د تخار په یو جومات کی برید چی نه یواځی والی بلکی اِمام او نور مقتدیان یی هم والوځول(اکتوبر۲۰۱۰،۰۸)
۲.په کندوز کی د یوی زنا کاری (ددوی په ګومان)  سنګسار(جنوری۲۰۱۱،۲۷)
۳.په کونړ کی د یوی زنانه ځانمرګی برید(۲۰۱۱/۰۶/۰۴م)
۴.د ولی کرزي په فاتحه کی په لونګی کی د بم ټومبل او د یو عالم الوځول(جولای۲۰۱۱،۱۴)
زه پوهیږم چی دفاعیه به ولیکل شي خو اطمینان درکوم چی تاسو بد بنسټیز کوی چی بیا به پخپله د ګنګاجل فلم په سرنوشت اخته شی چی لار به در نه ورکه وي او بیا به وایاست چی چا وکړل پخپله.
 
leekwal@yahoo.com