نړۍ دجوﻻی په 17 مه نېټه :

 _ په فنلينډ کې د دموکراسۍ ورځ ده ؛
_ په سوېلي کوريا کې داساسي قانون ورځ ده ؛
_ په1775  زکال کې په نړۍ کې دلومړي ځل لپاره پوځي روغتون ، په امريکاکې پرانستل شو ؛
_ په 1790 زکال کې نامتو انګريزی فيلسوف او اقتصاد پوه ((ادم سميت ))Adam Smith ومړ؛
_ په1854  زکال کې په اروپا کې دلومړي ځل لپاره په اتريش کې ، دريل غرنۍ پټلۍ جوړه شوه ؛
_ په1868  زکال کې په جاپان کې پلازمېنه له (( کيوتو)) ښارنه (( توکيو))Tokyo ته ولېږدول شوه ؛
_ په 1973 زکال کې په افغانستان Afghanistanکې ديوې سپينې کودتا په ترڅ کې شاهي نظام ته پای کېښودل شو؛
_ په1990  زکال کې امريکا د ((ميني کمپيوټر)) دامتياز حق ثبت کړ ؛
_ په 1992 زکال کې وروسته له هغې ، چې دچکوسلواکياپه پارلمان کې سلواکي وکيلانو ديوه خپلواک سلواک هېوادلپاره رايې ورکړې ، دهغې مهال جمهور رئيس (( واسلاو هاول )) خپله استعفا وړاندې کړه ؛
_ په1994  زکال دبرازيل دفوټبال لوبډلې دڅلرم ځل لپاره دنړۍ اتلولي وګټله ؛
_ په 1995 زکال کې کې په جرمني کې د تنېس سپورټ اتلې (( شتيفي ګراف )) وويل ، چې له جرمني څخه به دمالياتود نه تاديه کولو دتور له امله ووځي .